ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


'له مجبورۍ د تناره تور لوګي ته ناسته یم'

ناهید له ۱۴ کلونو راهیسې هره ورځ د تناره په تور لوګي کې خلکو ته ډوډۍ پخوي او د خپلو بچیانو لپاره یوه مړۍ روزي ګټي.

06.03.2018 BBC

''د لینن مجسمې له نړولو وروسته یې د هغه پر سر فوټبال پیل کړ''

د هند تریپوره ایالت کې د واکمن بهارتیه جنتا ګوند(بي جي پي) پر فعالانو تور پورې شوی، چې د شوروي پخواني مشر ودلادیمر لینن مجسمه یې نړولې ده.

06.03.2018 BBC

افغانستان: د ښځینه څارنوالانو شمېر ډېرېږي

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، ولایتونو کې د ښځینه څارنوالانو شمېر ډېروي او په همدې موخه یې نن 'مارچ شپږمه' کابل کې له نژدې ۲۵۰ مېرمنو ازموینه واخیسته.

06.03.2018 BBC

ارګ: له عطامحمد نور سره خبرې پایلې ته رسېدلې دي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د دغو خبرو پایلې څرګندې شي. تېره ورځ داسې ناتایید شوي راپورونه ورکړل شوي وو، چې عطامحمد نور د بلخ ولایت له څوکۍ خپل تلل منلي، خو دا شرط یې ایښی چې ځای ناستی یې باید د ده په خوښه وټاکل شي.

06.03.2018 BBC

یونیسف: د ۲۵ میلیون کم عمره جوړو د ودونو مخه نیول شوې

ملگري ملتونه وايي د نړۍ په کچه د ټیټ عمرو په ودونو کې پام وړ لږوالی راغلی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونيسف" وايي په تېره یوه لسیزه کې په ماشوم‌توب کې د شاوخوا ۲۵ میلیونو جوړو د ودونو مخه نيول شوې. افغانستان کې هم سږ کال د کم عمره نجونو ودولو کچه کمه شوې.

06.03.2018 BBC

له ابراهیم عابد سره پر شوي' ناوړه چلند' پراخ غبرګونونه

له افغان طنز جوړوونکی او ممثل ابراهیم عابد سره د یو شمېر وسله والو چې پوځي جامې یې پر تن دي، شوي چلند په پراخه کچه د افغانانو غبرګونه پارولي دي. د خواله رسنیو کاروونکو د ویډیو خپرول د شخصي حریم تر پښو لاندې کول ګڼلي او عاملانو ته یې د سزا ور کولو غوښتنه کړې ده.

06.03.2018 BBC

د ژړا کلب چې خپګان پر خوشحالۍ بدلوي

په هند کې یو کلب هره میاشت خپلو غړو ته د ژړا لپاره ناستې جوړوي، چې د اندېښنې لرې کولو په پلمه ګډونوال پکې ژاړي.

06.03.2018 BBC

د کابل - اسلام اباد سوداګري؛ پښتونخوا ډېر زیان لیدلی

پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د دغه هېواد سوداګري تر نیمايي ډېره کمه شوې چې له امله یې د خیبرپښتونخوا ایالت ته ډېر اقتصادي زیان رسېدلی دی. د سرچینو په خبره، پښتونخوا کې د اوړو د ۲۰۰ کارخونو له ډلې څه باندې ۱۰۰ ډوپه (دیوالي) شوې دي.

06.03.2018 BBC

د پاکستان او روس زیاتېدونکي اړیکي

پاکستان او روسیه که یو وخت خپلو کې دوه بد سیالان و اوس د خپلمنځي ډيپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د نږدې کولو پلاني هڅه کوي. په دغه کار سره نه یواځې د سیمې دودیز سیاسي او دفاعي چوکاټ بدلېږي، بلکې د مسکو د ګاز کمپنیو ته نوی بازار موندل کېږي.

06.03.2018 BBC

سوري ماشومان د ملګرو ملتونو "کفن" کې

پر خواله رسنیو د سوریې غوطې سیمې د دوو وژل شویو سوري ماشومانو هغه انځورونه ډېر لاس په لاس شوي، چې د ملګرو ملتونو پلاستیکي خلتو کې یې مړي نغښتل شوي.

06.03.2018 BBC

"امنیتي ځواکونو مو خیمه و سوځوله او درې کسان یې ټپي کړل"

د غزني ولایت په مرکز کې پرلتیان وايي، تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو پر اعتراضیانو ډزې کړې دي او درې کسان یې ټپیان کړي دي. خواله رسنیو کې هم د ټپیانو انځورونه او د خېمې سوځولو ویډیو خپره شوې، خو ځايي چارواکي دا خبره ردوي. د غزني د پرلت په ملاتړ کې کابل کې هم لاریون روان دی.

06.03.2018 BBC

"نوي مجرب امریکايي روزونکي افغان سرتېري په نوي ډول روزي"

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خپلې نننۍ گڼې کې خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، امريکايي روزونکي افغان ځواکونو ته نوي ډول روزنه ورکوي.

06.03.2018 BBC

د عراق د پخواني ولسمشر او کورنۍ د ملکیت ضبطولو حکم

د عراق حکومت د دغه هېواد د پخواني ولسمشر صدام حسین، د هغه د کورنۍ د ټولو غړو او د بعث ګوند د پخوانيو زرګونو چارواکو د ملکیت ضبطولو حکم وکړ. په دې نوملړ کې ۴۲۰۰ کسان راځي چې د عراق د پخوانیو چارواکو او خپلوانو د موندلو جرګه ګۍ برابر کړی دی.

06.03.2018 BBC

د نيل سيند پر سرلانجه

پر نیل سیند حالت یو څه نازک دی ځکه ایتوپیا د یوه لوی بند جوړولو پای ته ور نژدې ده. دې بند باندې مصر غوسه دی. وايي سلا مشوره نه وه ورسره شوې.

05.03.2018 BBC

کابل کې د کارټن جوړولو فابريکه

پاکستاني رسنۍ وايي د کابل اسلام اباد تر منځ تجارت نيم په نيمه کم شوى دى. د دې لوى تاوان د پاکستان صنعتکارانو ته اوښتى دى. افغانستان بيا په کوردننه صنعت ته پام کړى او له هند، ايران او منځنۍ اسيا سره يې سوداگري تر پخوا ډېره غوړولې ده.

05.03.2018 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more