مشر ملاصاحب ملا محمد عمر ته!
25.10.2008 16:43ملاصاحب مبارک دې شه!
خبر شوم چې ډېره سخته غزا دې کړې.
بوش خو هم ويلي ول چې ما ته الهام شوی وو چې پر عراق او افغانستان حمله وکړم او هلته خلک د صدام حسين او د طالبانو د ظلم څخه خلاص کړم او همدغسې اوتې بوتې توني بلير هم ويلې وې او ځانونه يې د الله تعالی مقرب بنده ګان حسابول.
تا ته هم لکه چې الهام شوی چې د افغانانو په تېره بيا د خپل پښتون ټبر سر له تنې غوڅوه چې پکې پټ هم يې او ترننه دې امريکايان هم نه شي موندلی. خو زه دا منم ځکه چې ته د صدام حسين غوندې معتبره هم نه يې او نه به هېڅکله د صدام حسين ځای ونيسې. هغه يې څنګه وکارولو، د ايران سره يې په جنګ واچولو، په کويټ يې يرغل ته تيار کړ او بيرته يې ترې ويست. مګر بيرته يې پرېښووه او همدومره سزا يې ورته لازمه ليدله. مګر دا چې وروسته وروسته بيا بلې خوا ته لږه وډېره سرتمبه ګي کوله، نو دا ځل يې ورته اتومي انسان تباه کوونکې وسلې پلمه ونيولې او حال دا چې دوی خو ښه پوهېدل چې د عراق سره څه نشته، خو د اسرائيلو له خاطره يې له مينځه يووړ ځکه چې اسرايلو ترې خطره احساس کوله او هغه دا چې صدام حسين واقعاً د نورو عربانو پورې لږ زيږ سړی وو. مګر دا راته ووايه چې ايا ستا پيدا کېدل په رښتيا دومره سخت دي چې ګوندې تا څوک نه شي پيدا کولای. ايا ته په رښتيا د دې انګرېزانو او امريکايانو نه پټ يې او که دوی نه غواړي چې تا راوباسي، بلکې تر يووخت پورې به دې همداسې پټ وساتي چې د دوی لوبه ګرمه روانه وي.
اصلاً دا ټول پروګرام د پښتنو د تباهۍ لپاره د آی ايس آی له خوا نه روان دی چې دوی ښه په دې پوهېږي چې افغانستان موږ په ځان کې نه شو هضمولی او دا خواري دوی کړې ده، خو اوس يې دا ستاسو فوموله ډېره مفيده او مؤثره ده چې هم پرې د افغانستان سره د پښتونستان د مسالې په اړه لري. او هغه وخت نور تېری دوه لسيزې کېږي چې پوره شوی دی او دوی بايد دا مساله اخلاقاً او حقوقاً د نړيوالو معيارونو مطابق د افغانستان سره حل وفصل کړي. د افغانستان هېڅ يو بااحساله او وطنپال ولسمشر به هېڅکله دا کار ونه کړي او ګوره چې دوی خو په دې اړه بندي او نظربند ولسمشر ډاکټر نجيب الله يې هم پرې نه ښووه او ورپسې بند ته ورننه وتل چې که دا قباله ورسره لاسليک کړي. هغه که کمونيست هم وو دا کار يې د يو ملي او اسلامي مسووليت له مخې هم ونه کړ او ته باتور اوس راپورته کېږي د پاکستان د څارګرې ادارې لپاره د پردي بچي قربانوې، نو ايا تا ته اسلام، قضا او شريعت د دې اجازه درکوي چې ته د نورو بچي د پاکستان د ګټو لپاره قرباني کړې او هغه هم بيا د جهاد په نوم. اول خو دا درڅخه پوښتم چې کوم اصول تا ته د دې اجازه درکوي چې ته د يوې حقوقي او سياسي مسالې نه ناوړه او ناروا ګټه پورته کوې او د جهاد نوم ورته ورکوې.
زه له هغې ورځې نه د امريکايانو مخالف يم چې کله دوی پر خوست باندې د کروز توغنديو بريد وکړ او ننګرهار يې بيا هم وويشت، نو دا کرکه او مخالفت مې د امريکايانو سره له همغې ورځې شروع شوی او ترننه پورې يې مخالف يم او مخالف به يې يم ځکه چې زما خاوره يې پخپلو کروز توغنديو وويشته او دا همدا ستاسې وخت وو. زه د يو مجاهد، مسلمان او افغان په صفت به هېڅکله هېڅ يو زبرځواک ته دا اجازه ورنه کړم چې زما خاورې ته په سپکه سترګه وګوري او په دا بيا راتګ او په موجوده شتون يې هم خوښ نه يم او نه مې خوښېږي. ملاصاحب دومره درته ويل غواړم او ته بايد په دې پوه شې چې دا د زمريو او مجاهدينو خاوره ده. الله تعالی ځنګل هېڅکله بې له زمريو نه خالي کوي. دا چې زه له روسانو څخه رانيولې تر نننيو دوستانو پورې په شتون خوښ نه يم، نو ستا د پنجابي خو په طريقهء اولی سره خوښ نه يم. هرڅوک چې زما د خاورې او د ناموس، د ملي شتمنۍ او تاسيساتو او د هېواد د بربادۍ دښمن وي، زه به يې په کلکه مخالف يم ولو که تش په نوم مسلمان او اسلامي ملک هم وي. ما ته يې فرق نشته ځکه چې غيرمسلم مې هم د خاورې او شتمنيو غل او ته مې هم غل او دښمن يې ځکه چې په موجوده وخت کې ستاسو مجاهده ټوله د پاکستان د څارګرې ادارې پر ګټو او منافعو راڅرخي. د دې سرښندنو ټوله ګټه پاکستان ته ځي ولو که ته ورته هرڅومره اسلامي رنګ ورکړې، خو دلته د يوې سياسي او حقوقي مسالې تشابه د اسلامي او جهادي مسالې رنګ اخېستی او دا مساله بايد د علماوو او حقوق پوهانو له نظره حل شي، نه په مطلق وچ زور او سرتنبه ګۍ سره.
دويم راځم دې مسالې ته چې تاسو په افغانستان کې د بهرنيانو پرضد جهاد اعلان کړی. دا راته ووايه چې دا جهاد تاسو د چا لپاره کوئ؟ ستاسو په رامينځته کولو کې خو خپله آی ايس آی مستقيماً لاس لرلو. د هغه وخت دوه لوړ پوړو برتانوي چارواکيو په دې کار کې لاس لرلو چې هغه به خپله مولانا فضل الرحمن او مولانا سميع الحق، متقاعد جنرال نصيرالله بابر او ځېنو نورو خواخوږيو لکه جنرال حميدګل او نورو ته چې پکې يې برخه درلوده معلومه به وي. په دې وخت امريکا يعنې CIA هم ډېره علاقه وښووله. د جنرال بابر خو يوه پښه په اسلام آباد او بله يې په کويټه او کندهار کې وه. خير دی که ته منکر يې، نو سړی لا ژوندی دی او ممکن که هغه ته انګرېزان او يا امريکايان ووايی چې بچو خانه خوله دې سمه خوځوه، خو زه بيا فکر نه کوم چې ستا لپاره درواغ ووايی او ټول حقايق به ذره په ذره ووايی. اګر چې هغه به په خټه پښتون وي، خو هغه روحاً اخېستل شوی او د څارګرې ادارې په خدمت کې دی، خو ته دا بايد په ياد ولرې که چېرې دې پورتنيو خلکو ته شخصاً او يا څارګرې ادارې ته ضرر رسېږي، نو بيا به دې په همغه ورځ له کومې سوړې راوباسي او د محترم مولوي صاحب ضعيف غوندې به دې بيا لاس تړلی ورکړي، خو بيا به هم درباندې زموږ د پښتنو زړونه خوږېږي چې ځه خو عالم، پښتون او کندهاری وو.
درېيم راځم دېته چې تا خو يو څه وخت مخکې اعلان کړی وو او فرمان دې صادر کړی وو چې نور به حلالول نه کېږي، نو دا کار درڅخه بيا ولې وشو؟ هغه فرمان دې تراوسه نافذ دی او که منسوخ ؟ که منسوخ کړی دې وي، نو بيا دې ولې دا راز پټ ساتلی او رسنيو ته دې نه دی سپارلی چې دا خو بيا هم ستا ملامتيا ده چې فرمانونه صادروې او بيا يې پر منسوخېدو يې څوک نه خبروې. له دېنه خو داسې برېښي چې تاسو يو څه وايی او عمله مو بل څه کوي چې دا کار خو ستا امارت و صلاحيت او اعتبار د پوښتنې لاندې راولي. په داسې صورت کې به بيا تاسو څنګه ځانته مشروعيت ورکړې. داسې مشروعيت خو فکر کوم چې د اسلامي اصولو او مقرراتو سره اړخ نه لګوي. دا چې ته ځانته پخپله امير وايی او يا يې نور درته وايی، هغه ستا کار دی، ولې مشروعيت ته يې خيال ساتل ستا کار دی او فتوی پرې د وخت د علماوو کار دی.
هسې يوه مبهمه پوښتنه راولاړېږي چې تاسو دا امير کړي چا ياست؟ ايا هغه علمای کرام چې تاسو ته يې د اميرالمؤمنين لقب درکړی تراوسه پخپله فيصله ولاړ دي او که څنګه؟ زه فکر نه کوم چې هغه علما به نور تېری پخپله خبره او فيصله کلک ولاړ وي او زياتره خو به شهيدان او يا پخپل مرګ هم مړه شوي وي او ځېنی به يې ستاسو پرلاس هم وژل شوي وي چې دا يو بل مشکل ستاسو په مشروعيت کې راولاړېږي. که چېرته د فضل الرحمن او د سميع الحق او د پاکستان د څارګرې ادارې په فتوی اميرالمؤمنين شوی يې، نو بيا خو له بدو نه بدتره ده چې بيا خو اميرالمؤمنين نه، بلکې لاسپوڅی کېږې او په دې کې هم هېڅ شک نشته. والله اعلم في هذه المسالة
د فضل الرحمن فتوی خو ځکه باطله ده چې يو څو اوونۍ وړاندې په رسنيو کې ويل شوي ول چې مولانا د برېتانيا تابعيت لري. د برېتانيا سفارت هم دا منلې وه چې له نوموړي سره د برېتانيا پاسپورټ دی او سفارت کومه اراده نه لري چې ترې وايې خلي. مانا دا چې که هروخت وغواړي ازادانه پرې سفر کولای شي.
زه غواړم چې دلته له تاسو يوه شرعي - سياسي او حقوقي پوښتنه وکړم او هغه دا چې امريکايان او انګرېزان تراوسه تاسو او ښاغلي حکمتيار ته د ترورېست او ترهګر په سترګه ګوري او مولانا ازاد ګرځي سره له دې چې نوموړي خو ستاسو په رامينځته کولو کې مهم رول لوبولی او تاسو يې ورته له کومه راپيدا کړئ، نو هغه ولې په تور لېست کې نه نيول کېږي؟ ځکه چې برېتانيا يې خپل کس بولي ځکه چې تراوسه ورسره د برېتانيا پاسپورټ دی، نو په قانوني لحاظ خو هغه پاکستانی نه، بلکې برتانوي هويت لري او ممکن چې دوه هويته هم ولري او د جکسترا سره يې هم پوره جوړه وه.
ملاصاحب که تاسو دا روښانه کړئ چې تاسو خو به هم دغسې کوم نيم پټ پاسپورټ نه لرئ؟ هسې يوه پوښتنه راولاړېږي چې صدام حسين يې په مياشت نيمه کې دننه راوپرځولو او بيا يې په کال نيم کې راپيدا کړ او تا په دې اوو کالونو کې نه شي پيدا کولای. دا خو ډېره بې باوره خبره ده، خو بيا هم د خپلو پښتنو نه ځار اوسه چې څادر يې درباندې غوړولی کنه ستا لټون او پيدا کول دې خلکو ته دومره ګران کار نه دی. خو دومره خبره ده چې دا خلک همداسې غواړي چې دا جنګ پر پښتنو تحميل او پښتانه بايد وځپل شي. ځکه چې د انګرېزانو لاتراوسه د نازو انا او د ميوند خاطرې هم له ياده نه دي وتلي او ځکه خو هملته هېلمند ته درغلل او هملته يې واړول.
دا جنګ ولې نورو سيمو او قومونو ته نه ورانتقالېږي او که څوک يې نه غواړي چې ورانتقال شي. ملاصاحب ته بايد په دې پوه شې چې تراوسه لا تاسو ته وظيفه نه ده درکړل شوې چې جنګ نورو سيمو ته ورانتقال کړئ ځکه چې د جنګ د انتقال کنترول د نورو سره دی. ګوره کله چې يې غوښتلو، نو څنګه يې درباندې د ټول افغانستان نوي په سلو کې برخه راټوله او راپاکه کړه. داسې نظرونه هم شته چې اصلاً امريکايانو په هغه وخت کې داسې غوښتل چې هغه سخت دريزه طالبان او سخت دريزه اخوانيان ټول شمال ته ولېږي او هلته يې د جنرال دوستم ومالک په خوله کې ورکړي او هغوی يې له تېغه تېر کړي چې همداسې هم وشول. له تاسو سره خو امريکايانو بيا هم ښه کړي دي هغه دا چې ښه په ارامه او کراره يې قبايلي سيمو ته ورواړولې او نور درپسې يو قدم هم وړاندې درنه رغلل. ته څه فکر کوې چې دوی په هغه وخت کې قبايلي سيمې نه شوې بمبارولای لکه دا نن يې چې بمباروي.
اصلاً مهمه خبره دلته دا ده چې انګرېزان او امريکايان نه غواړي چې د پاکستان څارګره اداره خفه کړي. انګرېزان له موږ سره په دغه ځای کې ټګي کوي. موږ ته وايی چې ستاسو ننګې او دفاع ته راغلي يو او آی ايس آی يې راخوشې کړې ده چې درګرده هغه دی چې تاسو رالېږي.
هسې ملاصاحب که يوه پوښتنه درڅخه وشي چې تاسو بيا څنګه راژوندي شوئ؟ په ايمان يې ووايه چې رښتيونی ځواب به دې څه وي ګوره چې دروغ ونه وايی ځکه چې لعنت د خدای ته دې بايد خيال اوسي. دا وسله څوک درکوي؟ دا پيسې څوک درکوي؟ دا رامنظم بيا څنګه او چا کړئ؟ دا امکانات درته له کومه برابرېږي او دا مريضان او زخميان مو چېرې تداوي کېږي؟ دا لوژيستيکي او نظامي تجهيزات درته له کومه کېږي؟ ته پخپله چېرې پټ يې؟ ګوره دا خو څه ساده خبره نه ده يو څوک چې د څو زبرځواکونو سره جنګ مخې ته وړي، نو ختمي به يې ځای ځايګی معلومه وي. دا ارتباطات او مالي مرسته درته څنګه او له کومه رسېږي؟ ته څه فکر کوې چې دا انګرېزان او امريکايان دومره په سترګو وړانده دي چې څه نه ويني او له څه به خبر نه وي؟ دوی اصلاً همداسې غواړي چې جنګ په پښتنو سيمو کې اوږد شي او دا دوه احتماله لري:
يو دا چې په دې سره به انګرېزان خپل هغه پخوانی کسات واخلي چې له نن څخه يې زيات وکم نه لسيزې مخکې په ميوند کې خپل عسکر له لاسه ورکړي ول او زيات تلفات يې پکې ليدلي ول او له له بلې لورې راباندې د څارګرې ادارې زړه ښه يخ شي ځکه چې نفوس به مو کمېږي او ګټه يې پاکستان ته ده. هغوی خو اول دا غواړي چې موږ له ځان سره يوځای کړي، خو فکر نه کوم چې دا خوب يې رښتيا او يا دا وړۍ يې شړۍ شي. خو چې دا کار نه کېږي راشه چې دا جنګ پرې جاري وساته چې لږ کم خو به شي، وبه ځپل شي او ګوره چې د خپلې ناروا او نامشروع دنګلې لپاره يې راباندې دا جنګ تحميل کړی دی او په دې جنګ کې ورسره انګرېزان خوښ دي. که نه وای، نو ورته به يې ويلای وای چې کورې شه او غلی پرځای دې کښېنه چې سوڼ ونه کړې. نو بناءً په داسې اختلافي مسايلو کې ځانمرګي بريدونه مشروع نه دي او چې څوک يې کوي، نو الله جل جلاله دې پرې ورحمېږي.
بله يوه شرعي پوښتنه دا راولاړېږي چې تاسو خو شمال ته د طالبانو د لېږلو مخالف وئ. بې له شکه چې طالبان خو په هغه وخت کې ستاسو بې امره هېچېرې نه تلل او ستاسو اطاعت خو يو د امورو د اطاعت او لوازمو نه وو، نو بيا ولې واستول شول او چا ولېږل؟ ايا ستاسو ورسره خوښه وه او که نه؟ که خوښه مو وه، نو بيا خو داسې زمزمه کېده چې تاسو ورسره خوښ نه وئ، نو چې نه وائ، نو ستاسو مشروعيت خو لا له هماغې ورځې د پوښتنې سره مخ دی چې په شک و په ترديد کې قرار لري. بيا خو بايد دی چې د هغه په زرګونو طالبانو کورنۍ او ورثه له تاسو څخه وپوښتي چې دا کسان ولې او د چا په مشوره هلته ولاړل چې دا موضوع به البته تاسو ته ښه روښانه وي. که وخت يې راغی، نو تاسو به ان شاءالله چې په دې اړه محکمې ته ځواب ووايې او دا پوښتنه بايد چې له تاسو څخه وشي چې په کوم امر وصلاحيت دې دا په زرګونو مجاهدين او بېګناه طالبان او خصوصاً بيا ټول پښتانه په شمال کې ووژل.
ګوره ملاصاحب دا مه وايه او هېڅکله دا فکر مه کوه چې ځه خو دا انقلاب دی او څوک به له ما څخه وپوښتي. ګوره چې د الله تعالی نيونه ډېره سخته ده. زه به يې درته مثال پخوانی عراقی ولسمشر درکړم. هغه د اعدام رسۍ چې هغه خپلو اتباعو ته جوړه کړې وه پس له څه د پاسه دېرش کالو يې خپلې مرۍ ته ورپرېوته. د چا به دا ګومان وو چې پر صدام به داسې بدې ورځې او شپې راشي، نو ته څه فکر کوې چې تا دا حلالول د خپلو پښتنو رااخېستې دي، نو يوه ورځ به خدای درڅخه دا حساب او مؤاخذه وانخلي؟ ولې نه! ختمي به يې درڅخه واخلي او د خپل انجام او عاقبت او مؤاخذې په تمه دې اوسه. تا چې دا پسې او تېرې چاړې د خلکو د حلالولو لپاره تيارې کړي، نو بويه چې يوه ورځ به ستا غاړې ته هم درورسېږي او دا ورځ لېرې نه ده. ازار ډېر بد شی دی چې له ازاره هېچا بازار موندلی نه دی. تا خو د خلکو ميندې، خويندې، وروڼه، ځامن، لوڼې، مېرمنې، پلرونه، نېکونه او نور خپل خپلوان دې وژړول، ستا به هم همداسې يوه ورځ وژړېږي.
تاسو خو د دغو تنکيو ځوانانو ناروا وژنې ته مشروعيت ورکوئ، خو د سترګو ليدلي شاهدان څه وايی چې خپله په صحنه کې حاضر ول چې يو دې خپل طالب چې اوس له خپل جهاده توبه ګار او بل هغه زخمي تن دی چې له ډزو ژوندی پاتې شوی او درېيم يې هغه ماشوم دی چې تاسو ورته د لارې کرايه هم ورکړې اومو رخصت کړی دی. تاسو خو به د لغمان ولايت د ولسي خلکو کيسې هم لوستې وي چې دا خو بيا ستاسو د مدعا سره سر نه خوري.
ګوره چې دېته دې خيال اوسي چې تاسو يوازې د لغمان ولس نه، بلکې ټول ختيځ زون مو په دغه نامشروع او بېرحمه عمل باندې خفه او له ځانه بېزاره کړ. ملابورجان خو اوس ژوندی نه دی او نه مو نور، خو مولوي کبير خو مو ژوندی دی او تاسو پخپله هم ژوندي ياست چې کله ننګرهار سقوط وکړ نو په درېيمه ورځ کابل هم سقوط وکړ، نو ته به اوس په کومو سترګو راشې؟
ګوره ملاصاحب دا لغمان د غازي امان الله خان سيمه ده او نننی افغانستان موږ د هغه له برکته د نړۍ پرمخ لرو. خير دی که ته نااحساسه يې نه پېژنې، خو انګرېزان يې پېژني له هغوی يوځل وپوښته چې غازي امان الله خان د انګليستان د هغه وخت سفير ته په کابل کې څه وويل کله چې لويه جرګه يې رابللې وه او هغه ورته وويل چې پوه شوم! تاريخ ته مراجعه وکړه!
ته په کوم شرعي دک ودليل بې له علنې محکمې دا خلک په دې تور وژنې چې دوی د ګلاب منګل کسان دي او هغه ته روان دي؟ هغه د قتل و اعدام اسناد چې د دې تنکيو ځوانانو له لورې ستاسو له خوا ستاسو په شرعي محکمه کې ثبت دي دا به ته له ځان سره وساتې ځکه چې بيا ستا د محکمې په صورت کې پکارېږي او تاسو مجبور ومکلف ياست چې دا شواهد او مستند اسناد بيا د خپلې دفاع لپاره هم وکاروئ. د شاهد طالب له کيسې او حکايته خو داسې برېښي چې اصلاً هېڅ محکمه نه ده شوې او ستا محکمه چېرې ده؟ ستا قاضيان څوک دي؟ که افغاني علمای کرام وي، خو بايد چې دې ولس ته معلومه او څرګند وي او که بهرني وي، نو ملاصاحب ځواب يې بايد چې ووايی او د دې ځواب سپيناوالی پر تا باندې لازم او درڅخه غوښتونکی دی.
ملاصاحب تا ته خو پته ده چې قضا ټول شبهات په حساب کې نيسي او بيا پرې قضاوت کوي. ايا دا ستا قاضيان چې دا فيصله يې پر دې تنکيو ځوانانو کړې ده افغانان دي او که د پاکستان د څارګرې ادارې پورې مربوط کسان دي، که اوزبکان وچيچنيان دي؟ که اوزبکان وي، خو بيا به يې هم په يو شکل د اشکالو خواخوږي په قومي لحاظ د اوزبک او ترکمن جنرالانو دوستم او مالک سره وي او که ترکان وي، نوترکيه خو ښکاره پر دوستم ولاړه ده، نو دا قضا خو به يوازې د پښتنو په مقابل کې څنګه مشروعيت ولري. بله دا چې د شاهد له کيسې نه خو داسې برېښي چې ستاسو اسلامي محکمې خو ټول دوه شپې دربر نيولی، نو تاسو څنګه په دې يوه او يا دوه شپو کې دا فيصله کړې. په داسې حال کې چې بنديان په افغانستان او ته په کوېټه کې چېرته پټ په کوټه کې ناست هسې تش په وړندو سترګو فتوی د وژلو او د اعدام ورکوې؟ ايا قاضي او يا حاکم د وخت ته د شرعيت په چوکاټ داسې په غياب کې په وړندو سترګو فيصله روا ده؟ او ستا فيصله کله روا ده ځکه چې ته خو خپله په اتهام کې واقع يې او هغه اتهام د ترهګر او د ترورېست درباندې دی. له بل پلوه د فرار په حالت کې واقع يې، نو د يو فراري فتوی کله مدار د اعتبار کېدای شي؟ درېيم دا چې دا ستاسو کس چې تاسو ته يې راپور درکاوه ته څومره متيقن يې چې ايا نوموړی به په خپله دغه مدعا کې څومره ريښتونی وي؟ ايا تا کله هم دې ايات ته فکر کړی او عمل دې پرې کړی چې ان جآءکم فاسق بنباءٍ فتبينوا فتصبحوا علی ما فعلتم ندمين زه فکر کوم ملاصاحب چې د دغې فتوی په وخت کې به دې دغه ايات کريمه اصلاً خوا وخاطر ته هم نه وي راغلی. که راغلی وای، نو داسې فوري او عاجل د اعدام حکم به دې هېڅکله نه ورکولو. د دې امکان هم شته چې داسې عاجلې فتواوې پر تاسو باندې تحميلي او يا شايد چې ستاسو په غياب کې شوي وي چې والله اعلم بالصواب ولې د رب العلمين له مؤاخذې ځان نه شې خلاصولی.
تاسو ته ولې د جنرال دوستم ومالک فتوی څوک نه درکوي او ولې يو فدايي هغوی ته نه شئ پيدا کولای او که مو څوک ورته نه پرېږدي که څنګه؟ بله دا چې که تاسو واقعاً د افغانستان د ازادۍ پسې رااخېستې وي، نو ولې د سولې لاره نه خپلوئ؟ له يوې خوا پاکستاني علماوو تېره اوونۍ فتوی صادره کړه چې په پاکستاني ځانمرګي بريدونه ناروا دي، نو لکه چې دا روا په افغانستان کې دي که څنګه او که دا د آی ايس آی فتوی ده چې اوس د خپلو ځانو لپاره ترېنه ګټه اخلي.
پر تا باندې د ملي اردو کسان په دې نامه وژني چې دا د کفارو سترګې دي، نو يو څوک چې بالفعل وبالعمل له کفارو سره ولاړ وي. هوايي ډګرونه يې ورته په خدمت کې وي، پوځ يې ورته په خدمت کې وي چې همدا اوس يې اتيا زره فوځ د پولې په اوږدو کې استخدام کړی دی او معاش پرې له امريکا او نړيوال ائتلاف نه اخلي. ترانسپورتي لارې يې ورته ټولې پرانېستې او اطلاعاتي شبکې يې ټولې په خدمت کې دي، نو فرق يې په څه کې شو؟ همدومره فرق به وي چې هغه به درسره مخامخ جنګېږي او دا خو درسره هم مخامخ جنګېږي چې اوس يې په ټولو قبايلي سيمو جنګ راتپلی دی او هم درسره له ورستو جنګېږي چې د شا له لورې دې وژني، نو تاسو ولې د دوی پرضد د ځانمرګي بريدونو فتوی نه ورکوئ؟ علاوه له دې چې لا مو پر امريکا خرڅوي هم او د قربانۍ ګډوري يې درڅخه جوړ کړي دي چې دا خو بيا ايمان وغيرت ومجاهده نه ده چې له بادار سره يې دښمني کوې او بيا يې د غلام تر قوماندې لاندې روان يې. ملاصاحب دا ستا ايمان وغيرت ومجاهده د همدې اجازه تا ته درکوي چې ته خپل ولس حلالوه او له ځانه يې بېزاروه.
يو متل دی چې وايی يار له کوڅې تېر کړه رنګ يې هېر کړه! بس تر يوه وخته به درڅخه دا خلک ګټه واخلي، خو چې کله يې نور په کار نه وې، نو بيا به دې د ژول شوې ګني غوندې ايسته وارتوي او پښه به لا درباندې زياتي هم راکاږي چې بيا سر راپورته نه کړي. نو فلهذا ملاصاحب له قرينې او مقتضی د حال نه داسې برېښي چې دا فيصله مو په شرعي اصولو برابره نه ده. بس يو ظلم او ناروا درڅخه شوې دا چې تاسو يې هر ډول تعبيروئ دا ستاسو خپله خوښه او مرضي ده.
ملاصاحب تا ته پته ده چې قضا په حقيقت باندې بناء ده، نه په ګومان باندې او هېڅ قاضي د وخت په ګومان باندې څوک نه شي اعدامولای، لکه يوځای کې چې وايی:
د ماخوستن تر لمانځه وروسته تقريباً پينځوس طالبان په همدغه کلي کې سره راټول سول چي د دې کسانو په اړه فيصله وکړو، زه هغه وخت پر خپل قوماندان شکمن سوم، کله چي هغۀ په ټليفون په کوټه کې له کوم کس سره خبرې کولې، اول خو زه نه پوهېدم چي هغه له چا سره خبرې کوي خو کله چي هغۀ د کچلاغ، موسٰی کالونۍ، پښتون اباد او کچره روډ نومونه واخيستل نو پوه سوم چي په کوټه کې له چا سره خبرې کوي. له هغې خوا يې مشورې اخيستې. قوماندان ورته ويل چي سم ځوانان دي ډېرو يې ږيرې خرېيلې او تيار انګرېزان دي، ته بېغمه اوسه داسې کار به يې ور وکړو چي ته وايې شاباس.
قوماندان له هغه کس نه خدای پاماني واخيسته او ټليفون يې بند کړ. موږ ته يې وويل چي طالبانو يو بل ټليفون لا پاته دى چي هغه هم راسي نو دوی به د جهنم کندې ته ور وغورځوئ.
زه حيران پاته سوم او په زړه کې مي ويل چي خدايه دا کسان خو موږ په ميوند کې نيولي، نو په کوټه کې ناست خلک په دې څه خبر دي چي دا مسافر څوک دي؟ له کومه ځايه راغلي او چېرې روان دي؟ ما همدا سوچ کاوه چي قوماندان ته بيا ټليفون راغی، قوماندان له السلام عليکم وروسته ورته وويل چي ته بېغمه اوسه، د خدای په قران که يو هم د ژوند څکه راڅه وکړي.
زه له درو نورو طالبانو سره د ماندۀ په اخير کې دغو مسافرو ته ولاړ وم، کله چي قوماندان موږ ته را ورسېد، نو ويل يې تاسې ولې ورته ګورئ، بسم الله کړئ، زما لاسونو هيڅ کار نه کاوه، زما سره دوو تنو نورو طالبانو دوه مسافر- چي ناست وو- پر سرونو وويشتل، خو هغه ځوان چي د شپې يې ژړل او يو بل مسافر لا ژوندی و او ټک نه و ورباندې سوی، قوماندان راته ويل چي هله د دغو کار هم ور خلاص کړئ، ما د هغۀ ځوان يوې او بلې خواته خطايي ټکونه وکړل او هغه ځوان ځان وغورځاوه، قوماندان ويل يا طالبه داسې نه کېږي، داسې يې وله، زما له مخې يې هغه ځوان پر يوه پښه وويشت، هغۀ ټوپونه وهل او چيغې يې وهلې.
قوماندان نور هم رانيژدې سو او هغه ځوان يې پر سر دوې مرمۍ وويشت.
د يو زخمي په اړه چې ژوندی پاتې شوی و رحيم الله وايي: زخمي کس زما د ورور سره و. زخمي سړی وايي چې د شپې يې يوه ډوډۍ راکوله چې نه مړېدو پرې. زخمي وايي زه په مټ ولږېدم ولوېدم. نور ملګري د روح الله په شمول مړه شوي و زه د شپې به ۹ بچې راپاڅېدم. شپه په ما تېره شوه سبا ته د بوليسو ګزمه راغله او زه يې د ګرشک ولسوالی ته بوتلم.
دا ستاسو څنګه شرعي محکمه دايره شوې؟ دېته ته شرعي محکمه وايی؟ هسې تش به نامه لغمانيان له موټره ښکته کوې او په دې پلمه يې وژنې چې ګلاب منګل ته ورځي او هغه ځکه چې ګلاب منګل په لغمان کې والي تېر شوی. که دا خبره چېرې ريښتونې وي چې دا کسان هغه راغوښتې وي، نو بيا خو بايد چې منګل هم محاکمې ته راکش شي ځکه چې ته کسان راغواړې او بيا يې د امنيت غم نه خورې. دولت خو دا کولای شول چې د هوا له ليارې يې هېلمند ته انتقال کړی وای او يا يې بايد د لاري امنيت په نظر کې نيولای وای، خو تراوسه خو هغه هم انکار کوي او وايی چې زه خو اصلاً له دې کيسې خبر نه يم. والله اعلم
ښه ملاصاحب هغه منکر او تنکي ځوانان اقرار کوي چې موږ د هغه کسان نه يو او ايران ته مزدورۍ ته روان يو او ته يې په دې تور نيسې چې د ګلاب منګل کسان دي. بيا يې وژنې، نو بيا دا حلالوئ يې ولې؟ ته دا راته ووايه چې ته د صحابه کرامو، خلفای راشدينو او د رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم نه بهتر يې ايا له هغه مبارک نه ستا ذات وشان وشوکت لوړ دی، ستا منصب ترې لوړ دی، ستا تقوی وديانت او ايمانداري ترې زياته ده. ايا ته به د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په ټولو غزواتو کې دا را په ګوته کړې چې چېرې هم هغه څوک حلال کړي دي؟ څومره تکليفونه او اذيتونه چې هغه مبارک تېر کړي او ګاللي دي، ته به يې په سلمه هم وګالې؟ هغه خو له خپل کور وکلي نه وشړل شو، مهاجر شو. شاوخوا ټول ورته دښمنان هېڅوک يې دوستان نه پرته له ابوبکر صديق هېڅوک يې نه درلودل. اغزي ورته په لاره کې اچول کېدل، ګنده ګې به پرې اچول کېده او څومره بدې خبرې به ورپورې کېدلې، مګر هغه مبارک به حوصله کوله او الله پاک به هم صبر ته رابللو. په جنګ احد کې يې پڼې مبارکې له وينو ډکې شوې کفارو اعلان وکړ چې محمد قد مات او جبرائيل عليه السلام ورته راغی چې امر کوه چې دا د اُحد غر راپورته کړم او په دې مشرکانو کې کېږدم. هغه مبارک ورته وايی چې اللهم اهدني قومي فانهم لايعلمون يا خدايه زما قوم ته لارښوونه وکړې ځکه چې دوی نه پوهېږي که پوهېدلای، نو دوی به هېڅکله خپل پېغمبر په کاڼو نه ويشتلی. نو ځکه خو الله ورته رحمة للعلمين ويلي او د ټول عالم بشريت لپاره برابره خبره ده چې مسلم وي او که غيرمسلم دا رحمت دی. د نبي عليه السلام له خاطره خو ټول سماوي او ځمکني افات منع دي او له موږه پورته شوي دي. بيرته چې کله مکه مکرمه يې فتحه کړه همغه نامور مشران چې نبي عليه السلام به له هغوی نه ناارامه وو او مدام به ترې په تکليف واذيت کې وو اسيران او بنديان کړل. مګر نبي عليه السلام چې کله دوی ته راغی او ترې ويې پوښتل چې ما فعلتم بهذا چې نن ورځ زه له تاسو سره څه وکړم؟ نو هغوی ورته وويل څه چې ستا خوښه وي، د اختيار خاوند يې. مګر نبي عليه الصلوة والسلام په څومره شيرينه لهجه ځواب او رخصت کړل چې فانتم الطلقاء چې ځئ خوشې ياستۍ!
ملاصاحب دا راته ووايه چې تا کومه اسلامي طريقه او برخورد له دې تنکيو ځوانانو سره کړی دی. له دې خو داسې جوتېږي چې تاسو د ګلاب منګل په ټس کې دا بېګناه تنکي ځوانان چې البته مزدورۍ ته به روان ول لکه څنګه چې ويل کېږي والله اعلم. نو دا خو تاسو فقط يو انتقام او غچ اخېسته مو له يو کس نه د ټول ولايت په سطحه واخېسته، بلکې ټول ختيځ ځون ته مو په سپکه سترګه وکتل. تاسو خو د هېچا مخ وسټ ته هم ونه کتل. تراوسه پورې خلک د نورستان وهسکې مينې او د فراه و د شينډڼډ ولسوالۍ د شهيدانو وير کوي او ښاغلي کرزي ته وايی چې دا ظلم مو کړی او بېګناه ولسي خلک مو په وړنديو بمباريو شهيدان کړل چې تاسو له هغې نه بدتر سلوک وکړ. په ايمان يې ووايه چې ستا او د هغه امريکايي فرق په څه شي کې دی؟
ته له خدايه نه وېرېږي؟ ايا د خدای مؤاخذه نشته؟ ولې نشته د ذرې ذرې حساب به راسره وکړي. تا خو وسله د دې لپاره اوږې ته کړې چې زه به د ظلم مخه نيسم او ناروا به ختموم، نو چې ته خپله په داسې مصيبت ککړ يې، نو باخبر اوسه چې د الله تعالی نصرت او مدد هېڅکله ظالم ته نه رسېږي چې په دې دې بايد غوږونه خلاص اوسېږي. بس د الله تعالی د مؤاخذې انتظار کوه ژر دی چې ورسره به دچار او مخامخ شې.