د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که نړېوال ايتلاف هوای بمبارئ ونه دروی نو راتلونکې ټاکنې به له ګډوډیو سره مخامخ شي

بيدار مومند 16.05.2009 12:41

د نصرالله بریالی ارسلائی کمپاين

یو شمیر کاندیدان اندېښنه لری چې په پښتنو سیمو کې روانې بمبارئ ددې له پاره کیږی چې دولسمشرئ ټولټاکنې ګډې وډې کړی او روان حکومتي جوړښت ته دوخت غځونې نامشروع زمینه برابره کړی .

داخبره راتلونکې ولسمشرئ ته کاندید الحاج نصرالله بریالی ارسلائی په خپله اعلامیه کې کړې ده نوموړی دبهرنیو ځواکونو له خوا روان عملیات دموجودې ادارې ضعف بللی او دایی دټاکنو دمخنیوی ناوړه هڅه بللې ده .

دارسلایی په وینا په داسې باریکو حالاتو کې په فراه کې دخواو شا سل بې ګنا افغانانو وژنه دافغانستان دراتلونکې پر سر یوه سوداګریزه معامله کیدای شی او که ټاکنې ګډط وډې شی نو روانه فاسده اداره به نوره هم دوام وکړی چې دا دافغانستان دخلکو دسوکالئ پر وړاندې ستر ګواښ دی .

دیادونې وړ ده چې بریالی ارسلایی د ولسمشر حامد کرزی پر وړاندې د سختو رقیبانو په جمله کې دی چې په ختیزاو سویل ختیز کې ډېر ملاتړی لری پداسې حال کې چې په ټاکنو کې دحامد کرزی یو تن بل مشهور رقیب او سیال علی احمد جلالی د معامله ګرئ په دلیل دټاکنو پر مشورعیت شکمن او له خپلې کاندیدې تېر شو .

سیاسی کارپوهان په دې اند دی چې که دولس احساسات همداسې پاریدلی وساتل شی نو ټاکنې دځنډېدو امکان نشی ردېدای . سیاسی څیړونکی او حقوق پوه بوهاند ډاکټر ودیر ساپی وایی سږنئ ټاکنې سر له اوسه په معاملو روانې دی او خلک باید معامله ګر وپیژني .