د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

داحتمالي کانديدانو ليست خپور شو.د نعمت الله خالد رپوټ

نعمت الله خالد 16.05.2009 18:51


د انتخاباتو خپلواک کمسيون نن د(غويي ٢٦)د ٤٤ احتمالي کانديدانوليست خپور کړ چې پکې کوم بدلون نه معلوميږي.

د ټاکنو د خپلواک کمسيون وياند عزيزالله لودين د يوې غونډې په ترڅ کې ياد شوى لنډ ليست اعلان کړ هغه وويل چې د نوماندو د قانوني کولو لپاره به د عدلي وزرات ډير ژر قوانين وضع کړي.

هغه هيله وښوده چې په قانون کې د اصلاحاتو تر راتلو وروسته به دکانديدانو دزياتوالي مخ ونيسي.

لودين د ټاکنو د امنيت په باره کې وويل چې پدې اړه به له نړيوالو ځواکونو سره په ګډه امنيتي تدابير نيول کيږي.
تراوسه د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته ٤٤تنو ځانونه کانديد کړيدي چې دشکايتونو له اوريدو وروسته به وروستى ليست خپور شي.

د کانديدانو  او د هغوی د مرستيالانو او ټاکنيزو نښو دپاره د ليست دپاره دلته کليک کړئ. د کتلو دپاره PDF پروګرام ته ضرورت لرئ،