یو پاکستانی اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي په تور ونیول شو
د پاکستان پولیسو هغه مسیحي ځوان نیولی او بندي کړی دی، چې پر فیسبوک یې د کعبې یو ( نامناسب) تصویر لایک او خوښ کړی و.
ایران خپل پوځ غښتلی کوي
د ایران د پوځ لوی درستیز وایي د امریکا له خوا اسرائیل ته د ٣٨ میلیاردو ډالرو مرستې ایران دې ته هڅولی چې خپل پوځ غښتلی کړي.
د افغانستان د کرکټ لوبډله بنګلدېش ته ولاړه
افغان کرکټ لوبډله د دریو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره بنګلدېش ته ولاړه
سولې شورا: اسلامي حزب سره د سولې موافقه سبا لاسلیک کیږي
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، که کومه جدي پېښه رامنځ ته نشي، له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي.
ولسمشر اوباما په ملګرو ملتونو کې خپله وروستۍ وینا وکړه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې خپله وروسته وینا وکړه.
ماشومان باید د ورځې څو ساعته کمپیوتري لوبې وکړي؟
یوه نوې څیړنه وایي هغه شومان چې د ورځې له یو ساعت څخه زیات په ویدیو گیم تیروي، ښایي د سلوک په ستونزو اخته شي.
سنجې دت راتلونکی فلم افغانستان کې جوړوي
د تور باز په نوم فلم کې سنجې دت د یو پوځي افسر رول لوبوي، چې د کرکټ د لارې ځانمرگو حملو ته د تیارو ماشومانو فکرونه بدلوي.
کابل د نیویارک د پېښې پلټنو کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی
افغان حکومت وايي، که څه هم د نیویارک په پېښه کې متهم امریکايي تابعیت لري، خو که د امریکا ترې د هغه په تړاوو په پلټنو کې د همکارۍ غوښتنه وکړي، دوی همکارۍ ته چمتو دي.
جوزجان کې د جنرال دوستم د ساتونکو پر کاروان برید وشو
د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تر ماښام په دغه ولایت کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو په کاروان چې هغه په کې نه وو برید کړی دی.
د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې د سوریې جګړه او د مهاجرینو بحران مهمه اجنډا ده
د نړۍ مشران په همدې روانې اوونۍ کې د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډې کې د ګډون لپآره راټولیږي.
د روسيې د پارلماني انتخاباتو اکثریت څوکۍ "متحده روسي ګوند" ګټلي دي
د متحده روسي ګوند" د پارلمان د استازو د جرګې له څلور سوه پنځوس څوکیو څخه درې سوه ترلاسه کړي دي.
اصغر ستانکزی:د کرکټ د ملي ټیم انتخاب به په معیار کیږي
د افغانستان کرکټ ملي ټیم به د ستمبر له پینځه ویشتمې د بنگله دیش سره درې یو ورځنۍ سیالۍ لري.
د نیویارک د چاودنې د مشکوک بریدګر تصویر خپور شو
د نیویارک ښار پولیسو د هغه سړي تصویر خپور کړی، چې شک کیږي د نیویارک په ښار کې د شنبې د ورځې په چاودنې کې به لاس ولري.
بلخي: هره ورځ شپږ زره افغانان له پاکستان او ایران وطن ته راستنیږي
افغان حکومت وایي، په تیرو څلوارلسو کالو کې د لومړي ځل لپاره له ګاونډیو هیوادنو وطن ته د افغانانو د راستنیدلو لړۍ تیزه شوې او اوس هره ورځ تر شپږ زروپورې ګډوال وطن ته راستنیږي.
عبدالله: یوازې حکمتیار سره سوله ستونزه نه حل کوي
اجرائیه رئیس وایي دې د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې سره مخالف نه دی، خو دا ګڼي چې یوازې د حکمتیار په راتګ د افغانستان ستونزه نه حل کیږي.