د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آيا کرزی به یقینا بیا انتخاب شي؟

د اشرف غني احمدزي ټاکنيز کمپاين 16.07.2009 12:07

بر سیره پردې چې نړیواله ټولنه په ټولټاکنو پر شفافیت تاکید کوي. او حتی د نړیوالي ټولني لوړ رتبه مامورین د خپلو هېوادونو نه ملاتړ د مشخص نوماند څخه اعلام کړی.ولي بیا هم نړیوالې رسنۍ د ځینو غیر د اعتبار وړ دلایلو او وجو له امله په دې ټنګار کوي چې کرزی  به په ټولټا کنو کې بریالی وي.
که څه هم دغه لومړی ځل دی، چې يو موجوده ولسمشر په افغانستان کې د بري لپاره سيالي کوي، خو نړيوالې رسنۍ له مهمو ښارونو بهر له رايه ورکوونکي سره لږ تماس لري، احصایوي ډيټا کمزورې ده، او د افغانانو تعامل د نورو هیوادونو په پرتله نامتوازي دی، نو رسنۍ داسې حدس وهي، چې کرزی ګټونکی دی.
له نیکه مرغه، افغانان د سياست ښه زده کړيال دي. او، که څه هم، د تیرو ۳۰ کالونو ناخوالو له کبله يې اکثريت نالوستي پاتې شوي دي، دوی پوهیږي، چې که دوی اغیزمن فعالیت ونه کړي، نو دوی به يې قیمت په بې امنیتۍ او بې وزلۍ ورکوي. دوی په ټولو مسایلو پوهیږي او د کرزي د ښه راتلونکي په ژمنو باور نه کوي. لکه څرنګه چې ډاکټر اشرف غني دغه اونۍ په بغلان،بدخشان،سمنګان،خوست او ننګرهار کې کمپاین وکړ.نو ملاتړ کوونکووویل چې و ډاکټر اشرف غني ته به زمونږد رایو پایله د څښلو و پاکو اوبو ته لاسرسی،برېښنا،روغتیایې آسانتیاوي او تعلیم او تربیه وي.
دوی پوهيږي، چې د ښاغلي کرزي وخت ختم دی، او په خپل زړه کې، ښاغلی کرزی هم په دې ټکي پوهیږي. ښاغلی کرزی د ولسواکۍ په دغه عصر کې لومړنی ولسمشر و او هغه به تل په افغانستان کې د "نوې ډیموکراسۍ پلار" په نامه یاديږي.
هغه وخت رارسیدلی دی، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره يو نوی ګام واخستل شي. د افغانستان راتلونکی د يو ملیون کاري مواردو منځته راوړل، د پاکو اوبو تهیه کول، په بريښنا کې ۴۰٪ زیاتوالی، او هرې امیدوارې ښځې ته د نرسانو برابرول، دي. يو "عادل ثبات" او يو "عادل حکومت".