د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني احمدزی له هیچا سره معامله نه کوي

د اشرف غني کمپاين 30.06.2009 13:39

مطبوعاتي اعلاميه
د بیړني خپراوي لپاره

۸ سرطان، ۱۳۸۸ (کابل، افغانستان)— په دې وروستيو کې یو ځل بیا د ځينو ټلویزونونو او ویبپاڼو له لارې داسې افواهات خپریږي، چې ګواکې داسې احتمال شته، چې اشرف غني احمدزی د کوم مشخص کاندید په ګټه تیر شي.

د اشرف غني احمدزي د کمپاین دفتر دغه راز ټول افواهات ردوي او افغان ولس ته ډاډ ورکوي، چې اشرف غني به تر وروستۍ شیبې ددوی ترڅنګ ولاړ وي او د يو ولسي او عادل نظام، چې پر متحرک اقتصاد، اغیزمنې دولتدارۍ، قانونیت او ثبات ولاړ وي، د جوړیدو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

دا د مخالفینو په زړونو کې د اشرف غني په وړاندې په راتلونکو انتخاباتو کې د بایلات ډار دی، چې دغه راز افواهاتو خپرولو ته يې مجبوره کړي دي. دوی په دې توګه هڅه کوي غواړي د هغه ولس، چې پر اشرف غني يې خورا ډیر باور جوړ شوی، اذهان مغشوش کړي او هغوی دوه زړي کړي، خو موږ په دې باور يو، چې دغه به له نهیلۍ پرته دوی ته بل څه په لاس ورنه کړي.

د اشرف غني احمدزي په اړه:

اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره يو وتلی کاندید دی. هغه پر ۱۳۸۱ کال د افغانستان د ولسمشر د لوی سلاکار په توګه دنده تر سره کړه او بيا د بیړنۍ لويې جرګې لخوا له جون ۲۰۰۲ (۱۳۸۲) تر ډسمبر ۲۰۰۴ پورې د افغانستان د انتقالي حکومت د ماليې وزير په توګه وټاکل شو، چې د خپل دوه نیم کلن زيار او لاسته راوړنو له کبله د آسيا د بهترين ماليې وزير په توګه وپیژندل شو. د ماليې وزارت پر مهال، يې د اصلاحاتو يو پراخ پروګرام پيل کړ او د هغې له لارې يې د ولسي سرمايه ګذارۍ لپاره پلانونه په کار واچول، چې د افغانانو د ژوندانه په بهترولو کې يې اغیزمن رول ولوباوه. ده د افغانستان لپاره د نړيوالو مرستو د انسجام ادارې مشري وکړه، چې د مرستو جلب او انسجام په برخه کې يې په ډېر موثريت کار وکړ.

اشرف غني احمدزی نه يوازې په افغانستان بلکې د نورې نړۍ په لويو ارګانونو کې په لوړو پوستونو کار کړی، چې هیواد ته له خپل افغاني فکر او احساس سره پراخه نړيواله تجربه هم راوړي. دی پر ۱۳۷۰ کال د نړيوال بانک د کارمند په توګه وګمارل شو، چې نږدې ۱۰ کالونه يې ورسره کار وکړ. په لومړيو ۵ کالونو کې دده توجه پر شرقي او جنوبي آسيا وه، چې د پراختيا د عمده سکتورونو (له سرک نه نيولې تر برېښنا پورې) تجربې يې تر لاسه کړلې. ده په ځينو لويو هیوادونو لکه چين، هند، بنګله دېش، پاکستان او ویتنام کې په غټو اقتصادي پروژو باندې کار وکړ. په دويم ۵ کالونو کې دده مهم او محوري کار پر ستراتيژي جوړولو او د لويو سکتورونو په بنيادي تحولاتو باندې و، چې د هغې په ترڅ کې يې د روسيې د معادنو د کارګرانو د معاشاتو نظام جوړ کړ. د خپلو هغو مسوولیتونو له کبله، چې په نړيوال بانک کې يې ترسره کړل، د نړيوالو مرستو منفي او مثبت جهتونه یې په دقت سره وارزول او دا يې وموندله، چې يو هیواد ته بهرنۍ مرستې يوازې او يوازې هغه وخت اغیزمنې کیدای شي، چې دا هیواد يو قاطع رهبريت ولري.

د ۲۰۰۴ کال انتخاباتو وروسته له اشرف غني احمدزي څخه ولسمشر کرزي وغوښتل، چې د انتخابي حکومت په کابينه کې کار وکړي، خو ده دغه وړانديز ونه مانه، ځکه چې د ولسمشر په کړنو کې يې د بدلون او تغير لپاره کوم تعهد او پروګرام ونه ليد. ده په کابينه کې د کار پر ځای د کابل پوهنتون رياست غوره وباله، چې وکړای شي د هیواد ځوان نسل ته په پوهنيز ډګر کې خدمت وکړي. سره له دې، چې اشرف غني احمدزی په کابينه کې نه و، خو په دغه ټوله موده کې په ملي او نړيواله کچه په سياسي کړيو کې د یو بارسوخه شخص په توګه مطرح و.

اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ لپاره
مطبوعاتی دفتر
د کليو د پراختیا وزارت کوڅه دارالامان سړک، کابل
ټییفون: 0093772804211
برېښليک: press@AshrafGhani.af