امنیت شورا د افغانو مېرمنو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی - اشنا خپرونه
په دغه خپرونه کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې، د طالبانو د غبرګون، په جینیوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لاریون، په امریکا کې د کارګرو د اعتراض سره د ولسمشر بايډن د ملتیا او د افغانستان، سیمې او نړۍ اړوند نور مهم راپورونه، بحث او خبرونه اورېدلای شئ.
د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې د طالبانو ګډون - اتصال
په دغه خپرونه کې د روسیې پر اندېښنو او د طالبانو په وړاندې د روسیې پر دریځ او غوښتنو بحث شوی اودغه راز، د چین په هانګژو ښار کې د اسیايي المپیک په سیالیو کې د افغانستان پر ګډون او د لوبغاړو پر لاسته راوړنو خبرې شوي دي.
عباس ستانکزي په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره په چلند انتقاد کړی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د پولیسو په ناسم چلند باندې کلک انتقاد کړی او د پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې د خپل هیواد د کورنیو ستونزو مسوولیت دې په افغانستان نه اچوي.
خټک: پاکستان کې د ناامنیو ۹۵ سلنه قربانیان د پښتونخوا خلک دي - ځانګړې مرکه
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ.
نیپال د کرکټ ۲۰ اوریزه لوبه کې د افغانستان د زیاتو منډو ریکارډ مات کړ
نیپال د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) لومړنی کرکټ ټیم شو چې په یوه نړیواله ۲۰ اوریزه لوبه کې یې له ۳۰۰ زیاتې منډې وکړې.
شمالي کوریا وایي دې هیواد ته ورغلی امریکایي سرتیری بیرته باسي
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې ۵) وویل چې هیواد یې پریکړه کړې چې د متحده ایالاتو سرتیری ټرویس کنګ، چې د جولای په میاشت کې له جنوبي کوریا څخه شمالي کوریا ته د اوښتلو وروسته توقیف شوی و، بیرته له دې هیواد څخه باسي.
ایران نوې پوځي سپوږمکۍ فضا ته توغولې - ایراني رسنۍ
د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې پنځمه) وویل چې ددغه هېواد د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو "په بریالیتوب سره" یوه پوځي تصویري سپوږمکۍ فضا ته توغولې ده.
مجاهد: 'کوچنیو داخلي مسلو' باندې خبرو ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه بحث منحرف کړ
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره ملګروملتونود امنیت شورا د غونډې بحثونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ددغې شورا بحثونه او نظرونه یوازې د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.
بخښنې نړیوال سازمان طالبانو له بند څخه د ندا پرواني د خوشې کیدو غوښتنه کړې
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو په خپلسر نیولو په دوام اندیښنه ښودلې او په دغه هیواد کې د بشري حقونو د سرغړونکو سره د حساب لپاره یو ځل بیا د حساب ورکونې د یو خپلواکه میکانیزم رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده.
په سناتور منیندیز چې په رشوت خورۍ تورن دی د استعفا کولو لپاره فشارونه ډیر شوي
د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ په مخکني مشر سناتور باب منیندیز د خپلو دیموکرات ګوند ملګرو لخوا فشارونه ډیر شوي چې د سنا د غړیتوب څخه دې استعفا وکړي.
عراق کې د ودونو تالار کې اور لګیدو کې سل تنه وژل شوي
په عراق کې چارواکي وایي د دې هیواد په شمال کې د ودونو یو تالار کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ ژوبل شویدي.
ولې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان او پاکستان استازو لفظي شخړه وکړله؟
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق وروسته تر هغه پاکستان په دوه مخیتوب تورن کړ چې د امنیت په شورا کې د پاکستان استازي په ښکاره توګه د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنې غوښتنه وکړله.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي پیښور کې یې د داعش ۴ افغان غړي نیولي
په پاکستان کې چارواکي وایي سه شنبه سپټمبر ۲۶ (تلې ۴) په پیښور کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش – خراسان څانګې څلور غړي نیولي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰