سودان کې د الوتکې لویدو په پیښې کې ۹ تنه وژل شوي
د سودان پوځ وایي د دې هیواد د پورټ سودان په هوایي ډګر کې یکشنبه جولای ۲۳ (زمري۱) د څلورو سرتیرو په ګډون ۹ تنه هغه وخت ووژل شول چې یوه ملکي الوتکه رانسکوره شوه.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
این حق من است (تکرار)
این حق من است (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
دا زما حق دی (تکرار)
امریکا: هند کې پر دوو ښځو د جنسي تیري په رپوټونو ژور اندیښمن یوو
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري لومړۍ نیټه) وویل، د هغو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لري چې وايي، د هند په مانیپور ایالت کې پر دوو ښځو جنسي تېری شوی دی.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
بایډن د یو تورپوستي ځوان د یادښت ملي څلی جوړوي چې اووه لسیزې مخکې وژل شوی
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د تورپوستي تنکي ځوان ایمیټ تل په یاد یادګاري ملي څلی جوړوي چې په ۱۹۵۵ کال کې په میسیسیپي ایالت کې وژل شوی و. تل هغه وخت په یوې سپین پوستې ښځې د شپیلي د وهلو په تور ووژل شو.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د وریجو په برامداتو باندې د هند پابندي ممکن په نړېوالو بیعو اثر وغورځوي
واشنګټن - هندوستان، په هېواد کې دننه د سېوا کېدونکو نرخونو د وجې او له دې ېرې چې آینده فصلونو کې به کمی راشي، د څو کېټګوریو وریجو په برامداتو پابندي لګولې ده، چې د څېړونکو ترمخه، دا به په نړېواله مڼديې کې د غله دانې بیعې نورې هم اوچتې کړي. هند د نړۍ په کچه د وریجو تر ټولو ستر برامد کوونکی هېواد دی چې څلوېښت فیصدي د وریجو کاروبار ورپورې اړه لري او د هغه ځایه د نړۍ 140 ملکونو ته وریجې برامد کیږي. د هند حکومت د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پابندیو په اعلانولو سره وویل چې په تېر یو کال کې نرخونه په هغه ملک کې تر 11.5 فیصدو او په تیره میاشت کې 3 فیصدو پورې په بره تللي دي. د هند د صارفینو د چارو وزارت پخپل یو بیان کې وویل چې د برامداتو پالیسي کې یې په دې وجه تبدیلي راوستې ده چې "د هند په منډيې کې د غیرباسمتي سپینو وریجو کافي دستیابي یقیني شي او په ملک کې دننه د بیعو د لوړېدو مخه ونیولی شي." په بیان کې ویلی شوي چې دا پابندي په فوري توګه د عملي کېدو وړ ده. هند په داسې وخت کې دا ګام اخېستی چې څو ورځې وړاندې روس د تور سمندرګي د لارې د اوکراین غله دانو د برامداتو له لوظنامې نه په شا شو او په نړېواله کچه یې دا ېره پیدا کړه چې د خوراکي موادو په بیعو کې به اضافه راشي. د انډین اکسپرس اخبار د زرعي څانګې اېډېټر هرېش دامودرن وي او اې ته وویل: "د هند د وریجو د پابندۍ اثر به په نړېوالو نرخونو باندې محسوس شي. دا کار په داسې وخت کې وشو چې د تورسمندرګي انشيټيو موده ونه غځېدله. په داسې وخت کې چې د غنمو تجارت ته لوی خلل پیدا شوی، هند هم د وریجو برامدات بند کړل چې دا به د نړۍ د غله دانو منډیو ته یو بل ټکان ورکړي." د هريش وینا وه چې هندوستان تر دې وړاندې د کاله دوه ویشت نیم میلینه ټنه وریجې برامد کولې، خو اوس چې د ځینو وریجو په برامداتو پابندي ولګېدله، نو څلوېښت فیصده به په برامداتو کې کمی راشي. څېړونکي وایي چې هند د خوراکي موادو د کمي سره مخ دی او داسې نه ښکاري چې ډېر ژر دې دا لګول شوې پابندۍ لېرې کړي. د خوراکي موادو د بیعو لوړېدل د هند حکومت دپاره حساسه مسئله ده، ځکه سږکال د هند په څو ایالتونو کې ځایي انتخابات، او بیا آینده اپرېل میاشت کې په ټول هند کې عمومي انتخابات کېدونکي دي. تر دې وړاندې، هند د غنمو په برامداتو هم محدودیتونه لګولي و، چې تر اوسه نه دي لېري شوي.
سپینې خبرې
امریکا يي چارواکي وایي چې د افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي، دا شرایط څه دي، تخنیکي که سیاسي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
ملګري ملتونه: د شام په شمال ختیځ کې د لسهاوو زره ماشومانو قید ساتل، غیرقانوني دي
واشنګټن - د ملګرو ملتونو یوې ماهرې د شام په شمال ختیځ کې د لسهاوو زره ښځو او ماشومانو ډله ییزه قید ساتل، د نړېوالو قوانینو خلاف ورزي بللې او د مختلفو ملکونو په حکومتونو یې غږ کړی چې خپل شهریان دې د هغو حراستي مرکزونو نه وروغواړي، ځکه د هغې په وینا، دغه قید کسان هلته په غیرانساني او ظالمانه حالاتو کې ژوند تېروي. د ترهګرۍ سره د مقابلې او د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو نامه نګارې فیونوالا ني آولېن، شام هېواد ته د خپلې شپږ ورځېنۍ دورې نه پس د جمعې په ورځ د هغه ځای د حالاتو په اړه خپله زړه بوږنوونکې ارزونه خپره کړله. فیونوالا په یو خبري کنفرنس کې وویل: "دا بالکل ناقابل قبول ده چې مونږ دې څلوېښت زره کسان په داسې یو حراستي مرکز کې ولرو چې په کې شپېته 60 فیصده قیدیان یې د دوولس کلونو نه کم عمره ماشومان دي، او مونږ ته هېڅ پته نشته چې دننه په هغه مرکز کې څه تېریږي. که صرف دا ووایو چې دا د نړېوال قانون سرغړونه ده، شاید د حالاتو کافي بیان مو نه وي کړي." فیونوالا ني آلېن او د هغې سره ملګرې ډلې یې تېره هفته شام ته پخپل سفر کې په قمشلي، ګوېران، او الهول ضلعو او المالکیه ښار کې د جېلونو او حراستي مرکزونو لیدنه وکړه. د شام په الهول کېمپ کې چې ډېر لوی دی، په لسهاوو زره ښځې او ماشومان ساتل کیږي، چې اکثره یې د داعش جنګیالیو ښځې، کونډې او ماشومان دي. دا څو کاله کیږي چې امریکا د مختلفو ملکونو نه غواړي چې د دغو تندلارو د کورنیو غړي چې د متعلقه ملکونو شهریت لري، ځان ته ورغواړي، مګر حکومتونو خپل غوږونه کاڼه اچولي دي. یا په کېمپ کې مېشته کسان خپل شهریت نشي ثابتولی، او یا یې متعلقه ملک نه غواړي چې د داعش ملاتړې کورنۍ او یا د پخوانیو داعشیانو کورنۍ خپلو وطنونو ته ستانه کړي. مګر د ملګرو ملتونو نامه نګارې ټینګار وکړ چې دا د ریاستونو فرض دی چې د شام په حراستي مرکزونو کې ساتل شوي خپل شهریان، بېرته خپلو ملکونو ته ستانه کړي. د کېمپ چارواکي وایي چې د داعش ډلې ښځې په الهول کېمپ کې په تشدد سره واک چلوي او دا هلې ځلې کوي چې داعش ډله، د ماتې خوړلو نه کلونه پس هم فعاله وساتلی شي. د دې ترڅنګ، چارواکي وایي چې هغو ښځو په کېمپ کې اورونه بل کړي، ساتونکي یې ګواښلي، او کوښښ یې کړی چې ساتونکي اغوا کړي، او دا کوښښ یې هم کړی چې هلکان د هغه کېمپ نه وتښتي او د داعشیانو سره یوځای شي. ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۲۱ کال د پیل راهېسي په الهول کېمپ کې د سل نه زیات کسان وژلی شوي چې ګڼ شمېر ښځې هم په کې شاملې وې. په الهول او الروج کېمپونو کې چې د کردي ملېشو لخوا ساتل کیږي او امریکا یې ملګرې ده، د اندازې ترمخه شاوخوا دوه پېنځوس زره (۵۲۰۰۰) کسان په حراست کې ساتل شوي دي. د ملګرو ملتونو نامه نګاره وایي چې د هغوی د ژوند ماحول او حالات ډېر ناوړه دي. اېن بي سي خبري رسنۍ ویلي چې په دې باب یې شام کې د کردي ملېشو له چارواکو نه د ځواب غوښتنه کړې، مګر هغو څه ځواب نه دی ویلی.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
په هند کې ځمکه ښویدنه؛ تر اوسه ۲۷ مړي موندل شوي
په هند کې مقامات وايي، په دغه هېواد کې د ځمکې له ښويدو وروسته د ژغورنې په عملياتو کې تر اوسه د ٢٧ کسانو مړي موندل شوي دي.
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.