د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکتر احمدزى، حامدکرزى اوډاکتر عبدالله دقضاوت په تله کې

محمداجمل هوډمن 25.07.2009 13:00

له څوورځوراپدې خوااوازه وه چې دولس مشرۍ نوماندان هريو ډاکتر اشرف غني احمد زى ، ډاکتر عبدالله اوحامد کرزى به دطلوع اولمر تلويزيونونوله لارې مناظرې ته درېږي اويودبل په وړاندې به دخپلوتګلارو ننګه کوي خو تېره پنجشنبې وليدل شول چې ولس مشر کرزى دې منا ظرې ته حاضرنه شواودچا خبره اوږه ېې خالي کړه ،دښاغلي کرزي نه حضور دمناطرې ماهيت له منځه يووړ اوتقريبا دمرکې اويا يوه ګردي ميز بڼه ېې ونيوله ځکه چې دښاغلي احمدزي اوښاغلي عبدالله دپوهې ،تجربې ،تخصص ،ملي اونړيوال سياسي اعتبار اوتګلارې ترمنځ واټن دومره زيات وه چې کله هم دوى يودبل سيالان نه شي کېداى .اولکه څنګه چې ټولو وليدل کومې طرحې چې ښاغلي احمدزي وړاندې کولې ښاغلي عبدالله سره نه وې اوسره له دې چې په هره موضوع کې لومړنۍ پوښتنه له احمدزي څخه کېدله خومخامخ لورى کله هم ونه توانېده چې دتلويزيون دليدونکي پام ځا ن ته راواړوي اودچاخبره نقل ېې هم نه شوکولاى ښاغلى عبدالله هم يوازې کرزى صيب دخپل سيال په توګه يادوي خوداخبره ځکه څوک نه ورسره مني چې نوموړى هم په تېرو کلونوکې دښاغلي کرزي نږدې ملګرى پاتې شوى اوکه کرزى نن يوناکامه مشر وي نوعبدالله هم ورسره شريک دى ځکه چې دى هم دبهرنيو چارووزير وه اوهم ېې سياسي ملګري چې اوس له ده سره کمپاين کوي د تېرناکام حکومت برخوال وه .ډاکترعبدالله که له يوې خوادډاکتراحمدزي په څېر تګلاره نه درلوده نوله بلې خواېې هڅه کوله چې ځان له احمدزي سره مواجه نکړي اوپه هره خبره کې به ېې دهغه خبرې کاپي کولې اوسربه ېې خوځاوه خوداچې په اقتصادي اوسياسي چاروکې ېې مهارت نه درلوده کاپي کول ېې هم نيمګړي وه کله چې ښاغلي احمدزي دپارلماني سيستم مخالفت وکړ اووېې ويل چې افغانستان لابراتوارنه دى نوښاغلي عبدالله ونه غوښتل چې دهغه ځواب ورکړي ځکه پوهېده چې که له نورنودډيالوګ وس نلري چې همدا ټکى دډاکتراحمدزي وروستى ګول هم وه چې وېې واهه اولوبه ېې په خپله ګټه پاى ته ورسوله اوله ښاغلي کرزي سره فاينل ته ودرېده .
ډاکتر احمدزى داقتصادي علومو ډاکتردى چې د علمي سويې له مخې نړيوال ريکاردلري نوموړى دپلان په جوړولواوپلي کولو کې نړيواله تجربه لري اودهمدغې پوهې اوتجربې په مټ ېې دافغانستان لپاره په هره برخه کې ځانګړي لڼډمهالي اواوږدمهالي پلانونه جوړکړي .اوحاضردى چې له دې پلانونوڅخه دهر چاپه وړاندې دفاع وکړي اوپه همدې باورېې ښاغلي کرزي ته هم چلنج ورکړى وه .خوهغه دې مناظرې ته رانه غى .اوښايي چې يوازنى دليل به ېې همداوي چې نوموړى تراوسه پورې کومه ځانګړې تګلاره نلري اوپرته له يوڅوزړوشعارونو چې هغه هم دموقتې ادارې له وخت څخه تراوسه پورې زمزمه کوي بل څه نلري چې ولس اومطبوعاتوته ېې ووايي .اوبل داچې ښاغلى کرزى له ځان سره دومره متفکر ملګري هم نلري چې دده لپاره کومه ټاکنيزه تګلاره وليکي ماڅوورځې وړاندې دښاغلي کرزي دکمپاين له يوه مسئول څخه پوښتنه وکړه چې که دکرزي صيب تګلاره په ليکلي ډول وي نوماته ېې راکړى چې وېې لولم اوپوه شم چې پرونى کرزى له ننني کرزي سره څه توپير لري ؟خوهغه وويل چې وروره مونږسره داسې يوشى نشته کرزى صيب اباد اويوموټى افغانستان غواړي بس مونږله دې زيات څه نه پوهېږو ماهغه ته وويل چې وروره ابادافغانستان خوهر څوک غواړي په دې څلورڅلوېښتو نوماندانوکې يوه هم نه دي ويلي چې افغانستان ورانو م خوخبره داده چې داجوړول اوابادول خويوه لاره اوطريقه لري ؟خودهغه ځواب سرښورول وه .ماپه ټوکوکې ورته وويل چې کرزى صيب ملامت هم نه دى هغه نه يوازې يوکانديد دى بلکې برحال ولس مشرهم دى اوپه دولتي چارولګيا دى ولې جنرال دستم ،محقق ،مارشال فهيم .خليلي ،ضراراحمدمقبل ،حاجي دين محمد ،پيرصيب اوحضرت صيب ته دنده نه ورکوي چې يوه تګلاره ورته وليکي ؟خوهغه راته وويل چې وروره ته ((نېش داره)) خبرې کوې .
په هرصورت زما غوښتنه له ښاغلي کرزي څخه داده چې په افغانستان کې دډموکراسۍ دودې اوپه ټاکنيزکمپاين کې دنوښت راوستولپاره داځل مناظرې ته حاضرشي ترڅوخلک پوه شي چې په ټاکنوکې څه ګټه ده؟اوبل داچې که ښاغلى کرزى غواړي چې په ټاکنوکې دخلکوګډون زيات وي نوحتما دې په يوه مناظره کې ګډون وکړي زه خپله شاهديم چې دتېرې مناظرې په ليدوسره په خلکوکې يوډول شوراوشوق راپيداشوى ده اوهرڅوک چې وينې نووايي چې ((ډاکترغني )) داسې وويل اوداسې خبرې ېې وکړې .....................................................................
ما خپله چې دامنيت ،اقتصاد .حکومت دارۍ اونوروموضوعاتوپه اړه دډاکترصيب اشرف غني احمدزي تګلارې واورېدې لاندې ټکي پکې دپاملرنې وړ وه .
ښاغلي احمدزي وويل چې دډيورند دکرښې دستونزې دحل لپا ره بايد ددواړوخواوودخلکوستونزې حل شي ځکه دوى محروم ولسونه دي نوموړي وويل چې دډيورند موضوع دنولسمې پېړۍ څخه پاتې ده خوحل ېې داوسنيوحالاتوسره سم نوى فورمول غواړي اودادلوېې جرګې واک دى چې څه پرېکړه کوي خوددواړو لوريوداوسېدونکوترمنځ اړيکې اومرستې بايد روانې وي .
نوموړي دامنيت په هکله وويل چې مال دې وساته اوهمسايه دې غل مه نيسه هغه وويل چې سمه ده بهرنۍ لاسوهنې به وي خودافغانستان دستونزې عوامل ٦٠په سلوکې کورني دي او٤٠په سلوکې بهرني ښاْغلي احمدزي زياته کړه چې غله چارواکي خوپاکستان نه دي مقررکړي اختطافونه خوپاکستان نه کوي ،مونږبايد لومړى کورني عوامل له منځه يوسواوبيانوروته مخه کړو .اووېې ويل چې امنيت ٨٠په سلوکې سياست او٢٠په سلوکې زورته اړتيالري دوسلوال پوځ اعلى سرقومانداني بايد فعاله شي اوپه ورځ کې دوه ځلې له امنيتي څانګو څخه راپور واخلي .
ښاغلي احمدزي دپوليسودشمېرپه هکله پوښتنه ستراتېژيکه ونه بلله اوپه کيفيت ېې ټينګاروکړ اووېې ويل چې دثبات اوامنيت ترمنځ بايد توپير وشي ثبات دقانون په حاکميت کې راځي اوامنيت ځواکونه اوسياستونه غواړي اواعتمادغواړي اواعتمادترهغه وخته نه راځي چې په دولت کې تقوانه وي رامنځ ته شوې اوترڅوپورې چې فسادوي .قضا نه وي اصلاح شوې اوامنيتي ارګانونه نه وي اصلا ح شوي ،عدالت نه وي ،اودقدرت مشروع انحصاراوملي واکمني نه وي خلک همکاري نه کوي اوچې خلک همکاري ونه کړي سوله اوثبات اوامنيت نه راځي .
نوموړي داقتصاد په اړه وويل چې دبرېښنا .کانوړه کانونو ،کارموندنې ،سړکونواوظرفيت جوړولوپه اړه پلان لري اقتصادي مافيا بايد له منځه لاړشي اودبهرني سياست په اړه ېې وويل چې هرهېواد دايمي ګټې لري خودايمي دوست اودښمن نلري .,

اووروستى پيغام ېې داوه چې که خلک همداوضعيت مني رايه دې دهمدې وضعيت په ګټه وکاروي او که بدلون غواړي نوبدلون ته دې رايې ورکړي .