په پاكستان كې سلګونو افغان كډوالو له ډاكټر اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان كړ
21.07.2009 10:41۱۳۸۸/۴/۲۹ (اسلام آباد) : پاكستان مېشتو سلګونو افغان كډوالوو تېره ورځ د يوې لويې غونډې پرمهال له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان كړ. د غونډې يو تن ګډونوال وويل: ”كه اشرف غني په دې ټاكنو كې بريالى شي، نو د لېږد او كډوالۍ بهير به ورسره ودرېږي او هېواد ته د ستنېدو هيلې به مو تاندې شي . نوموړى هغه يواځينى كس دى چې كولى شي چې هېواد او ولس ته سوله او نېكمرغي راولي.“
د غونډې ګډونوالو پر ټولو هېوادوالو له ډاكټر اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ اعلانولو غږ وكړ، څو د نوموړي د برياليتوب پرمهال يو پرمختللى، سوكاله، هوسا او بسيا افغانستان ولرو.
دغو ګډونوالو هيله څرګنده كړه چې د ولسمشرۍ په ټولټاكنو كې د ډاكټر اشرف غني احمدزي په برياليتوب سره به د بدمرغيو، ناكراريو او فساد توره كمپله ټوله شي.
ډاكټر اشرف غني احمدزى هغه يواځينى كانديد دى چې د هېواد او ولس د سوكالۍ لپاره ځانګړي او عملي پلانونه لري. په ټول هېواد كې د برېښنا او د څښاك اوبو اسانتيا برابرول د ښاغلي ډاكټراشرف غني په لومړيتوبونو كې دي.
اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې نوره په هېواد كې د يوه عادلانه نظام په رامنځته كولو سره بې عدالتيو ته د پاى ټكى كېښودل شي.