د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تودکمپاین سوړعکس العمل

حاجي مهاجر 19.06.2009 15:21

دسه شنبې په سهاروختې دلمانځه دپاره دکوره راووتم کله چي دسرک غاړې ته رانږدې سوم ترسترګومې د ځو ولسمشرانو عکسونه سول چي پردیوالو، دبرق پرپایو، دوکانو،واټولګیدلې وه په دې عکسوکې ډیردولسمشرکرزۍ عکسونه وه چې یوډول ېې په لنګې کې اوبل ډول ېې په قره قولې کې وه اودریم ډول ېې ددومرستیالانوسره یوځاې وه په ډیرشمیرخړیده هرځوک چې به تیریدې یوځل به ېې ورته کتل خو اکثروخلګوهیځ نه ویل خوکله چې به دهغه عکس دهغه دمرستیالانوسره ولیدې یوسوړاسویلې به ېې وایستې کله چې مازدیګردکوته سنګې نه ددهمزنګ په لورراروان وم دپوهنتون اوعالې تحصلاتووزارت پردیوالوچی کوم عکسونه څړیدلې وه ټول راشکیدلې وه اوکاغذونه ېې لاندې ځیرې پرې پراته وه . دیوه کس نه مې پوښتنه چی داعکسونه ېې ولې شکولې دې .؟ هغه داسې په تریوتندې راته وکتل اوراته ووې ویل چي زړه دې غواړې چې خلګومچ کړې واې ؟اول دکرزې دادوهم معاون وینې ورسه په چهاردهې کې ېې زموږدمړوپرقبروښارکونه جوړکړېدې بیا دلومړې مرستیال مخ ته وګوره چې ستاپه خیال په همدې کابل کې به ېې دځومره خلګوکورونه خراب کړې وې ؟ځومره مندې به ېې ژړولې وې ؟. ځومره بچیان به ېې بې پلاره کړې وې ؟دځومره خلګوکورونه به ېې چورکړې وې ؟دڅومره خلګوبچيان به ېې په خاورولړلې وې ؟دخومره کسانوکورونه به ېې چورکړې وې ؟ نوددې خلګوعکسونه چی هم ونه شکوې نودچا دابه راغورځوې . په موټړکې ناست کسان ټو لو په تبصروشروع وکړه یوه ویل چی ولاکه یوه رایه ورکړم . بل ویل چي کرزې ته خوېې بیخې والاکه ورکړم هغه څه وکړه ؟ هررازتبصرې شروع سوې دډیروخلګوعکس العمل ډیرسوړؤ . اوډیروخلګوفکرکاوه چې دکرزې په قدرت کې پاته کیدل به دچوراوچپاول یوه بله ځپه دافغانستان پرمظلوموخلګوراوړې . دډیرګیله دامریکا اونړیوالې ټولنې داوه چې دوې ولې داسې خلګ زموږ دملت پرسرنازل کړې دې ؟خوپه دابله ورځ مې ولیدل چي بیا ځینې کسان اخته وه دکرزې عکسونه ېې ځړول . هلته راته داپوښتنه راولاړه سوه چي کرزې خوځوموده وړاندې اعلان وکړې چی زما ټوله شتمنې لس زره امریکاېې ډالره ده اوداخویوازې په وزیراکبرخان مینه کې دعکسوبیه نه سې جوړولاې ددادوورځوعکسونه په لکوډالره کیږې . نویوه ژونالست ته مې تلفون وکړې غوښتل مې چې وهغه ته ووایم چي که دي په دې نږدې ورځوکې ولسمشرکرزې ولیدې حتما پوښتنه ځنې وکړه چي ایا هغه لس زره ډالره شتمنې دې په بانګ کې سته اوکه په کمپاین کارول سویده ؟اوهمدارنګه مې غوښتل ورته ووایم چي داپوښتنه هم وکړه چې دسرحدونوچاروپه وزارت کې چی دې کوم قاچاقبران کښنلوې اوټول دولتې میلمستونونه دې دکمپاین په میلمنوډک دې اوهره ورځ په چیپوچیپوخلګ ارګ ته غواړې اوپه پاکتونوکې لږورډیرډالرپه جبیوورمنډې داهم هغه لس زره ډالره دې ؟ اوکه دخواراوبې چاره خلګووینې دې چی ستاپه کمپاین کارول کیږې ؟ بل مې غوښتل ورته ووایم چې تاسې دعزیزلودین نه پوښتنه وکړې چې دکرزې سرمایه خومالومه ده چی لس زره ډالره ده تاسې پوښتنه کړیده چي دده دکمپاین مصرف اوس کوم حد ته رسیدلې دې اوددانوروکاندیدانودادومره مصر ف له کومه کیږې ؟ متاسفانه هغه لیرې ځاې ته تللې ؤ اوتلفون ېې بل چاپورته کړې اوکرزې صاحب چې دکمپاین مارکیټ دومره لوړبوتلې . ایا بیا به په افغانستان کې یولایق ، یووطن دوست ، یوباایمانه ، یوتجربه کار، اوصادق بچې ځنګه ځان کاندید کړې اوڅنګه په لوړمارکیټ کې ځان وچلولاې سې ؟ دیوې خواخلګوسترګې پټې کړیدې دکاندید دپلان . لیاقت . کاراوستراتیژی پوښتنه نه کوې یوازې ېې په پیسوپسې پښې رالوځې کړېدې دبلې خوا اوس ټول ټاکنې په یوه ناوړه معامله ګیرې بدلې سویدې داهغه ستره جفاده چۍ هم ددې ملت راتلونکې په اورکې سوځې . اوهم ېې اوس سرنویشت دستونځوسره مخامخ کړیدې نه یوازې خلګ داوسنې حالت نه مایوسه اوناهیلې بریښې بلکه دراتلونکې نه ېې بیخې طمه ختلې ده .ځکه داهغه پروسه اوکابینه ده چې افغانستان ېې ددوهم ځل دپاره دنړیوالې ټولنې سره یوځاې دخرابې په کندوکې وغورځاوه .