ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سرتاج عزیز: د ولسمشر غني خبرې د افسوس خو د درک وړ دي

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي هند کې د پاکستان په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا د افسوس وړ ده، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.

04.12.2016 BBC

افغان ترکمن اورګادی

افغانستان او ترکمنستان دا تېره اوونۍ د اورګاډي يوه له هیلو ډکه لار پرانيسته. هيله دا ده چې د دوو میليارډو ډالرو په ارزښت دا پروژه به د سوداګرۍ غوړاوي کې رول ولري.

04.12.2016 BBC

د اونۍ اقتصادي راپور

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اورګاډي نوې لار په تړاو رپوټ او نور ګڼ اقتصادي خبرونه د دې اونۍ په تازه ګڼه کې لیدلی شئ.

04.12.2016 BBC

د غزې بايسکل ځغلوونکې مېرمن

غزه کې يوه ښځه د ښځينه بايسکل ځغلونې نارسمي بنديز ننګوي چې له بلوغ وروسته پر لګېږي. امنې سليمان پيل له خپل ځانه کړی، چې بايسکل سپرلي یې دېرش کلنۍ کې زده کړې ده.

04.12.2016 BBC

د موصل نیولو کې د شیعه ملېشو پر شتون اندېښنې

شيعه ملېشې چې يو وخت په فرقه ييزې وژنې تورنې وې، اوس د عراق پوځ کې ورشاملې شوې

04.12.2016 BBC

غني: پاکستان دې اورپکي وځپي

امرتسر کې د اسيا زړه کنفرانس کې افغان ولسمشر وویل پاکستان دې د خپلې بسپنې پيسې خپله خاوره کې د اورپکۍ پر ځپلو ولګوي.

04.12.2016 BBC

د نړۍ یو شمېر جالب تاریخي میراثونه

نړۍ کې خورا ډېر تاریخي میراثونه شته خو ټول د پام وړ نه وي. دلته هغه تاریخي میراثونه درپېژنو چې د اهمیت ترڅنګ ښایست او جذابوالی هم لري.

04.12.2016 BBC

ملګرو ملتونو افغانستان کې د زنداني ماشومانو د ساتنې له وضعیته رضایت ښوولی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) ویلي؛ په دغه هېواد کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ماشومانو وضعیت ښه شوی دی. افغانستان په دې برخه کې د ملګرو ملتونو حد اقل معیار پوره کړی دی.

04.12.2016 BBC

په چین کې د ټیټانیک په څېر بېړۍ جوړېږي

په چین کې د ټیټانیک بېړۍ د جوړولو چارې د راتلونکې سې شنبې په ورځ پیلېږی.

04.12.2016 BBC

بلوچستان کې زرګونه ماشومان پولیو واکسین نه پاتې شوي

د پاکستان په بلوچستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي ادارې سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوی د پولیو ضد وروستي کمپاین کې ونشوای کولی په دغه ایالت کې شاوخوا ۱۶ زره میلیونه ماشومان واکسین کړي.

04.12.2016 BBC

اذربایجانۍ په درې کلونو کې د ورېښمو پر پاڼو قران ولیکه

تنزل محمدزاده د اذربایجان یوه نقاشه او خطاطه ده. درې کاله یي ډېر زیار ګاللی چې قران حکیم په تور روښانه ورېښم ولیکي.

04.12.2016 BBC

د زرغون ګوند مشره پنسلوانیا کې د رایو له بیاشمېرل کېدو تېره شوه

د امریکا د زرغون ګوند مشرې جیل سټاین ویلي؛ د محکمې لخوا د لوړ لګښت ټاکلو له امله پنسلوانیا ایالت کې د رایو بیا شمېرل کېدو له غوښتنې تېره شوې ده. هغي غوښتل په ویسکانسن، مشیګان او پنسلوانیا کې رایې له سره وشمېرل شي.

04.12.2016 BBC

د عکسونو البوم: له فېډل کاسټرو سره مخه ښه

د کیوبا انقلابي مشر فېډل کاسټرو ته د وروستي درناوي لپاره د شنبې په ورځ په سنټیاګو کې په لسګونو زره خلک سړکونه ته راووتل. دا انځورونو د بي بي سي خبریال سام فرزانه په سنټیاګو کې اخیستي دي.

04.12.2016 BBC

ټایمز اف انډیا: ښایي ډیلي او کابل د سوداګریزۍ پر هوایي کرښې هوکړه وکړي

هندۍ ورځپاڼو د هند په امرتسر کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس په اړه ګڼ شمیر مطالب خپار کړي او د ډېلي او کابل ترمنځ اړیکو ته یې له بیلابیلو اړخونو کتنې کړي دي.

04.12.2016 BBC

سنټیاګو کې د 'کاسټرو مخه ښې ته' لسګونو زره کسان را ووتل

د کیوبا انقلابي مشر فېډل کاسټرو ته د وروستي درناوي لپاره د شنبې په ورځ په سنټیاګو کې په لسګونو زره خلک سړکونو ته راووتل. نوموړی د تېر نومبر پر ۲۵ د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو.

04.12.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more