د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتودفرهنګپالانونه ګیله

حاجي مهاجر 04.06.2009 10:08

ددې حقیقت نه سترګې نه سوپټولاې چی فرهنګیان اوفرهنګپالان دیوې ټولنې مخ کښان دې اوتل دملې مبارزولړې توده ساتې . په اکثروهیوادو کې ډیرسترمبارزین اولوړشخصیتونه دهمدې ټولګې نه راوتلې دې . داداجتماعې اوسیاسې پیښوپه وړاندې ډیرحساسه اوويښه ډله همدافرهنګیان دې .اوس چی . په افغانستان کې دیوې خوارڼدوجګړو ، دبلې خوا ځورونکې بې عدالتې اوبې امنېتې دافغانستان هرسړې داسې ناهیلې کړې دې چی نه یوګړې ځان ژوندې بولې اونه اولاد اومال دځان بولې .که سړې دااوسنې حالت ته ښه څیرسې ټولوخلګوداسې موقتې ژوند غوره کړیدې لکه دلته چی دیوې اویادووورځودپاره میلمانه راغلې وې . غله ېې دټولونې اوتیښتې لارې ځارې اوصادقان دهیښ پیښ پاته دې په داسې وخت کې یوازنې ډله چی ډیرسترمسؤلیت اورسالت لرې چی دخپلوخلګودهیلوکاروان راژوندې اوډاډمن کړې اودمشکلاتودحل لاره پیداکړې هغه همداپیاوړې اوسرلوړې لیکولان ، ژونالستان ، اوفرهنګ پالان دې دولت اودولت مداران سیاست اوسیاست مدران خواوس په لوټماران اوسیاست مرداران جوړسوې دې هغونه اوس ددې خبر ې طمه کول چی دې ملت ته به خدمت وکړې هسې یوډرامه ده ، که پرون روسان افغانستان ته راغلې وه نوهلته خودجګړې لیکه مالومه وه . ځوک چی دروسانوسره جوړوه هغویوخط نیولې ؤ ځوک چی مخالف وه هغوبل خط نیولې ؤکه ژورنالستان وه که لیکوالان اوکه فرهنګپالان وه اکثریت ېې پردې دولیکوویشل سویوه هلته دوې بلاوې موجودې وې که دیوې نه ځوک تنګ راتلې بلې ته ېې دتیښتې لاره موجودوه اوس خوټول په یوه اورکې سووڅې ، اوس خوټول دیوې بلاپه زامه کې پراته دې ، اوس خونه دمهاجرت لاره سته اونه دتیښتې ،نوپه داسې یوه حال کې یوازنې دروازه داتفاق ده ، یوازنې دخلاصون لاره یوموټې کیدل ه دې ، راسې وګورو ، غله دکه روس نوکران وه اوکه دنوروهیوادو نن ټول یودې اودابې جاره ملت ځوروې ، تاسې داوسنې دولت ترکیب ته وګورې دټولوسیاسې ډلواودټولوایدیالوژیوبدمعاشان نن پریوه ګودراوبه چښې لاس ېې سره ورکړیدې اوښه په مزه دافغانستان مادې اومعنوې شتمنې لوټوې ، خوهغه باایمانه اوصادق بچی که په هرلیکه وه نن یواز ې ساړه اسویلې کاږې خوګران فرهنپالان سره ددې چی دزړه وینې خورې ، ککرې ېې په لاس کې اخیستې دې ، ځان اوهرځه ېې ددې خلګودخدمت دپاره وقف کړیدې ، اوهریوکفن دځانه سره ګرځوې اودښمن ېې یونه دې هرغل اوغدارېې داسې دښمن دې لکه فرهنګپالانوچی ېې پلاروژلې وې . دهغوسره هرځه سته پیسې ، لښکرې ، چوکې ، قدرت ، ماڼې ، خوهغوي دخپل ځان دبقا اوقدرت دساتلودپاره سره یوموټې دې ولې دبده مرغره دفرهنګیانوسره یوقلم اویومظلوم ارمان اوساړه اسویلې ملګرې دې داېې هم توره ده اوهم ډال دې ولې توکل پرخداې دې دټولودردیودې ، دټولوارمان یودې ، دټولومشکلات یودې ، دټولودښمن یودې . دټولوخاوره یوه ده دټولوملت یودې دټولوتاریخ یو دې دټولوفرهنګ یودې لاکن دوه پریوه لاره نه دې سره روان تاسې وګورې موږپه افغانستان کې ځومره زیاتې فرهنګې ټولنې لرو ، ځومره ښه لیکولان لرو ، ځومره ښه شاعران لرو ، ځومرغښتلې ژورنالستان لرو ،پوښتنه داده ، چی داټولنې که رښیتا فرهنګې ټولنې وې اودتجارت دپاره نوې جوړې سوې ولې یوه سراسر ې داسې ټولنه نه رامنځ ته کوې چي په ټولې یوسنګرونیسې ؟ دځان اوخپل ملت اوخپل فرهنګ نه دفاع وکړې نوپه هغه صورت کې به دروحانې قاتلان ځوک وساتلاې سې ؟ ؟؟؟په هغه صورت کې به محمدیارصاحب ته ځوک په داسې بې باکې لاس واچولاې سې ؟؟؟،دامنم چی دروحانې صاحب اومحمدیار صاحب په هکله دوډاډګیرونواوغندلولړلې دلیکونودلارې دقدروړوه ، خوددې په مقابل کې ددرواغجنې دیموکراسې ترنامه لاندې دمافیا یوه استعمارې اوسړې خوړونکې ډرامه اودیکتاتورې ولاړه ده چی نه غوږونه لرې نه سترګې لرې اونه عقل ، نه زړسوې لرې ، نه حیالرې ، نه دین لرې اونه وطن یوازې دوږولیوانوپه شان خولې وازې نیولې دې چی چیرې اوڅنګه به یومظلوم پسه ځیرې کړې اوځان په موړکړې نوپه داسې یوه حالت کې که زموږ فرهنګپالان دقلم پیاوړتیالرې خوزموږواکداران ېې دتحمل ځانګړتیانه لرې . پښتانه واېې تورخرپه صابون نه سپنیږې کله چی خبره داسې وې نویوازې بچاره قلم به ځنګه موږ ددې سترې بلا له خولې راوباسې ؟، اوس دافغانستان دټولوفرهنګپالانودپاره په کارداوه اوده چی خپلې ټولې فکرې ، قومې ، ژبنې ، سمتې ، ایدیالوژیکې اختلافات شاته کښیږدو اودټولوفرنګې کړیواوشخصیتونونه یوه سراسرې ټولنه رامنځ ته کړې اوددې ټولنې بنسټیزهدف دفرهنګیانو دسر، مال ، عزت ، اوخدمت نه دفاع وټاکې ، که داکارپخواسوې واې تصورنه کیدې چی دروحانې صاحب قاتلان به تراوسه ورک واې . اوعقل نه سوه منلاې چی پرمحمدیارصاحب اوملګروبه ېې دابې همته واکدارانوداسې وارکولاې ه ،نن سهارمې یوه دوست ته تلفون وکړې چی پرون دروحانې قاتلان ورک سوه ، نن دولت دانارګل دمشاعرې پرناځوانمردانه پیښه سترګې مړې نیولې دې راځې چی یوه ورځ ټولې فرهنګې ټولنې اوکړﺉ داحتجاج په توګه یامظاهرې وکړو اویا په هرولایت کې دځلورویشت ساعتودپاره دنه خوړولودسته جمعې اعتصاب وکړو، اویا په ټول افغانستان کې دکاربندې اعلان وکړو ، نوهغه راته وویل چي دافرهینګیان هم لکه ګوندونه د مختلفو فکرون وښکارسویدې  دومره اتفاق به چیر ې وې چی موږداکارترسر ه کړو خوکله مې چی کمپوترخلاص کړې ، دروحانې صاحب دتلین اعلان ، اودمحمدیارصاحب دوهلوتحقیق موضوع پرورکه لاره ولاړه ولیدې اوبیا مې دډیروفرهنګې ټولنولست وکتې نوډیرګیله مې ټولوفرهنګې ټولنووسوه ، هغه داچی کله فرهنګیان نه سې سره یوځاې کیداې اونه سې کولاې چې ددفاع یوه سراسرې ټولنه رامنځ ته کړې نودانورعوام خلګ به څنګه اتفاق وکړې واېې چی ( ملاصاحب هم لچ ونیسې دانورباید ړانده سې ) وسلام

کابل --- افغانستان حاجی مهاجر