ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو وضعیت - سپینې خبرې
طالبانو نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا هغه کلنی راپور رد کړی چې وايي افغانستان کې ښځې نورې هم محدودې شوي. ایا افغانستان کې ښځې له خپلو اساسي حقونو برخمنې دي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې اړه بحث شوی.
عراق کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي - د پنټاګون چارواکی
د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) وویل چې د عراق د لویدیځ په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي دي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا راپور - اشنا
د افغانستان او نړۍ نورو هیوادونو کې د بشري حقونو په تړاو د امریکا د حکومت کلنی راپور، د ایران او پاکستان ترمنځ اړیکې او تازه هوکړې، په افغانستان کې د کوچیانو ناهیلۍ او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ محدودیت او مخالفتونه - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ د محدودیت او پر ضد یې په پاکستان کې د روانو مخالفتونو په اړه بحث شوی دی. په افغانستان کې د فوټبال د لوبې ودې ته هم کتنه شوې ده.
بریتانیا د کډوالو د نیولو او روانډا ته لیږلو بهیر اعلان کړ
بریتانیا د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۳ (غوايي څلورمه) اعلان وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې د غیرقانوني کډوالو د نیولو او روانډا ته د لیږلو بهیر پیلوي.
د امریکا په یو شمېر پوهنتونونو کې د فلسطینیانو د ملاتړ مظاهرې په کړکېچ اوښتي
د امریکا په څو سترو پوهنتونونو کې د فلسطینیانو د ملاتړ مظاهرې د مظاهرو کوونکو او د پوهنتونونو د مسئولینو ترمنځ په کړکېچ بدلې شوي، یو شمېر مظاهره کوونکي نیول شوي او ځینې ټولګي رخصت شوي دي.
مالیزیا کې د دوو هلیکوپترو د ټکر له کبله ۱۰ تنه مړه شوي
په مالیزیا کې دوو پوځي هلیکوپترو په هوا کې ټکر کړی او پکې سپاره ۱۰ کسان مړه شوي دي.
مجاهد امریکا ته: د افغانستان او لودیځو هیوادونو د بشري حقونو ارزښتونه سره توپیر لري
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته، چې په کې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په سرغړونو تورن شوي، ویلی چې لویدیځ هیوادونه دې پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي، د افغانستان خلک مسلمانان دي او حقوق یې د شریعت پراساس تعریف کیږي.
طالبانو د افغان میرمنو لپاره فرصتونه محدود کړي، راپور
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې تیر کال په افغانستان کې د طالبانو د فرمانونو له کبله د میرمنو لپاره وضعیت د پام وړ توګه خراب و.
ایران او پاکستان په غزې کې د اوربند غوښتنه وکړله
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پاکستان ته پخپل رسمي سفر کې په غزې کې د اسرائیل لخوا "نسل وژنه" وغندله او د اوربند غوښتنه یې وکړله.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا اوکراین ته د اضافي نظامي سلاکارانو په استولو غور کوي
متحده ایالات ښایي د اوکراین په پایتخت کیف کې خپل سفارت ته اضافي نظامي سلاکاران واستوي چې د هغه هیواد حکومت او پوځ ته سلا مشورې ورکړي او مرسته ورسره وکړي.