د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

07.06.2015 09:58    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله اونيزه ناسته وکړه

اونيزه پرله پسې پنځه دېر شمه اونيزه ناسته دمعمول په څېر دروان کال دغبرګولي په شپاړلسمه نېټه دقاضي محمدا مين له لورې دسپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه. دغونډې دنظامت چارې انعام الله ګوهر په غاړه وې، دغونډې دمېلمه په چوکۍ اسدالله ځير کېناست، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې راپور واورول شو.


05.06.2015 21:36    |   شین افغانستان د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت

د ډېرو نورو ستونزو او غميزو تر څنګ د چاپېريال ککړتيا يوه بله لويه ننګونه ده چې زموږ ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، خو له بده مرغه دغې ستونزې ته تر اوسه جدي پام نه دی اړول شوی. د نړيوالو ادارو د څېړنو له مخې زموږ د هېواد په فضا کې د زهرجنو ګازاتو کچه د نورو هېوادونو په پرتله اوه ځلې لوړه ده. همدا اوس د کابل هوا زهرجنه شوې او نږدې ده چې اوبه يې هم زهرجنې شي. ۸۰٪ ناروغان چې روغتونو ته مراجعه کوي، د ناروغۍ اصلي لامل يې دهوا ککړتيا ده. که په ځير وکتل شي زموږ د هېوادوالو په مړينه کې د چاپېريال ککړتيا تر جګړې زيات لاس لري، خو توپير دومره دی چې د چاپېریال ککړتیا مو په تدريجي او نامرئي ډول وژني. د چاپېریال په ککړتيا کې هم د عامه پوهاوي د ټيټې کچې تر څنګ فساد تر ټولو مهم لامل دی، چې بايد پر وړاندې يې کلکه مبارزه وشي.


02.06.2015 21:47    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه د اتصالات د قران کریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالۍ ته د غوره کولو لومړی پړاو د روان کال د مي میاشتې په ۲۸مه نیټه د هیواد په ۵ زونونو کې پیل او د درې ورځو لپاره یې دوام وکړ. پدې پړاو کې ۵۰ تنه په کابل کې د کیدونکي سیالي په بل پړاو کې د ګډون لپاره وټاکل شول.


27.05.2015 08:50    |   جاوید حیدرزی د آغلي خاطرې فیضي (موږ د یو بل زړه ته نه یو رسیدلي ) شعري ټولګه چاپ شوه

د آغلي  خاطرې فیضي (موږ د یو بل زړه ته نه یو رسیدلي )  شعري ټولګه چاپ شوه (موږ د یو بل زړونو ته نه یو رسیدلي) د هېواد د تکړه شاعرې خاطرې فیضي شعري ټولګه ده چې په ښه کاغذ کې په 100 مخونو کې تازه له چاپه راوتلې او د هېواد تګړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی غفور لیوال سریزه لیکلې ده. خاطره خورکۍ د هلمند ولایت اوسېدونکي ده چې اوس د حقوق پوهنځۍ د لومړي کال زده کړیاله ده او څه د پاسه یو کال کیږي چې شعر او شاعرۍ ته یې مخه کړې او دا دي لومړی کتاب یې چاپ شو.


25.05.2015 12:25    |   حضرت الله رحیمي د فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د داخلو لارښود

فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د QS نړیوال درجه کې ۸۵ ، NTU نړیواله درجه کې ۹۷، اسلامي نړۍ او د پاکستان په پوهنتونونو کې لومړی مقام لري. په ۱۹۰۹ز کال کې د لائلپور زرعي کالج په نوم چې په ۱۹۶۱ز کې ورته د پوهنتون درجه ورکړل شوه او لائلپور زرعي پوهنتون په رسمي نوم ونمول شوچی اوس دفیصل اباد کرهنیزپوهنتون په نوم سره یادیږي. له نیکمرغه افغان محصلینو ته په بېلابېلو پوهنځیو کې داخلي ورکوي . له نوموړي پوهنتون نه ډیر زیات افغان محصلین فارغ شوي، چې د ګران هېواد افغانستان په بیارغونه کې ستر رول لوبوي. اوس محال نږدې دوه شپیته افغان محصلین په بېلابېلو پوهنځو کې په درسونو بوخت دي .


25.05.2015 12:22    |   د افغانستان ملي تحريک د افغانستان ملي تحريک اعلاميه

څو موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت ادارې او د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، اس، ای) ترمنځ د څارګريزو معلوماتو د تبادلې او نورو همکاريو په باب يو هوکړه ليک لاسليک شوی دی، دا هوکړه ليک په خپل متن کې داسې محتويات لري چې په څرګند ډول د افغانستان ملي حاکميت ته زيان اړوي او د پاکستان تر اشغال لاندې زموږ د پښتنو او بلوڅو وروڼو ازادي غوښتونکې روحيه له منځه وړي او په لويه کې موږ د لوی افغانستان له اصلي داعيې او ارمان څخه محروموي. څرنګه چې د هوکړه ليک متن د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا ترتيب شوی، نو هغوی خپلې ګټې او ارمانونه په کې ځای کړي او دا هوکړه ليک يې د ډيورنډ د کرغېړنې


24.05.2015 23:02    |   یاسر الهاشمی اوه ناقانونه افغان کډوال د قاچاقي سفر قرباني شول

د روان زږديز کال د می د مياشتې په دولسمه نيټه، اوه تنه افغان کډوال هغه مهال ووژل شول چې د ايران پولي ته څیرمه د ترکيي په وان سرحدي ښار کې د واور له ورښت سره مخامخ شول. دغو کډوالو غوښتل چې د ايران او ترکيي له لارې اروپا ته په غير قانوني ډول ولاړ شي.


24.05.2015 11:46    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه وکړه

کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو غونډو په درشل کې خپله درې دېرشمه اونيزه ناسته دلېنکن په ښوونيز مرکز کې تر سره کړه. کليوال ادبي ملګري ټولنې دغبرګولي په درېيمه نېټه خپله پرله پسې درې دېرشمه او ويډيو کنفرانس لومړۍ غونډه وکړه. په دغه غونډه کې چې دشعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و، دماسپښين په دوه نيمو بجو پيل شوه، عبدالمتين افغانمل دريځ ته راغی دسپېڅلي کلام په ايتونو سره يې غونډه پيل کړه.


22.05.2015 09:09    |   حبيب الرحمن تاثير کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

ملګرتيا که څو رندان راسره وکړي دا حــرم به يوه لـــويه ميکده کړم


20.05.2015 09:27    |   اسدالله نوری مسکو: اسدالله نوري د ۲۰۱۵ کال ټاکنو ګټونکی شو

د خلکو دوستۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي افغان محصل اسدالله نوري د ۲۰۱۵ کال غوره محصل او د بهرنيو محصلينو مشر وټاکل شو.


19.05.2015 09:13    |   د مدني ټولنو د همږغی مرکز بې سرپرپرست هلمند او سرپرسته اداره‏

شاوخوا اته میاشتی کیږی چی دهلمند ولایت هم دنورو ولایتونو په شان دجمهور ریس غنی دیوه فرمان پراساس دسرپرست والی له خوا اداره کیږی . دهلمند سرپرست والی محمد نعیم بلوڅ په څوځله په خپله خوله ویلی دی چی زه نور ستاسی والی نه یم ، دی چاری دهلمند پربیلابیلو اړخونو ډیری ناوړه اغیزی کړی دی،لکه :


17.05.2015 10:40    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

دروان کال دغويي مياشتې پر اووه ويشتمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله پرله پسې دوه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.


14.05.2015 09:22    |   یاسر الهاشمی یونان، د کډوالو لپاره دوزخ دی

((ډیری افغانان يونان ته له داخليدو سره سم د پوليسو لخوا نيول کيږي او د کډوالو کمپونو ته ليږدول کيږي. په دغه کمپونو کې د اوسيدو شرايط ډيره نامساعد دي. د کمپونو ساتونکي او شاو خوا خلک د کډوالو په وړاندې له بد چلند څخه کار اخلي.))


13.05.2015 08:38    |   مجيد ژړاند دکليوال ادبي ملګري ټولنې مشر وټاکل شو.

کليوال ادبي ملګري ټولنې دروان کال دغويي پر ۲۲مه خپله بېړنۍ ناسته دټولنې مشر ، مرستيال او منشي دټاکلو په موخه رابللې وه.


13.05.2015 08:37    |   یاسر الهاشمی په یونان کې ميشت افغانان په قفس کې ژوند کوي

((زه په يوازي ځان وړاندې تلی نشم، ځکه چې کورنې مې راسره ده. موږ د زندانيانو په شان ژوند کوو، تر دې چې موږ ډاکټر ته د ورتګ اجازه هم نه لرو. موږ دلته په ققس کې ژوند کوو، آيا په نړی کې داسې ځای شته چې موږ پکې د آرامي ساه واخلو؟؟!))


07.05.2015 19:27    |   افغان ملي غورځنګ د ايراني يرغل پر وړاندې ملي غبرګون

درنو هېوادوالو! تاسې پوهېږئ چې ايران زموږ له هويت، زموږ له تاريخ، زموږ له فرهنګ، زموږ له جغرافيې او بالاخره زموږ له وجوده منکر دی او څه باندې دوې لسيزې کېږي، چې زموږ پر هېواد يې يو نا اعلان شوی هر اړخيزه ترهګريز، سياسي، فرهنګي، مذهبي او اقتصادي يرغل پيل کړی دی.


06.05.2015 18:39    |   ضیاٰء الحق امرخيل د ملي ثبات ټولنې د تاسيس خبرتيا

افغان ملت که له يوې خوا په خپلواکۍ، پرمختګ او ثبات مين ملت دی، له بلې خوا يې د تاريخ په اوږد کې له بې اتفاقۍ، د يو او بل له نه زغم، په واحد محور له نه راټولېدو او يو لړ نورو ستونزو او تېروتنو هم سترګې پټېدای نه شي، چې دغو ناخوالو په ټولېز ډول د يوې باثباته ټولنې او هېواد د رامنځته کېدو مخه ډپ او بنده کړې ده.


06.05.2015 08:52    |   افغان ملي غورځنګ د ايراني يرغل پر وړاندې ملي غبرګون

درنو افغانانو، ايران مو نه مني! هويت مو نه مني، جغرافيه مو نه مني، تاريخ مو نه مني، فرهنګ مو نه مني او بالاخره زموږ وجود نه مني!


29.04.2015 09:37    |   اکرام الله اکرام د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴۶ غونډې ګزارش‏

ډرامه څه ده ؟ څو ډولونه لري؟ ستېژ ډرامه کومې ته ویل کیږي ؟ حماسي ډرامه د څه لپاره لیکل کیږي ؟د راډیوي او تلویزیوني ډرامو ترمنځ کوم توپیرونه موجود دي او تعلیمې ډارمه د کوم دهدف لپاره لیکل کیږي.


28.04.2015 09:23    |   شاولی ارین په دنمارک کی دافغانانود یوې ګډی غونډی پریکړه لیک

پورتنی غونډه چې په دنمارک کې دافغانستان ملی یو والی ګوند په نوښت دثورنظامی پاڅون اوپه افغانستان کې دروانی غمیزی څخه دهیواد اوولس دژغورلوپه لار کې دسیاسی ګوندونو،ټولنیزو نهادونو، مدنی ټولنواونورو ملی دموکرات شخصیتونود رول په هکله جوړه شوی وه دیوشمیراروپایې هیوادوڅخه افغانانوهم په کې ګډون کړی وو.