ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران وايي د اوکراینۍ الوتکې د وېشتلو له کبله یې ۱۰ سرتېري زنداني کړل

د ایران د قضايي قوې رسمي ویبسایټ [میزان] نن یکشنبه اپریل ۱۶ (وري۲۷) خبر ورکړ چې محکمې د دغه هېواد ۱۰ امنیتي ځواکونه د اوکراینۍ الوتکې د وېشتلو له کبله زنداني کړي دي. وايي دا ځواکونه پړه پېژندل شوي‌ دي.  د راپور په اساس،‌ د دغو ځواکونو قوماندان په لسو کالونو بند او پاتې نهو نورو ته یې د یوه او دریو کالونو بند سزا ورکړل شوې ده. د اوکراین دا الوتکه په ۲۰۲۰ کال کې د ایران په فضا کې ووېشتل شوه چې په کې ناست ۱۷۶ کسان ووژل شول. اکثریت وژل شوي کسان ایراني-کاناډایان وو.   د اوکراین «د نړیوال هوايي شرکت PS752 » ډول الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه د تهران له هوايي میدان څخه له پرواز څخه لږ وروسته ووېشتل شوه.   له دغې پېښې درې ورځې وروسته ایراني ځواکونو اعتراف وکړ چې په «تېروتنې» سره یې دا الوتکه شوه.   فرانس پرس اژانس وايي چې دغې پېښې په مهال د امریکا او ایران روابط خراب وو او د ایران هوايي ځواکونه د امریکا د بریدونو د مخنیوي لپاره چمتو کړل شوي‌وو. هغه وخت ایران په عراق کې د امریکا په یوې پوځي‌ اډې باندې د توغندیو بریدونه کړي‌ وو.  د الوتکې په پېښه کې داوکراین ۱۱ اتباع هم وژل شوي‌ وو. د ایران قضایي قوې د ۲۰۲۱ د نومبر په میاشت کې اعلان کړی و چې د الوتکې د وېشتلو په قضیې کې یې د پوځ د ۱۰ سرتېرو محکمه یې پيل کړې ده. 

16.04.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

16.04.2023 امریکا غږ

امریکایي چارواکي: په الابامه ریاست کې د ناتاره ډزو له امله څلور تنه مړه شوي دي

واشنګټن  (اې پي)  - د امریکا په الابامه ریاست کې د قانون د تنفیذ اداره وایي چې د هغه ریاست په ډېډویل ښار کې تېره شپه (د خالي/شنبې ماخوستن) د ډزو په نتیجه کې څلور (۴) تنان مړه او څو نور زخمیان شوي دي. د الابامه د قانون د تنفیذ ادارې وویل چې دا ډزې ماسخوتن شاوخوا لس نیمې بجې وشوې او په فوري توګه دا معلومه نده چې د دې ډزو وجه څه وه. دا هم سمدستي نده معلومه چې په دې پېښه کې کوم ملزم شخص نیولی شوی او که نه. بېن هېس چې د ډېډویل پولیس ادارې او د ځایي های سکول د فټبال ټیم پادري دی، ویلي چې په پېښه کې اکثره زیان تنکیو ځوانانو ته رسېدلی ځکه چې دا ډزې د یو شپاړس (۱۶) کلن تنکي ځوان د زوکړې په پارټۍ کې شوي دي. ډېډویل یو وړوکی ښار دی چې د جرمونو پېښې په کې نایابه دي. پادري هېس زیاته کړې چې د ډزو بېګانۍ پېښې دا وړوکی د سکون ډک ښار اوس سخت ځپلی دی. د پادري هېس وینا ده: "یو ځوان هلک چې وژلی شوی دی، زمونږ یو زبردسته کېلاړي و، ډېر یو ښه تن و. ډېډويل یو وړوکی ښارګوټی دی او [دا پېښه] به په دې سیمه کې هر چا باندې اثر وکړي." یو ځایي ټي وي چېنل خبر ورکړی چې دا ډزې د ګډا په یوې سټډیو کې پېښې شوي. ځایي ټي وي د ماهوګني ماسټرپیس په نوم د ګډا/نڅا د یوې سټډیو تصویرونه هم خپاره کړي چې پولیسو کلابنده کړې او ګڼ شمېر پولیس اهلکار هلته لیدلی کیږی. د الابامه ریاست ګورنر، کې ایوي په یو بیان کې چې په سوشل مېډیا باندې خپور شوی، ویلي دي: "نن سهار زه د ډېډویل د خلکو او د خپلو الابامه خلکو سره غمشریکي کوم. زمونږ په ریاست کې د تشدد جرمونو ته ځای نشته، او چې څنګه [د پېښې په باب] جزئیات راڅرګندیږي، د قانون د تنفیذ اداره به مونږ ته ژر ژر معلومات راکوي." ډېډویل، چې شاوخوا درې زره و دوه سوه (۳۲۰۰) کسان په کې آباد دي، د الابامه ریاست په ختیځه برخه کې او د مونتوګومري ښار نه دوه نیوي (۹۲) کلومټره لیرې پروت دی.

16.04.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

16.04.2023 امریکا غږ

خلیلزاد د پاکستان پخواني ولسمشر ته: زه د چا مامور نه یم  

وروسته له هغه چې د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په یوه مرکه کې د افغانستان د پخلاینې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد «لابیست او شخصي مامور» بللی و، خلیلزاد په ځواب کې زرداري ته د «۱۰ فیصده ښاغلي» خطاب کړی او ویلي یې دي چې د هیچا مامور (اجنټ) نه دی.

16.04.2023 امریکا غږ

په الاباما کې د زوکړې ورځې په محفل کې په 'ډزو کې څلور تنه' وژل شوي 

د متحدو ایالتونو د الاباما په ایالت کې محلي رسنۍ وايي چې دغلته د زوکړې ورځې د نمانځنې په یو محفل کې ډزې شوې چې له کبله یې «څلور تنه وژل» شوي‌ دي.

16.04.2023 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ اشنا د یکشنبې په خبري خپرونه کې دا مطالب ګورئ او اورئ: د افغانستان د سیاسي حل لارې موندلو په موخه د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویست د سفرونو او غونډو پر وړاندې غبرګونونه، په سودان کې جګړه، او د بد اقتصادي وضعیت له کبله په پېښور کې د افغان سوداګرو اندېښنې.

16.04.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

16.04.2023 امریکا غږ

پاکستان غواړي خپل سفیر بېرته افغانستان ته واستوي 

څو رسمي سرچینو د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل، پاکستان پریکړه کړې چې په روانه اونۍ کې خپل سفیر بیرته افغانستان ته واستوي. اسلام اباد څه دپاسه څلور میاشتې مخکې خپل سفیر هغه وخت له افغانستان څخه وویست چې د ادعا له مخې اسلامي دولت ډلې (داعش) د هغه د وژلو ناکامه هڅه وکړه. 

16.04.2023 امریکا غږ

وسله والو د پولیسو په مخکې د هند یو پخوانی وکیل او ورور یې ووژل

د هند د پارلمان یو پخوانی غړی او ورور یې، چې د انسانانو د اختطاف په تور محکوم شوي وو، د پولیسو په مخکې او په عام محضر کې په ډزو ووژل شو. له هغه سره یې ورور هم ځای په ځای وژل شوی دی.

16.04.2023 امریکا غږ

پاکستان بېرته خپل سفیر افغانستان ته لیږي

واشنګټن   - مختلفو سرکاري ذرائعو د اتوار/یکشنبې په ورځ وي او اې ته ویلي چې پاکستان فیصله کړې ده په دې هفته کې خپل سفیر/ناظم الامور بېرته افغانستان ته ولیږي. پاکستان څه باندې څلور میاشتې وړاندې پس د هغه خپل مشر سفارتکار له کابله ورغوښتی و چې په هغه باندې د داعش ډلې لخوا ناکامه برید وشو. کابل ته د پاکستاني ناظم الآمور د بېرته تګ فیصله پس د هغې شوې چې بېګا شپه (خالي/شنبې) د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقي خپل منځ کې ټلیفوني خبرې وکړې. د پاکستان د حکومت یو چارواکي چې غوښتل نوم یې په خبرونو کې پټ وساتلی شي، وي او اې ته وویل: "سفیر به د عید الفطر نه وړاندې کابل ته ورسیږي." دغه چارواکي نور جزئیات شریک نکړل، خو ویې ویل چې سفارتکاري تحرکات د امنیتي وجوهاتو له امله، رازداري غواړي. د پاکستان حکومت او د طالبانو حکومت دواړو د بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي د ټلیفوني خبرو په اړه لنډ لنډ بیانونه جاري کړي دي، خو په یو کې هم کابل ته د پاکستانی ناظم الامور عبیدالرحمن نظاماني د ستنېدو په اړه څه ذکر ندی راغلی. د طالبانو خارجه وزارت په خپل بیان کې ویلي چې د دوی خارجه وزیر امیر خان متقي د پاکستان له خارجه وزیر سره ټلیفوني خبرو کې، "پر یو شمیر مهمو او دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې." د طالبانو په بیان کې دا هم راغلي چې زرداري او متقي په دې اتفاق کړی چې "دیپلو ماتیکو اړیکو ته به وده ورکوي." په اسلام آباد کې د خارجه دفتر په بیان کې راغلي چې دواړو چاروکو "د دوه اړخیزو مفاداتو مسئلو باندې" بحث کړی، مګر نور تفصیل ندی ورکړی شوی. په بیان کې دا هم ویلی شوي چې، "خارجه وزیر [بلاول بوټو زرداري] د یو مستحکمه، پرامنه او خوشحاله افغانستان دپاره د پاکستان ژمنې بیا تصدیق کړې." د تېر ډسمبر میاشت په دویمه نېټه، کله چې کابل کې د پاکستان د سفارت ناظم الآمور عبیدالرحمن نظاماني دننه په سفارت کې قدم وهلو، هغه ځای ته نږدې د یوې څو چته ودانۍ څخه وسله والو ورباندې ډزې وکړې. نظاماني ته په دې حمله کې کوم زیان ونه رسېد، مګر د هغه یو پاکستانی محافظ په پښه کې زخمي شو. اسلام آباد سمدستي نظاماني چې په کابل کې جګپوړی پاکستانی سفارتکار و، له افغانستانه بهر وکاږه او د طالبانو نه یې وغوښتل چې د پاکستان سفارت امنیت دې ټینګ کړي. د داعش ډلې په یو بیان کې دا ذمه واري ومنله چې په پاکستاني سفارتکار باندې ډزې، د دوی کار وو او ویې ویل چې سیمه کې د دوی ډلې (داعش-خراسان) په "مرتد پاکستاني سفیر او د هغه په محافظ" حمله کړې ده. دې پېښې د طالبانو او پاکستان په تعلقاتو، چې تر دې وړاندې بهتره و، د اغېزې لاندې راوستل. پاکستان او افغانستان خپل منځ کې قریب ۲۶۰۰ کلومټره مشترک سرحد لري. د هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په افغانستان قبضه ولګوله، تر اوسه د دوو ملکونو ترمنځ د تجارت کچه سېوا شوې ده. پاکستان او د نړۍ هېڅ کوم بل ملک تر اوسه د طالبانو حکومت ندی تسلیم کړی، ځکه د بشري حقونو په اړه، په خصوص د ښځو جېنکو په کار او تعلیم باندې د طالبانو لګول شوي بندیزنو په باب، فکرمندي څرګندوي. طالبانو د شپږم جماعت نه پورته د جېنکو تعلیم هم په سکولونو او هم په یونیورسېټیو کې بند کړی دی، او همدا شان افغانې ښځې یې په اکثرو ادارو، په شمول د ملګرو ملتونو او غیردولتي ادارو کې، له کار کولو څخه منعې کړې دي. د افغان زندانیانو مسئله طالبانو د اتوار/یکشنبې په ورځ پخپل جاري کړی شوي بیان کې ویلي چې په پرونیو ټلیفوني خبرو کې، د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی چې په آینده ورځو کې به هغه افغانان د پاکستان د جېلونو نه آزاد کړی شي کوم چې د سفري دستاوېزاتو د نیمګړتیاوو له امله ګرفتاره کړی شوي دي. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې څه باندې دوه زره افغانان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل و او په جېلونو کې اچول شوي و، آزاد کړي او بېرته افغانستان ته لېږلي دي. طالبان شل میاشتې وړاندې په افغانستان کې واک ته ورسېدل او د هغه وخت راهېسي، قریب درې لکه افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي چې وجوهات یې په جنګ ځپلي او غریب افغانستان کې بد اقتصادي حالت او ناوړه بشري شرایط بلل شوي دي. ډېر شمېر کسانو هم په دې چې د امریکاییانو او مغربي قواوو سره یې کار کولو او اوس د طالبانو د انتقامي کاروايۍ د یرې پاکستان ته تللي دي. د پاکستان چارواکي اندازه لګوي چې صرف یو لک (۱۰۰۰۰۰) پناه غوښتونکي په قانوني ویزو باندې پاکستان ته ورغلي دي. د دې نه وړاندې هم ګڼ شمېر کې افغانان د اقتصادي وجوهاتو له امله پاکستان کې کډوال پاته شوي دي. واک ته د طالبانو د راتګ وروستو، څو ملکونو، په شمول د پاکستان، چین، روس، ترکي، او ایران، خپل سفارتونه په کابل کې پرانېستي وساتل. مګر امریکا او نورو مغربي ملکونو خپل سفارتکاري پلاوي له افغانستانه بهر، قطر ته واېستل چې له هغه ځایه د افغانستان اړمنو خلکو ته د بشري امداد رسول آسانه کړي.

16.04.2023 ډیوه

په سودان کې په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۵۶ ولسي خلک وژل شوي 

له سودان څخه راپورونه وايي چې دغلته د دوو غلیمو ډلو ترمنځ په تازه نښتو کې شاوخوا ۵۶ تنه وژل شوي، سلګونه نور ژوبل شوي او یو شمېر ودانۍ او سیمې زیانمنې شوې دي.  دا نښته نړیوالې ټولنې ته د خطر یو بل زنګ بلل کېږي. عیني‌ شاهدانو ویلي دي چې په مرکز خرطوم او د سودان په جنوب کې په ځینو لېرو پرتو سیمو کې ډزې او چاودنې شوې، ټانګونه په سړګونو او جیټ الوتکې په فضا کې ګرځي.  نښته د شنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري۲۶) د جنرال عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان داغلو ترمنځ، چې د چټک ملاتړ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر دی، له څو اوونیو ژوورو اختلافات ووروسته پیل شوه.   دواړه خواوې یو بل د جګړې په پيلولو تورنوي. د سودان په ملي تلویزون کې له کومې تبصرې او اعلامیې پرته وطني ترانې خپرېږي.  د داغلو د چټک ملاتړ ډله وايي چې د جمهوري ریاست ماڼۍ، د  مرکز خرطوم هوايي ډګر او ځینې نورې سیمې یې نیولې دي،‌ خو پوځ ټېنګار کوي‌ چې دوی په واک کې دي او له خلکو یې غوښتي دي چې له کورونو څخه د باندې ونه وځي، ځکه چې الوتکې د مخالفې ډلې په مرکزونو بریدونه کوي.  فرانس پرس اژانس وايي ځینې ویدیوګانې ورته رسېدلي چېپه  مرکز خرطوم کې له یوې ودانۍ څخه لوګي پورته کېږي، خو پوځ ویلي‌ دي چې یوې ودانۍ اور اخیستی دی.  د چټک ملاتړ ډله د «جانجاوید ملېشو» څخه په ۲۰۱۳ کال کې جوړه ده، هغه وخت ولسمشر عمر البشیر دا ډله د دارفور په لویدیځ کې د غیر عربو نژادونو په ضد کاروله. دا ډله په ځینو جنګي جرمونو هم تورنه ده او شاوخوا ۱۰۰ جنګیالي دي.  د سودان د پوځ په چوکاټ کې د دغې ډلې د جنګیالیو شاملول د پلان یوه مهمه برخه وه چې په سودان کې سیاسي‌ او اقتصادي بحران ته د پای ټکی کېښودل شي‌. دغلته په ۲۰۲۱ کال کې د پوځ له کودتا وروسته شخړې پیل شوې دي.  د «سودان ډاکټرانو مرکزي کمېټې» ویلي دي‌ چې په جګړې کې د وژل شویو ولسي خلک شمېر ۵۶ ته رسېدلی او شاوخوا ۶۰۰ نور ژوبل دي. ډاکټرانو د ټولنیزو رسنیو له لارې د مرستې، امبولانسونو ته یې د لار ورکولو او جګړې د ختمېدو غوښتنه  کړه.   په خرطوم کې یو عیني شاهد احمد سیف ویلي دي چې د چاودنو او ډزو له کبله یې ټوله شپه خوب نه دی کړی. هغه ویلي دي چې وضعیت خراب دی او داسې نه ښکاري چې دا جګړه دې ژر ختمه شي.  د ملګرو ملتونو عمومي مشني انتوني ګوتېرش د جګړې د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې جګړه د سودان د ولسي‌خلکو امنیت او مصونیت ګواښي.  افریقايي ټولنې، اروپايي ټولنې، بریتانیا، روسیې، چین او ایران هم د تاوتریخوالي د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده.  ټاکل شوې چې عرب لیګ نن یکشنبه د سودان د وضعیت د ارزولو په اړه غونډه وکړي، مصر د دغې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

16.04.2023 امریکا غږ

د یمن حکومت او حوثي یاغیانو ۹۰۰ بندیان تبادله کړل

د یمن حوثي یاغیانو او حکومتي ځواکونو د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) د څه باندې ۹۰۰ بندیانو درې ورځنۍ تبادله بشپړه کړه. دې کار یمن د اوږدې کورنۍ جګړې د پای ته رسیدو هیلې زیاتې کړي دي.

16.04.2023 امریکا غږ

د بشري حقونو کمېسيون: طالبانو د خپلو وسله والو مخالفينو د مړو ښخولو مخه نيولې

د پروان د سالنګ او پنجشېر د شتل ولسوالۍ ترمنځ سيمه کې د طالبانو حکومت ضد د ازادۍ جبهې د يو شمېر وسله والو کسانو تر وژل کېدو پنځه ورځې وروسته د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ادعا کوي چې طالبانو د يادو وژل شوو کسانو له جسدونو سره "غير انساني" چلند کړى دى او د هغوى د ښخولو مخه يې نيولې ده٠

16.04.2023 امریکا غږ

سوډان کې د پوځ او ملېشې جګړه، 27کسان وژل شوي، امریکا او طالبانو ترې غوښتي شخړه دې په خبرو حل کړي

واشنګټن ــــ په مسلمان افریقایي هېواد سوډان کې د پوځ او زورور نیم پوځي یا ملېشه ځواک تر منځ په پایتخت خرطوم او نورو سیمو کې سخته جګړه شوې ده چې د رپوټونو له مخې تر 200 زیاتو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو، امریکې، سعودي، عرب اماراتو، مصر او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په ګډون د افغان طالبانو حکومت هم له دواړو ځواکونو غوښتنه کړې چې له جګړې لاس واخلي او شخړه په خبرو حل کړي. د سوډان د ډاکټرانو تنظیم د شنبې- خالي په ورځ ناوخته وویل چې په جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه 27 کسان وژل شوي او تر 180 ټپیان شوي دي، خو وایي په لوېدیځ دارفر او شمالي مرو سیمه کې د پوځ او آر ایسف ایف ځواک په ګډون نور خلک هم وژل شوي او ټپیان دي چې شمېر یې معلوم نه دی. د یوې ورځې تر شدیدې جګړې وروسته پوځ له آر ایس ایف ځواک سره خبرې اترې رد کړې او ویې ویل چې دا "باغي ملېشه" به ختموي. په سوډان کې کودتا پوځ او ملېشه په ګډه کړې وه خو اوسنۍ جګړه شاید د دواړو تر منځ شخړه اوږده کړي. د سوډان د ډاکټرانو تنظیم سمدستي تفصیل نه دی ورکړی چې 27 کسان په کومو سیمو کې وژل شوي خو وایي شپږ په پایتخت خرطوم کې او نور په نورو سیمو کې وژل شوي دي. جګړه د شنبې- خالي په ورځ سهار وختي پیل شوې ده چې په سرښار خرطوم او شاوخوا سیمو کې ټوله ورځ د درنو ډزو ږغونه اورېدل کېدل، په دې سیمه کې له کودتا راهیسې د پوځ او ملېشه ځواک په لکونو پوځیان را غونډ کړي وو. عیني شاهدان وایي د دواړو اړخونو جنګیالیو په ګڼ مېشتو سیمو کې له بکتربند موټرو او پر ټرکونو له مشینګنو ډزې کولې او په خرطوم کې ټېنکونه هم لیدل شوي دي. پوځ ویلي چې دوی د پایتخت خرطوم ښار په شاوخوا کې د خپل مخالف آر ایس ایف ځواک پر پوستو باندې د الوتکو او ډرون بریدونه هم کړي دي او په اومدرمان ښار کې یې د هغوی ټولې اډې نیولې دي. د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش دا جګړه غندلې ده، هغه د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي چې د افریقایي اتحاد او سیمې له مشرانو سره به خبرې وکړي: "زه یو ځل بیا د ملګرو ملتونو پر ژمنه ټینګار کوم چې د سوډان له خلکو سره به د جمهوریت د بیرته پر ځای کولو لپاره د واک د منتقلۍ د هڅو ملاتړ کوي". د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم اندېښنه ښکاره کړې او له دواړو اړخونو یې غوښتي چې سمدستي جګړه ودروي او خبرې پیل کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه اعلامیه کې خواشیني ښکاره کړې او وایي دا ډول جګړه به د سوډان ولس وځوروي او تباه به یې کړي. په اعلامیه کې راغلي: "دا چې اوس لا د دغې پيښې ابتدا ده، اسلامي امارت خپل ورور سوډاني حکومت او ملت ته توصیه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي". د پوځ او ملېشه آر ایس ایف ځواک تر منځ له څو میاشتو روانه شخړه پرون په جګړه بدله شوه او له سیاسي ګوندونو سره هغه تړون یې وځنډاوه چې مقصد یې په دې هېواد کې د جمهوریت بیرته راتګ وو، کوم چې د 2021 په اکتوبر کې د پوځي کودتا په نتیجه کې ختم شوی وو. د سوډان اعلی پوځي افسر عبدالفتاح البرهان د 2021م کال د اکتوبر په 25مه د هیواد پخوانی وزیراعظم عبدالله حمدوک له واکه لرې کړ او د بیړني حالت له اعلانولو سره یې ګډ ملکي او ولسي کونسل ختم چې په تېرو دوو کلونو کې یې د سوډان مشري کوله.

16.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more