د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرزي په کور (کندهار) کې نور کمپایني جرمونه او سیاسي تشنج

د اشرف غني کمپاين 30.06.2009 14:05

مطبوعاتي اعلاميه
د بیړني خپراوي لپاره


۸ سرطان، ۱۳۸۸ (کابل، افغانستان)— د کرزي کور، کندهار، یو ځل بيا د کمپایني جرمونو او سیاسي تاوتریخوالي په مرکز بدل شو. په تیرو ورځو کې د اشرف غني په ملاتړ بلبورډونه او لوحې په تیزابو او رنګ ککړې شوې وي، خو اوس د کندهار ښاروال امر کړی، چې د اشرف غني بلبورډونه باید ليرې شي، ځکه دده په وینا غیر مصوونه دي. د اشرف غني کمپاین اوس د کندهار ښاروال خلاف خپل رسمي شکایت او احتجاج درجوي.

دغه لومړی ځل نه دی، چې د کرزي سياسي مرکز، کندهار، د دغه راز جرمونو او شتنج لپاره ټاکل کیږي، بلکې د کندهار ښاروال لا پخوا هم د خپلو سياسي علایقو له مخې د ښاغلي کزي په نفع خپل صلاحیت او رسوخ کارولی دی. په همدې پسرلي کې د اشرف غني یو ملاتړي ته له هغې وروسته، چې په انارګل مشاعره کې يې د اشرف غني بيوګرافۍ (چې غیر کمپايني مواد وو) ویشلې، فزیکي شکنجه ورکړل شوه.

وروستي سیاسي جرمونه او تشنج د هغو بلبورډونو ليري کول دي، چې د يو افغان شرکت، اراکوزیا افغان اعلاناتو مربوط ول. دغه شرکت په تبلیغاتي ساحه کې خورا ډیره تجربه لري او نږدې پنځه کاله کیږي، چې د بیروني اعلاناتو او تبلیغاتو په برخه کې کار کوي. ددغه کال په انتخاباتو کې دغه شرکت د اشرف غني بلبورډونه ولګول، چې د کندهار د ښاروال له مخالفت سره مخ شو او هدایت يې ورکړ، چې د اشرف غني ټول عکسونه راکوز کړي. که څه هم دغه شرکت د کرزي عکسونه هم راځړولي دي، خو دده هغه نه په رنګ یا تیزابو ککړ شول او نه هم نامصوونه وګڼل شول.

ښاغلی کرزی، چې له ارګه د راوتلو جرئت نه لري په دې وروستيو کې يې له اشرف غني سره د مناظرې خپله يو څو ورځې مخکنۍ موافقه هم رد کړه، دی ډار لري، چې په خپل کور، کندهار، کې له ماتې سره مخ نشي، نو ځکه د هغه يو عکس يا بيوګرافي ویشل هم نشي زغملای. د کندهار ځايي چارواکي د خپل موقف ساتلو لپاره د ښاغلي کرزي او د هغه د کورنۍ د غړيو، چې له کندهاره يې کرزیستان جوړ کړی، د خپلې مداحۍ له مخې ملي او نړيوال اصول تر پښو لاندې کوي او په کمپايني جرمونو او سياسي تشنج منځته راوړلو لاس پورې کوي.

ټول اړوند دولتي او غير دولتي ارګانونه، چې له دغې قضيې سره ارتباط لري بايد سریع عمل وکړي، چې د کندهار ښاروال له نورو دغسې جرمونو او تشنج خلقولو منع کړي، او زموږ مالي او معنوي زیان جبيره کړي.

د اشرف غني احمدزي په اړه:
اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره يو وتلی کاندید دی. هغه پر ۱۳۸۱ کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بیړنۍ لويې جرګې لخوا له جون ۲۰۰۲ (۱۳۸۲) تر ډسمبر ۲۰۰۴ پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو، چې د خپل دوه نیم کلن زيار او لاسته راوړنو له کبله د آسيا د بهترين ماليې وزير په توګه وپیژندل شو. د ماليې وزارت پر مهال، يې د اصلاحاتو يو پراخ پروګرام پيل کړ او د هغې له لارې يې د ولسي سرمايه ګذارۍ لپاره پلانونه په کار واچول، چې د افغانانو د ژوندانه په بهترولو کې يې اغیزمن رول ولوباوه. ده د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې مشري وکړه، چې د مرستو جلب او انسجام په برخه کې يې په ډېر موثريت کار وکړ.

اشرف غني احمدزی نه يوازې په افغانستان بلکې د نورې نړۍ په لويو ارګانونو کې په لوړو پوستونو کار کړی، چې هیواد ته له خپل افغاني فکر او احساس سره پراخه نړيواله تجربه هم راوړي. دی پر ۱۳۷۰ کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نږدې ۱۰ کالونه يې ورسره کار وکړ. په لومړيو ۵ کالونو کې دده توجه پر شرقي او جنوبي آسيا وه، چې د پراختيا د عمده سکتورونو (له سرک نه نيولې تر برېښنا پورې) تجربې يې تر لاسه کړلې. ده په ځينو لويو هیوادونو لکه چين، هند، بنګله دېش، پاکستان او ویتنام کې په غټو اقتصادي پروژو باندې کار وکړ. په دويم ۵ کالونو کې دده مهم او محوري کار پر ستراتيژي جوړولو او د لويو سکتورونو په بنيادي تحولاتو باندې و، چې د هغې په ترڅ کې يې د روسيې د معادنو د کارګرانو د معاشاتو نظام جوړ کړ. د خپلو هغو مسوولیتونو له کبله، چې په نړيوال بانک کې يې ترسره کړل، د نړيوالو مرستو منفي او مثبت جهتونه یې په دقت سره وارزول او دا يې وموندله، چې يو هیواد ته بهرنۍ مرستې يوازې او يوازې هغه وخت اغیزمنې کیدای شي، چې دا هیواد يو قاطع رهبريت ولري.

د ۲۰۰۴ کال انتخاباتو وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو ده دغه وړانديز ونه مانه، ځکه چې د ولسمشر په کړنو کې يې د بدلون او تغير لپاره کوم تعهد او پروګرام ونه ليد. ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، چې وکړای شي د هیواد ځوان نسل ته په پوهنيز ډګر کې خدمت وکړي. سره له دې، چې اشرف غني احمدزی په کابينه کې نه و، خو په دغه ټوله موده کې په ملي او نړيواله کچه په سياسي کړيو کې د یو بارسوخه شخص په توګه مطرح و.

اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ لپاره
مطبوعاتی دفتر
د کليو د پراختیا وزارت کوڅه دارالامان سړک، کابل
ټییفون: 0093772804211
برېښليک: press@AshrafGhani.af