دولسمشر کرزي او الحاج دین محمد دفشار سره سره له کاندیدي نه یم تیر شوی .بریالی ارسلایی
17.05.2009 19:58یوشمیر خبری رسنیو دناسمو مالوماتو پربنسټ یو راپور خپور کړی چې پکې راغلي وو چې راتلونکې ولسمشري ته کاندید الحاج بریالی ارسلایی دولسمشر کرزی په ګټه له کاندیداتوري تېر شوی دی پداسې حال کې چې دغه مالومات ناسم دی او دولسمشر کرزی او بریالی ارسلایی ترمنځ یوازې لیدنه تر سره شوې چې د تېرېدو په مسله کې دواړه لوری پر خپلو دریځونو کلک ولاړ وو او هیڅ یو دبل په ګټه تېرېدو ته غاړه کېنښوده ، دالحاج بریالی ارسلایی مطبوعاتی دفتر دنوموړی دکاندیداتوري څخه دلاس اخېستو مسله په کلکه ردوی او دایی دنوموړی پرخلاف درسنیو منفی تبلیغات بللي دي .