كه اشرف غني د افغانستان د موټرچلوونكو غوښتنې پوره كړي، په مليونونه رايې به ترلاسه كړي
30.07.2009 17:13ډاكټر صيب اشرف غني احمدزى كه د خط سير كتابچې له منځه يوسي، د افغانستان په مليونونه چلوونكي به ده ته رايه وركړي.
دغه څرګندونې، په بلخ كې د افغان ترانس شركت مشر احمدشاه او نورو ملي سوداګرو، په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو د دفتر مرستيال، مجب الرحمن لحاظ سره د يوې ناستې په ترڅ كې وكړې.
دغو سوداګرو، د كرزي په حكومت كې، د بې ساري فساد يادونه وكړه او زياته يې كړه، چې په دې وروستيو كې د حيرتان بندر څخه، په زرګونه ټنه تېل بې محصوله وارد شوي.
احمد شاه همدارنګه د اشرف غني احمدزي په ملاتړ د ملي سوداګرو د ناستې د جوړولو ژمنه هم وكړه.
نوموړي وويل، له خپل منځي سلامشورې وروسته به د اشرف غني احمدزي كمپاين سره مالي مرسته وكړي.
لحاظ دغو ملي سوداګرو ته د اشرف غني احمدزي د ښه كمپاين په هكله ډاډ وركړ او زياته يې كړه: ((ورځ چې اوړي، برياليتوب ته نږدې كېږو))
نوموړي وويل، چې كه د سوكاله افغانستان لپاره د ډاكټر اشرف غني احمدزي په نوم لاس وركړو، نو برياليتوب به مو حتمي وي.
په دې وروستيو كې، د مزار ښار هټيوالو، د حيرتان ښارګوټي ځوانانو او د ولسواليو استازو د سترو غونډو د جوړولو تابيا هم كړې دي.