د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

27.04.2015 09:15    |   بسمل دمیرویس نیکه جامع جومات دمشرتابه هیئت ټاکنې په خوښي او بریالیتوب سره ترسره شوې

نن داپریل میاشتې په شپږویشتمه نېټه دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې بایرن مېشتو افغانانود میرویس نیکه په جامع جومات کې ټاکنې ترسره کړې.


22.04.2015 22:04    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه مهاجرتونو په وړاندې طرحه تصویب شوه

د اپريل په شلمه د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو وزيران په لوګزامبورګ کې بيرنې غونډه درلوده او په دې غونډه کې يي د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه لس ماده ییزه طرحه تصویب کړه.


20.04.2015 19:29    |   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپرونه څانګه غندنلیک

تیرو درې درېنیمو لسیزو پېښو، جګړو،وژنو،نیونو، رټنو ،شړلو او همدارنګه په افغانستان کښې د سیاسي، کولتوري، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو ویجاړونکو نښو نښانو وښودله، چې د پښتون ملت او اسلام دښمنانو او په ځانګړي توګه ګاونډیو هیوادونو دپردۍ جکړې اور زمونږ په خاوره بل ساتلی دی او په دې سره د پښتنو دځپلو ناوړه کړنې، پلانونه او پروګرامونه پرمخه بیائې.


19.04.2015 10:04    |   نجیب منلی په کابل کې د کتابونو نندارتون

په کابل کې د کتابونو نندارتون د کتاب د نړۍوالې ورځې د هرکلي په پلمه نن په کتاب ښار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو. د پرانستې په مراسمو کې د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، دولتي مسوولینو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.


16.04.2015 09:13    |   اتحادیه مهاجرین اعلامیه اتحادیه مهاجرین جوان افغان در اتریش

اعلامیه اتحادیه مهاجرین جوان افغان در اتریش اخیرا یک عده عناصر متعصب وقومگرا تحت نظرآقای غوث میر که همه چیز را تنها ازعینکهای تنگ نظرانه قومی و زبانی خویش دیده محفلی را در گرامی داشت از یک دزد و رهزن مشهور به حبیب الله کلکانی که دشمنی وی با فرهنگ، معارف و هرگونه اثار پیشرفت و تمدن در کشورما ازهیچ کسی پوشیده نیست در شهر ویانا دایرتا بدینوسیله عقده های درونی خویشرا با جلوه دادن یک دزد ورهزن بنام عیار و قهرمان تسکین داده باشند ،البته این باراول نیست که یک عده عناصر قومگرا ی کشور ما منافع قومی وسمتی خویشرا بر منافع ملی و اجتماعی ترجیع داده صرف بنا برملحوضات قومی و منطقوی یک دزد و قطاع الطریق را قهرمان معرفی میدارند،چندی قبل هموطنان ما شاهد بودند که یک عده مجرم و جنایتکاری را بنام حبیب استالف که بجرم غارت قتل و اختطاف ده ها هموطن ما مجرم شناخته شده از طرف محکمه به اعدام محکوم گردیده بود با گلها مشایعت و جنازه وی را چون یک قهرمان بخاک سپردند,.


15.04.2015 19:41    |   رضوان الله شپون د وينې ورکړې پر ليکه بانک

ننګرهار پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی (پوهنیار حاجی ګل وهاج)


15.04.2015 09:01    |   اکرام الله اکرام د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴۴ مې غونډې ګزارش

د روان ۱۳۹۴ کال د حمل په ۲۱ مه نیټه د جمعې په ورځ د ختیځ ادبي بهیر ۱۴۴ غونډه د ننګرهار میدوتیک په انګړ کې د شاعر او لیکوال صفت ځواک په مشرۍ ترسره شوه، د مشر میلمه په توګه نجیب اکرامي او د کوربنو په توګه ورسره شریف الله ناصري او بخت جمال کریمي د ستیج ترڅنګ څوکیو ته وغوښتل شول. ناسته د د انیس حلیم په ویندويي او له معمول سره سم د فرید الله ملاتړ په تلاوت پیل شوه.


15.04.2015 08:51    |   محمد واصل وصال د ميلون جام د نن ورځې دوه سيالۍ

د ميلون جام د نن ورځې دوه سيالۍ ایروبازانو او ان اف سي ټایګرز بریاوې:
نهمه لوبه: داوي اتلان/ اېن اېف سي ټايګر
د ميلون ليګ په نهمه لوبه کې چې د سه شنبې په سهار په کابل نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په 120 منډو ستره ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې ټاس د داوي اتلانو لوبډلې لوبډلمشر محب الله اورياخېل وګټله او د لومړۍ توپ وهنې بلنه يې د اېن ايف سي لوبډلې ته ورکړه.
د اېن اېف سي لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو سره 197 منډې وکړې او 198 منډې يې هدف وټاکه، د اېن اېف سي لوبډلې لخوا ګلبدين نايب 79، محمد شهزاد محمدي 41 او وحيد الله شفق 36 منډې وکړې.
خو ورکړل شوی هدف د داوي اتلان لوبډلې لخوا پوره نشو او ټوله لوبډله يې په پينځلسم اور کې د 77 منډو په جوړولو وسوزېده او لوبه يې په 120 منډو وبايلله، د اېن اېف سي لوبډلې لخوا طارق ستانکزي


12.04.2015 13:02    |   دوکتور حمید الکوزی د سولی او ملی یوالی لپاره عملی گامونو اړتیا

گرانو هیوادوالو معززو دینی علمای کرامو د پارلمان محترمو وکیل صاحبانو د مدنی ټولنی غړیو او د محترمو سیاسی احزابو مشرانو خوندو وړنو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو.


24.03.2015 08:50    |   شمشاد زهير ستاسو په خدمت كى ، انټرنيټي خدمات

شمشاد ټيك ! تاسو ته لاندى خدمتونه وړاندى كوي


20.03.2015 18:30    |   پوهندوی آصف بهاند هغه اور، هغه شمال آ وژل او دا هم کال

سبا د ۱۳۹۴ کال د حمل لومړۍ نیټه ده او د افغان ژورنالست سردار احمد او د هغه د کورنۍ د وژلو لومړی تلین دی. دا دی د دې ګلانو په رژولو او سو ځولو باندې یو کال واوښت. تیر کال مې د دوی د وژل کیدو د ویر په خاطر د اوښکو په څپو کې له یوه یاد داشت سره د ګران دوست او زما د خوښې وړ شاعر ښاغلي لطف الرحمن خاموش یو شعر«اور او شمال» خپور کړی و.


13.03.2015 09:55    |   یوسف هیواددوست ( وفا ) په پېښور کې د افغان مهاجرو مطبوعاتو ستوری

( وفا ) په پېښور کې د افغان مهاجرو مطبوعاتو ستوری په سلګونو کلونه کیږي چې افغانان د خپلمنځي ،او د نورو لخوا د تپل شویو جګړو له امله ، او یا هم د نورو د سیمو د راخپلولو لپاره هم په کور دننه او هم له هېواد بهر شا او خوا او د نړۍ لرې هېوادو ته په کډه شوي او د مهاجرت ستونزمن ژوند یې غوره کړی .خو په وروستیو څلویښت کالو کې چې کوم مهاجرتونه شوي ، له هغو تېرو سره یې توپیر دا دی چې دا ځل افغانان په نورو هیوادو کې په کرار نه دي ناست او لکه د غوریانو ، لودیانو ، درانیانو،هوتکیانو او یا څه نا څه د ایوب خان او یا شاه امان الله په شان په نورو هېوادو کې ورک او مزمحل شوي نه دي .دا ځل دوي په هېواددوستۍ ژوند کړی ، خپل هېواد ، تاریخ او کلچر یې


12.03.2015 10:04    |   بریالی هلمند په مناسبت په بست کلا کي غونډه‏

په مناسبت په بست کلا کي غونډه‏ نن د تاریخي او لرغونو میراثو د ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت د هلمند د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ، مدني او فرهنګي بنسټونو په بست تاریخي کلا کي د یوې غونډي پر مهال د ملي یوالي د حکومت څخه د هلمند د لرغونو میراثونو په ځانګړې توګه د بست د ستري تاریخي کلا د رغوني غوښتنه وکړه .


10.03.2015 20:16    |   انجینر محمود صافی په اتریش کې د ارواښاد میرزا عبدالطیف صافی فاتحه

په کاناډا کی عبدالظاهر صافی ، عبدالصبور صافی ، همایون بیدار صافی ځامن . په انګلسنان کی علی احمد صافی ، وحید صافی وریرونه. په اطریش کی انجینر محمود صافی ورور ، نښتر صافی ، شمشاد صافی ، کمین صافی وریرونه . په جرمنی کی دوکتور عبدالمتین صافی ، دوکتور حمیداله زړور صافی ، دوکتور ګلرحیم صافی ، په اطریش کی ، عبدالبشیر صافی ، صمیم صافی ، او منصور صافی دخور ځامن . انجینر مکمل صافی ، صلاالدین ارغوان ، انجینر عبدالخالق صافی دتره ځامن .


04.03.2015 21:33    |   احسان الله مومند (د نـــړۍ هېنداره)همـچون ســتــارۀ تابناکی است که باید انرا پذیرفت و سخت گرامی داشت

د احسان الله آرینزی د کتاب (د نړۍ هېنداره) د مخکتنې او کره کتنې د غونډې ګزارش دی چې د بیات رسنیز مرکز په تالار کې جوړ شوی و!.


02.03.2015 19:32    |   پوهندوی آصف بهاند پـــل د افغانانو میډیا په آسمان کې نوی ستوری

د افغانستان د میډیا په آسمان کې یو نوی ستوری وځلید. دا ستوری«پل» نومیږي، چې د یو شمېر لیکوالو په نوښت د تاند ویبپاڼې له خوا یې په خپرونو پیل وکړ. د «پل» د خپریدو په باب د تاند په خبر پاڼه کې داسې راغلي دي: «د یو شمیر لیکوالو په نوښت د ماشومانو او کورنیو له پاره تاند د پل په نوم ځانګړې ویبپاڼه خپره کړه.


28.02.2015 20:02    |   سهیلا حضرت نظیمی په المان کې د میرمن لایق د جنازې خبرتیا

د افغانستان د علومو اکاډیمۍ علمی مشاور سلیمان لایق میړه، غرزی لایق او زمرک لایق زامن، میرمن هوسۍ صوفي او میرمن هیلۍ رویش لورانې، میرمن مینا او میرمن رزما نګیندې، بشیر رویګر خوریی، محمدآجان او عبدالرزاق احمدزی د میړه خوريیونه او د لایق ټوله کورنۍ د میرمن ماهرې لایق د مړینې له کبله دوستانو او علاقه مندانو ته په دې توګه خبر ورکوي چې د جنازې مراسم د مارچ د میاشتې په دریمه نیټه د سې شنبې په ورځ تر غرمې مخکې په یوولسو بجو په لاندې پته ادأ او جنازه د مسلمانانو په حضیره کې خاورو ته سپارل کیږی:


16.02.2015 10:02    |   نعمت الله ظفرزی صالات خپل پیریدونکي د عمرې د حج د ادا کولو لپاره استوي

صالات خپل پیریدونکي د عمرې د حج د ادا کولو لپاره  استوي دا د اتصالات پیریدونکو لپاره چاته چې، عمرې ته د تللو موکه په لاس ورغلې وه یوه ځانګړې ورځ وه. اتصالات د خپل وفاداره پیریدونکو څخه د مننې په توګه خپل ۱۵ پیریدونکي د عمرې حج د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته استوي. پدې اړوند د اتصالات په مرکزي دفتر کې د عمرې حج ته تلونکو پیریدونکو لپاره یوه غونډه په لاره واچول شوه، او پیریدونکو ته موکه ورکول شوه ترڅو د اتصالات له ادارې څخه له نږدې وګوري او اتصالات اسلامي رزښتونو، فرهنګ او افغانستان د ودانولو لپاره د زړه له کومې د مرستې کولو ډاډ ورکړ.


15.02.2015 22:29    |   جميل وقار کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې نوولسمه غونډه وکړه

د تېر په څېر نن د شنبې ورځ د دوه زره پنځلسم کال د فبرورۍ د مياشتې په ۱۴ نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون د غونډو په تالار کې د کليوال ادبي ملګري ټولنې اوونيزه پرله پسې نوولسمه اوونیزه غونډه وكړه، دغه غونډه کې چې د انجنیر حکمت الله حکمتي له لورې د قران کريم په مقدسو اياتونو پيل شوه، پکې ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو، د قلم خاوندانو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان لیکوال او ژورنالیست حکمت خان ارین په کې د تیرې ناستې راپور ولوست.


10.02.2015 10:05    |   مدثر اسلامي کابل کې د سیرت ستره سیالۍ جوړیږي

کابل کې د سیرت ستره سیالۍ جوړیږي د فرانسوي مجلې چارلي ایبډو پر دفتر له برید وروسته د یادې مجلې له خوا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اسلام ضد کاریکاتور بیا چاپیدو د نړۍ په کچه د مسلمانانو بیلا بیل غبرګونونه راوپارول. د افغانستان ګڼ شمیر ښارونو کې سوله ایز او منظم لاریونونه وشول او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه د خلکو د پوهاوي هڅې پیل شوې.