ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په افغانستان کې بندي کړل شوې ښځې په بند کې د طالبانو د ځورولو شکايتونه کوي

واشنګټن- هيومن رايټس واچ ته درېو افغانو ښځو د خپل بند حال ويلی چې طالبانو د نيولو وروستو څنګه ځورولي او څومره ډېر بد سلوک يې ورسره کړی.  ياده اداره په خپل خور کړل شوي تفصيل کې وايي دې ښځو ورته ويلي طالبانو دوی په ناجايزه توګه نيولي او سره د کورنو او وړو بچيانو يې په بند کې ساتلې وې.  د دوی د عوو تر مخه په بند کې ورته د طالبانو لخوا دړکې ورکړل کېدلې، وهل ټکول ورسره کېدل په خطرناکو شرايطو کې وساتل شوې، هغې څه ته يې لاس رسی نه کېدو چې حق يې و او د نورو زورونو سره سره يې د ازادېدو په وخت ډېره بدسلوکي وګالله.  دوی دعوه کړې طالبانو به يې د کورنيو نارينه بنديان وهل ټکول او هغوی ته به يې د بجلۍ کرنټونه ورکول. په تفصيل کې ويل شوي دا بنديان د کومو کومو تجربو نه تېر شول او طالبان د حقونو د پاره د مظاهره کونکو ښځو سره په بند کې څه رقم چلن کوي چې څنګه وکړی شي دا غږونه غلي کړي.  د هيومن رايټس واچ د ښځو د حقونو د څانګې مشره حيدر بار ويلي “د افغانو ښځو د زړوتوب قيصه اسانه نه ده چې بيان کړل شي چې څنګه هغوی د طالبانو د زور ظلم خلاف ودرېدلې”.  اغلې بار وايي “د دې ښځو داستانونه ګويا دي چې طالبان څومره د دوی د هلو ځلو نه ځان ته خطر ويني او په زور زياتي کولو کې تر کومه حده تللی شي چې دا غږ غلی کړي”.

20.10.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

20.10.2022 امریکا غږ

د اسلام آباد عالي محکمه په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته د تابعیت په ورکولو غور کوي

د اسلام آباد عالي محکمه د یو ۲۴ کلن افغان، چې پاکستان کې زیږېدلی، د تابعیت پر غوښتنه غور کوي او کتونکي وايي، ددې محکمې له پرېکړې سره ښايي په پاکستان کې زیږېدولو نږدې ۸۰۰ زرو افغانانو ته ددغه هېواد تابعیت ورکړل شي.  

20.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

20.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

20.10.2022 امریکا غږ

پاکستان کې زېږیدلو افغانانو ته دپاکستان شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه ورکول کیږي؟

وي او اى ډيوه سره خبرو کې اعجاز ګيلاني وويل د شهريت سره تړلي د ملکي قانون کال ٢٩٥١ د لاندې پاکستان کې زيږيدلى هر يو تن د پاکستاني شهريت حقداره دى خو د اعجاز ګيلاني په وينا د پاکستان حکومت په دې اړه د افغانانو سره د نسل په اساس توپيري چلند کوي

20.10.2022 ډیوه

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام تاریخچه او د افغانستان لوبې 

په استرالیا کې د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام دا ډول اتم نړیوال جام دی چې کېږي. په سږني جام کې د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه لري.  د کرکټ د لومړي شل اوریز جام سیالۍ په ۲۰۰۷ کې په جنوبي افریقا کې وشوې چې هند یې اتلولي وګټله. دا سیالۍ هرو دوو کلونو کې یو ځل کېږي، خو که د کرکټ د نړیوالې شورا په لویو ټورنمنټونو په مهالوېش کې څه ټکر راشي او یا کوم لوی خنډ پیدا شي، بیا یې وخت بدلېږي رابدلېږي. لکه د ۲۰۲۰ نړیوال جام سیالۍ چې د کرونا وبا له کبله وځنډېدې.  افغانستان په ۲۰۱۰ کال کې په لومړي ځل په شل اوریز نړیوال جام کې ولوبېده.  هغه کال د دغه جام سیالۍ په  ویسټ انډیز کې وشوې چې افغانستان په کې له جنوبي افریقا او هند سره مخامخ و او دواړه لوبې یې وبایللې خو افغان لوبغاړي په نړیوالو رسنیو کې وستایل شول.  د دغه جام اوسنۍ اتله لوبډله استرالیا ده، دوی تېر کال په لومړي ځل دا جام وګاټه.   ویسټ انډیز دوه ځلې، پاکستان، هند، انګلنډ او سري لانکا یو-یو ځل دا جام ګټلی دی.   افغانستان د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته رسېدلی خو لا تر دې مخکې نه دی تللی. افغان لوبغاړي هیله لري چې په سږنیو سیالیو کې تر نیمه پایلوبې ځان رسوي.  د افغاستان لوبې  افغانستان د ۲۰۲۱کال په شل اوریز نړیوال جام کې د دوو لوبو له ګټلو وروسته مستقیما د ۲۰۲۲ د اتو غوره لوبډلو مرحې ته لاره ومونده.   افغانستان په روان نړیوال جام کې په الف ګروپ کې دی چې پنځه لوبې کوي او که د ګروپ په دوو غوره لوبډلو کې راغی، سیمې فاینل ته به ووځي.  افغان لوبډله له کوربنه استرالیا، انګلنډ، نیوزلنډ، سري لانکا او یوې بلې لوبډلې سره، چې لا مشخصه نه ده، مخامخ ده.  د افغانستان لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تله ۳۰) د استرالیا په پرت ښار کې له انګلنډ سره ده.  دویمه او درېیمه لوبه یې د استرالیا د میلبورن په ښار کې له نیوزلنډ او بلې لوبډلې سره، چې لا مشخصه شوې نه ده، ده.  څلورمه لوبه یې د نومبر په لومړۍ نېټه د بریسبن په ښار کې له سري لانکا او د ګروپ وروستۍ لوبه یې د نومبر په څلورمه نېټه د اډلایډ په ښار کې له استرالیا سره ده. 

20.10.2022 امریکا غږ

د امریکا د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړو له اوکراین سره ددغه هېواد ۶۰ میلیارد ډالر مرسته وننګوله

د اوکراین دپاره د امریکا د حکومت د ۶۰ میلیارد ډالرو مرستې له اعلان وروسته، په کانګرس کې یو شمیر جمهوري غوښتونکو غړو ددغې مرستې اندازه او څرنګوالی تر پوښتنې لاندې راوستی.

20.10.2022 امریکا غږ

د افغانستان او پاکستان په پوله د پاکستاني امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن او سپین بولدک په شریکه پوله د ازغن تار په لانجه وخت په وخت د تاو تریخوالې پېښې رامنځ ته کیږي.‌  په سیمه کې اباد قباېل وايي‌ چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ازغن تار  په سر پینځه ځله نښتې شوي چې دواړه اړخو ته پکې مرګ ژوبله شوې ده

20.10.2022 ډیوه

د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

20.10.2022 امریکا غږ

د کشمیر خبریالا وايي هندي چارواکو ورته امریکې ته د تګ اجازت نه دی ورکړی

د نیویارک په دستوره کې د هغې  د غیر موجودګۍ باوجود به مټو د پولېټزر پرایز کې برخه ورکول کېږي. په دغه انعام کې د افغان خبریال دانش صدیقي برخه هم ده چې د کال 2021 د جولای په میاشت کې په افغانستان کې وژل شوی دی

20.10.2022 ډیوه

د بریتانیا صدراعظمې لیز ترس استعفا وکړه

لیز ترس د بریتانیا د صدراعظمې په توګه له شپږ اونیو کار وروسته د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) خپله استعفا اعلان کړه.

20.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

20.10.2022 امریکا غږ

څیړونکي:دا د ولسي پاڅون زور دی چې پارلیمان کې دسوات په اړه د ولس اندېښنې رښتیا ومنل شوې

دسوات سیاسي اؤ مدني فعاله مسرت احمد زیب وایي د شتر مرغ په څېر سر په شګو کې پټولو سره له خطره تېښته نه ده پکار خو دهیواد دکورنیو چارو وزیر دی اؤ که دخېبر پښتونخوا وزير اعلا محمودخان، يو هم سوات ته نه دی راغلی نو څنګه به دسوات د وضعیت اؤ ددې سیمې دخلکو داندېښنو نه خبر شي

20.10.2022 ډیوه

نړیوال جام پنځمه ورځ؛ سري لانکا هالنډ ته ماتې ورکړه او افغانستان سره مخامخ شوه

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په روانو سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تله ۲۸) سري لانکا هالنډ ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام د ۱۲ غوره لوبډلو مرحلې ته ووتله.  سري لانکا د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې هالنډ ته د ۱۶۲ منډو هدف وټاکه. د سري لانکا په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې ۷۹ منډې کوسال منډیس وکړې او د خپلې لوبډلې په بري کې یې مهم رول ولوبوه.  هالنډ یې په ځواب کې ۱۴۶ منډې وکړې او د ۱۶ منډو په توپیر یې دا لوبه وبایلله. د لوبې غوره لوبغاړی د سري لانکا منډیس شو.  سري لانکا په دغه بري سره د ۱۲ غوره لوبډلو مرحلې ته لاره وکړه. له سري لانکا سره هالنډ هم د ۱۲ غوره لوبډلو مرحلې ته ووت، له دوی سره په ګروپ کې متحده عرب امارات او نمیبیا وو چې هغوی نور په نړیوال جام کې د پرمختګ چانس نلري.  سري لانکا د ۱۲ غوره لوبډلو په مرحلې کې د افغانستان په ګروپ کې شامل شو. افغانستان په الف ګروپ کې دی چې هلته استرالیا، انګلنډ، نیوزلنډ هم شته.   یوه بله لوبډله هم ور روانه ده چې لا مشخصه شوې نه ده.  سري لانکا به د نومبر په لومړۍ نېټه د استرالیا په بریسبن ښار کې له افغانستان سره لوبه کوي. د افغانستان لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ له انګلنډ سره ده. افغانستان په دوو تمریني لوبو کې له بنګله دېش څخه وګټله او له پاکستان سره یې لوبه د باران له کبله بې نتیجې شوه.   

20.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more