د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمد امين واکمن مطبوعاتي کنفرانس ته وينا وکړه

څارونکی 12.07.2009 13:46

تيره ورځ (شنبه) د افغان ملت گوند افتخاري رييس مطبوعاتي کنفرانس کې د بيلابيلو رسنيو په وړاندې يو پريکړه ليک ولوست. په دې پريکړه ليک کې راغلي وو چې د افغان ملت ګوند جې مشري يې انور الحق احدي کوي، د حامد کرزي حمايت اعلان کړی، چې پريکړه يې  د ملت او ګوند سره جفا ګڼلې ده او په لکونو افغان ملتيانو ته د منلو وړ نه ده.

ده زياته کړه زه د افغان ملت ګوندد عالي شورا د څو تنو غړو په شمول او د لکونو افغان مليتانو په استازيتوب په راتلوونکي انتخاباتو کې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاتړ اعلانوم او د ټول ملت څخه مې دا تمه ده چې خپلې رايې دې ډاکټر اشرف غني ته ورکړي. ځکه ډاکټر غني يو له هغو افغانانو څخه دی چې  تر اوسه يې د ملت په سر سودا بازي نه ده کړې او زه باور لرم چې په راتلوونکي کې به همداسې سپيڅلی افغان پاتې شي.