د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته

سيدحسين پاچا 27.10.2014 11:32

د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه :
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته

امريکايانو د خپلې خوښې امنيتي تړون د حکومت پر چارواکو لاسليک کړ، دا تړون په حقيقت کې د هېواد پلورنې شرمناکه وثيقه ده

که دا تړون شرمناکه وثيقه ده، نو ضياء ته د کنفيډرېشن مشوره څنګه توجيه کړو؟ د جونېجو په وخت کې خو له موږ څخه د خپلې ناپوهۍ او سرزورۍ له امله د بهرنۍ پالېسۍ واک واخېستل شو. په ملګرو ملتونو او نړيوالو غونډو کې يې زموږ پر سر دوی استازيتوب کولو چې لا تر ننه هماغه خوبونه ويني. ضياء خو موږ ته د کشمير غوندې د کنفيډرېشن حق هم رانه کړ، بلکې د روسانو غوندې يې د ۱۶ جمهوريت پر ځای د خپل ځان پينځمه الحاقي صوبه يې ګڼلو چې لا تر ننه ورته بوديجه جلا کيږي، خو دغه بوديجه زموږ پر وژنه او د هېواد پر ورانولو لګيږي، خو په کشمير کې پرې نه څوک وژل کيږي او نه يې خاوره وتأسيسات تخريب شول، خو زموږ بيا هر څه تخريب شول.

تر دې دمه هماغه زړه پالېسي روانه ده. افراسياب خټک له امريکا غږ سره هم په دې وروستۍ تازه مرکه کې همدې پالېسۍ ته اشاره کړې چې د زرداري او نوازشريف منتخب حکومتونه له افغانستان سره ښه اړيکي جوړول غواړي، خو ښاغلی کرزي شل سفرونه وکړل او په هر سفر کې ترې د ډيورنډ لاين او د بهرنۍ پالېسۍ د نظارت غوښتنه شوې، نو د ((معارف القرآن))، ((تفخيم القرآن)) او د ((قرآني پلوشو)) په رڼا کې دېته کومه وثيقه ووايو؟ که مو وثيقه نه وي ورکړي، نو بيا ولې پر کونړ د توغنديو غندنه نه کيږي؟ دېته مصلحت ووايو او که مجبوريت؟ که يې مصلحت بولو، نو بيا خو مو وثيقه ورکړې، ځکه خو زموږ خاوره ولي او که يې مجبوريت بولو، نو دا خو بيا شخصي وتنظيمي ګټې رانغاړي نه ملي، بيا خو دېته هم بايد سوچ وکړو. زموږ جهادي مشرانو خو ټولو وثيقه ورکړې، له وثيقې ورکولو پرته خو چا خپل تنظيم ثبتولی نه شو، نو ولې يې پر هغو جهادي وثيقو بسنه ونه کړه چې ډاکټر نجيب يې پرې په کابل کې د افغانستان بانک پر طلاو او د وثيقې پر لاسليکولو وواژه او له کرزي نه يې هم شل ځلې غوښتنه وکړه، ايا کرزی ريښتينی دی او که حزب اسلامي؟


په روهي پاڼه کې مې دغه پورته ليکنه تر سترګو شوه چې د ((شرمناکه وثيقه)) کليمې پام ځانته راواړوه. له تاريخي پلوه زموږ پلرونو او نيکونو دا خاوره پر خپله مېړانه ساتلې ده، خو موږ بچيانو يې چې د شرق وغرب له ساړه جنګ تود ته په اووښتو د هجرت لمن ونيوله او ورسره د عربو او عجمو مرستې راسر شوې، نو د احساساتو په صورت کې مو له دنيوي واخروي، اقتصادي و سياسي عواقبو له سنجونې پرته لاسونه د نړيوال خيراتخور په مرسته نړۍ ته اوږده کړل او هغه هم راباندې خپله ګدايي وکړه. او نن هغه دی چې له عربو او عجمو نه زموږ په سر باج اخلي. کله مجاهد، کله مهاجر، کله طالب، کله القاعده، کله يو څه او کله بل څه، کله په يوه پلمه او کله په بله پلمه موږ او نړۍ دواړو ته دوکه راکوي، خو موږ لا ځان ونه پېژنده او لا اوس هم د همدې مفتيانو، نظاميانو او استخباراتو د خولو پسې روان يو.

هېڅ يو افغان به پر دې خوښ نه وي، خو له مجبوريته چې نه زموږ درېواړه جهادي مشران او نه خپله د دوی ملاتړی کوربه هېواد زموږ لپاره کومه بله بديله لار نه لري چې را وړاندې يې کړي. طالب له جنګ پرته سولې ته لېواله نه دی او پاکستان خپلې موخې لري، نو د دوی دغو موخو ته که خپله يې ورسره منو او يا د امريکا وناټو او يا د ترکيې وسعودي په منځګړيتوب ورسره لرو څه ډوله وثيقه يې توجيه کړو؟ دا به بې انصافي وي چې د يو موخو او غوښتنو ته شرمناکه وثيقه وايو او د بل ته نه. د هېواد پلورنې وثيقه خو لا څه ان چې د خپل حق د غوښتنې واک واختيار خو لا څه ان چې د څه ويلو حق نه درکوي. د بېلګې په توګه دا دوه کاله په دوامداره توګه زموږ خاوره ولي، خو موږ د کلام پاک د تفسير باوجود د غندنې حق نه لرو، نو زموږ په دې تفسير ليکلو څه شول؟

درې ځايه شته چې په يو ځای کې لا هم له ځان سره د قناعت او رښتيا ويلو حق لري او هغه دا چې کله د شپې خوب ته ځي او خپله بړستن پر سر راکش کړي، يو دی او يو يې خدای جل جلاله شي. په پاتې دوه ځايو کې ورته حاجت نشته چې يو يې لحد چې هلته مشخصې پوښتنې کيږي او بس او درېيم يې محشر چې هلته هر سړی په خپل غم وي او د نفسي نفسي نارې وهي.

له بده مرغه چې نه مو اسلامي وجهادي ارزښتونه او نه مو د وطنپالنې ارزښتونه هغسې درست دي، لکه څنګه چې د نورو دي. همدا نن له موږه زموږ ګاونډيان له خپلو خاورو سره زياته مينه لري. هغوی ته وګوره او موږ ته وګوره چې څومره واټن مو ترمينځ موجود دی. زموږ د دفاع وزير د دوی په تاڼه کې د ربړونو او شکنجو لاندې وژل کيږي او نور لوړپوړي چارواکي مو د دوی په تاڼو کې واچول شول. بې عزته شول او په ډېرې بېخوندۍ او بېعزتۍ د دوی پر لاس امريکا ته په لاس ورکړل شول او دا کوم چې پاتې وي له کرام الکاتبين پرته يې څوک نه شي ليدی او نه له رسنيو سره خواله کولی شي، نو دې ډول بېعزتۍ او بې انصافۍ ته کومه وثيقه ووايو. که مو د کنفېډرېشن او د هېواد پلورنې وثيقه نه وای ورکړی، نو نن به ولې داسې لوبې راسره کېدای؟

زموږ پخواني ولسمشر کرزي خو په ډاګه ويلې چې ترهګري د افغانستان په کليو او بانډو کې نشته او د افغانستان له کليو او بانډو دباندې ده او هغه ځايونه ورپسې وپلټل شي او هلته ورپسې ولاړ شئ، خو چا يې خبرې ته غوږ هم نه نيولو. ښاغلی مولوي عبدالسلام ضعيف چې له ګوانتنامو راخلاص شو، نو ويی ويل چې زه به د پاکستان د حکومت پر ضد نړيوالې محکمې ته خپله دعوه کوم، خو دعوه يې څه شوه؟

امريکا او نوره نړۍ لا وختي په دې پوه شوې چې زموږ متحد له موږ سره دوه مخې لوبه شروع کړې وه او کله ناکله خو هغوی په رسنيو کې هم وايی سره له دې پاکستان زموږ متحد دی، خو له موږ سره ريښتينی نه دی، خو زموږ د غازيانو لا تراوسه سر پرې نه خلاصيږي.

کارل لیون: د افغانستان راتلونکي ته هیله من یم
افغانستان او امريکا
په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې په اړه، سناتور ليون وويل چې امريکا کوښښ کړی دی چې په پاکستان فشار واچوي چې د افغانستان په اړه خپلې پاليسي بدله کړي، خو پاکستاني چارواکو تل ورته «دروغ» ويل.
د امريکا د سنا د جرګې د وسله والو خدماتو د جرګګۍ مشر زياته کړه چې که چيري امريکا د افغانستان سره اوږد مهاله مرستې وکړي او امريکا او افغانستان ملګري وي، نو امکان يې شته چې پاکستان د افغانستان په اړه خپلې محاسبې ته تغير ورکړي.
http://www.pashtovoa.com/content/article/2484787.html

د Secret Pakistan بي بي سي په مستند څېړنه کې د سي آی ای پخوانی مامور، په کابل کې د برتانيا سفير او مولوي صاحب هر يو پخپله خوله جلا جلا اقرار کوي چې پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوله.

پټ پاکستان (Secret Pakistan)
پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل
پاکستان څنګه په دغه دوه مخې لوبه کې رسوا شو ؟

مولوي عبدالسلام ضعيف :
پاکستان به موږ ته يو څه ويل او امريکايانو ته به يې بل څه ويل

شېراد کوپر کول د برتانيا پخوانی سفير :
څه چې ما واورېدل هغه دا وو چې پاکستانيانو ملا برادر موندلی او نيولی دی. د هغوی موخه دا وه چې هغه قابو کړي او دا پيغام ورکړي چې : ((که تاسو غواړئ کومه معامله وکړئ، نو بايد له پاکستان سره يې وکړئ)).

بروس ريډل :
ما ولسمشر اوباما ته وويل چې پاکستان له موږ سره دوه مخې لوبه کوي.

زموږ دروند استاد تره کي هم د انس حقاني او حافظ رشيد د نيونې په تړاو ليکنه کې حقوقي اړخونه څېړلي دي، خو دا نور اړخونه هم بايد منصفانه وڅېړل شي. زموږ د دفاع وزير د دوی په تاڼه کې د دوی د وهلو ټکولو له لاسه ووژل شو، مړی يې هم څوک کورنۍ ته نه ورکوي. همداسې استاد ياسر درواخله. د ملا برادر او د نورو حال ته ګوره، دا د کومې وثيقه پر اساس نيول شوي او لا په نامعلوم بند کې شپې و ورځې تېروي. که د يو حقوقي اړخونه څېړو، نو د نورو هم بايد وڅېړل شي. دا که انس حقاني وي، که حافظ رشيد وي او که بل وي، خو نور تېری دې لړۍ ته د پای ټکی کېښوول شي او د حل سوله ييز لارې ورته ولټول شي. ولې نصيرالدين حقاني د بل چا په ټس کې ووژل شو؟ چا د دوی او د حکيم الله مسيد ترمينځ دغه ډبل لوبه وکړه؟ ولې يې وکړه او څنګه يې مړی له روغتونه په منډه وويستل شو؟ همداسې د ارسلا جمال، عبدالرحيم ثاقب تخاري او نورې پېښې درواخله. د پرديو ډالرې، ريالونه، کالدارې او تومانونه چې مو خوړل، نو همدا به مو حال وي چې وينه به مو د نورو په تناسب بې ارزښته وي. پاکستان د خپلو دوو تنو اتباعو لپاره نژدې دوه نيم ميليونه ډالره او هم يې د ورثه وو لپاره امريکايي تابعيتونه واخېستل، خو موږ د زخمي قيمت پنځوس زره افغاني او د مړي يو لک افغانۍ او ان ځينو ته دوه سوه ډالره ورکړي او بس.

امريکا خو دا ديارلس کاله له پوښتنې پرته راتله، ځکه چې زموږ هوايي حريم خو له دوی سره دی، خو ايا څوک دا تضمين ورکولی شي چې زموږ له ګاونډيو به د طالب او يا په يو او بل نوم به د دوی پوځيان او نيمه پوځيان زموږ خاورې نه وي داخل شوي؟ ايا همدا اوس زموږ دا درېواړه مشران په دې خبر دي چې څوک وڅوک او څومره کسان د طالب په نوم خاورې ته اوړي؟ دوی خو لا له وړاندې نه امريکا ته خپل هوايي، بحري او زمکنی حريم د طالبانو او مجاهدينو د ځپلو لپاره ورکړی دی، نو هغه څه ډول وثيقه توجيه کړو؟ که مو وثيقه ورکړی نه وای، نو ولې به راسره دا ډول رويه کېده؟

ډيره شرموونکې خو دا ده چې د بل په خيرات وچندو، باج، چل ول (فرېب) او په دوکو ترلاسه شويو پيسو يې راڅخه په جهادي پير کې پر هغه بسپنه شويو غلا شويو پيسو د خپلې خاورې وثيقه په ډېره سپين سترګۍ او بېشرمانه توګه د خپلو حزبونو په رسمي کولو اخېستې. که دا دوکه او فرېب نه وای، نو ولې يې ډاکټر نجيب الله ووژلو او ولې له پخواني ولسمشر کرزي نه شل ځلې غوښتنه کوله چې دا خپله د دوی بد اخلاقي او بېشرمي ايجابوي. دېته ورته ډېرې نادودې شته چې هره يوه يې ځانته وثيقه ده. د خپل ځان د حفاظت او د خپلې اردو د تجهيز او غښتلتيا لپاره نسبت دېته چې څوک مو د پوليسو او اردو د شمېر زياتونې، وسلو، الوتکو، ټانکونو، توپونو او مهماتو اخېستلو ته نه پرېږدي، نو بيا خو به دا ښه وي چې د خپل ضرورت لپاره بايد دا ډول تړون ولرو. هغه چې ځانونه مسلمانان بولي هغوی خو له موږه مخکې له دوی سره متحد، ژوره دوستي او ستراتيژيک تړونونه لري، نو بيا ولې هغه څوک شرمناکه وثيقه نه بولي؟ که يې واک وای، نو ولې به يې ورته ويلی چې زموږ هوايي، بحري او زمکنی حريم ټول ستاسو په واک او په خدمت کې دي، څلور هوايي ډګرونه يې ورته په واک کې ورکړي وو. زموږ د جهاد او وينو له برکته د اتوم خاوندان شول، خو موږ لا تراوسه مصلحت ومجبوريت پېژندلی نه شو.

نتېجه :
تېر ته په کتو سره چې تل زموږ ګاونډيو زموږ سياسي او بهرنۍ تګلارې په خپل واک او اختيار کې ساتلي. ولې خپله خوله مو ماته ده چې د همدې بهرنيانو سره د خپلو ملي واسلامي ګټو او ښېګڼو لپاره خپلې غوښتنې او ضرورتونه پخپله مطرح کړو دا به ښه وي او که زموږ غوښتنې او ضرورتونه د نورو په استازيتوب زموږ په غياب کې مطرح شي. چېرې خپله خوله او خپل احساس او چېرې د بل خوله او د بل احساس چې دا هېڅکله برابر نه دي. ولې موږ له دومره جهادي ارزښتونو، بلهاريو او تفسير ليکلو سره پر خپل ځان باور نه لرو او تل مو اتکاء پر نورو ده؟
هېڅوک له موږ سره د الله تعالی د رضا لپاره مرستې نه کوي. اسباب وسايل، وسلې او پيسې هېڅوک چا ته وړيا نه ورکوي او نه څوک دومره د الله تعالی د رضا لپاره مړه دي. هر څوک خپلې ګټې او موخې لري. موږ بايد خپلې موخې او ګټې نور د چا لپاره په هېڅ ډول او په هر نوم بلهاري نه کړو. که څوک ملايې کوي، نو بيا دې جومات او تدريس ته مخه کړي او که سياست کوي، نو بيا دې د خپلو شخصي او حزبي ګټو پرځای پر ملي ګټو حساب وکړي.

په درنښت


پاکستان -افغانستان اړيکو په اړه د افراسياب خټک سره مرکه
http://www.pashtovoa.com/media/video/2488862.html