د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ملت ګوند د عالي شورا یو شمېر غړو د ډاکټر اشرف غني ملاتړ وکړ

څارونکی 08.06.2009 11:14

ټول افغان ټکی کام ته د اعلاميې په ډول دا لاندې خبر رارسېدلی چې کټ مټ یې خپروي.

یوې باوری منبع ویلي چې د غبرګولي پر شپږمه نېټه، د چهارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغان ملت د ګوند عالي شورا د ډاکټر احدي په مشرې غونډه وکړه.

په غونډه کې ډاکټر احدي وویل چې د جمهوري ریاست له ټاکنېزو سیالیو نه دده د ګوښه کېدا لاملوه مالي ستونزې، د امریکې له خوا د ولسمشر کرزي ملاتړ او د ټاکنو د پروسې نه شفافیت وو.

د افغان ملت ګوند افتخاري مشر ډاکټر محمد امین واکمن د هغه په ځواب کې وویل چې له ټاکنیزو سیا لیو نه دښا غلي احدي د وتلو دلایل معقول نه دی. ده له ټاکنیزو سیا لیو نه د ښا غلي احدي تیریدل سیا سي انتحار وبا له.

دعالي شورا یو شمیرغړیو د کرزي د بیا ټاکل کېدو ځینې شواهد بیان کړل او د کرزي د ملاتړ ننګه یې وکړه.
ډاکټر واکمن د کرزي ملاتړ او بیا ټاکل کېدل له ګوند او هېواد سره جفا وبلله او زیاته یې کړه چې ولسمشر کرزي زیاتره د افغانستان د ګټو په مخالف لوري حرکت کړی دی. د ښاغلی واکمن په وینا، ولسمشر کرزي د هېواد د ملي یووالي پر ځای، ملي انتشار ته کار کړی دی. دغه راز، دده په حکومت کې شریر کسان، جنګ سالاران، رشوتخواره او قاچاقچیان لویه ونډه لري.

ډاکټر واکمن وویل چې د پښتنو فرهنګي او بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي. دا خبره چې حامد کرزی ډېرې پیسې او یا د امریکنیانو ملاتړ لري، ددې دلیل نه شي کېدی چې ملت به د خپل سرنوشت له ټاکلو نه تېرېږي. د واکمن په وینا د ملت قاطع اکثریت د کرزي او دده د ټیم ملاتړ نه کوي اوکه عادلانه او شفافې ټاکنې وشي نو ډاکټر اشرف غنی په راتلونکیو ټاکنو کې ساری او سیال نه لري. له بله پلوه اشرف غني د هېواد او نړې په کچه د یو پېژندل شوي عالم، بیوروکرات او مبتکر شخص په صفت د کاندیدانو په ډله کې باید ملاتړ شي.

ښاغلي نورالحبیب نثار او ښاغلي خوشال خلیل د اشرف غني لنډ مهالي او اوږد مهالي پلانونه او د افغان ملت له ارزښتونو سره د هغو مشترک وجوهات هغه دلایل وبلل چې تر مخه یې افغان ملت ګوند باید په راتلونکیو ټاکنو کې د ډاکټر غني ملاتړ وکړي.

تر مباحثې وروسته، د دغه ګوند د عالي شورا ځینو غړیو د ښاعلي کرزي او ځینو یې د ښاغلي اشرف غني په ملاتړ رایې ورکړې.