د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

20.05.2015 10:27    |   اسدالله نوری مسکو: اسدالله نوري د ۲۰۱۵ کال ټاکنو ګټونکی شو

د خلکو دوستۍ پوهنتون د نړيوالو اړيکو پوهنځي افغان محصل اسدالله نوري د ۲۰۱۵ کال غوره محصل او د بهرنيو محصلينو مشر وټاکل شو.

19.05.2015 10:13    |   د مدني ټولنو د همږغی مرکز بې سرپرپرست هلمند او سرپرسته اداره‏

شاوخوا اته میاشتی کیږی چی دهلمند ولایت هم دنورو ولایتونو په شان دجمهور ریس غنی دیوه فرمان پراساس دسرپرست والی له خوا اداره کیږی . دهلمند سرپرست والی محمد نعیم بلوڅ په څوځله په خپله خوله ویلی دی چی زه نور ستاسی والی نه یم ، دی چاری دهلمند پربیلابیلو اړخونو ډیری ناوړه اغیزی کړی دی،لکه :

17.05.2015 11:40    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

دروان کال دغويي مياشتې پر اووه ويشتمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله پرله پسې دوه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.

14.05.2015 10:22    |   یاسر الهاشمی یونان، د کډوالو لپاره دوزخ دی

((ډیری افغانان يونان ته له داخليدو سره سم د پوليسو لخوا نيول کيږي او د کډوالو کمپونو ته ليږدول کيږي. په دغه کمپونو کې د اوسيدو شرايط ډيره نامساعد دي. د کمپونو ساتونکي او شاو خوا خلک د کډوالو په وړاندې له بد چلند څخه کار اخلي.))

13.05.2015 09:38    |   مجيد ژړاند دکليوال ادبي ملګري ټولنې مشر وټاکل شو.

کليوال ادبي ملګري ټولنې دروان کال دغويي پر ۲۲مه خپله بېړنۍ ناسته دټولنې مشر ، مرستيال او منشي دټاکلو په موخه رابللې وه.

13.05.2015 09:37    |   یاسر الهاشمی په یونان کې ميشت افغانان په قفس کې ژوند کوي

((زه په يوازي ځان وړاندې تلی نشم، ځکه چې کورنې مې راسره ده. موږ د زندانيانو په شان ژوند کوو، تر دې چې موږ ډاکټر ته د ورتګ اجازه هم نه لرو. موږ دلته په ققس کې ژوند کوو، آيا په نړی کې داسې ځای شته چې موږ پکې د آرامي ساه واخلو؟؟!))

07.05.2015 20:27    |   افغان ملي غورځنګ د ايراني يرغل پر وړاندې ملي غبرګون

درنو هېوادوالو! تاسې پوهېږئ چې ايران زموږ له هويت، زموږ له تاريخ، زموږ له فرهنګ، زموږ له جغرافيې او بالاخره زموږ له وجوده منکر دی او څه باندې دوې لسيزې کېږي، چې زموږ پر هېواد يې يو نا اعلان شوی هر اړخيزه ترهګريز، سياسي، فرهنګي، مذهبي او اقتصادي يرغل پيل کړی دی.

06.05.2015 19:39    |   ضیاٰء الحق امرخيل د ملي ثبات ټولنې د تاسيس خبرتيا

افغان ملت که له يوې خوا په خپلواکۍ، پرمختګ او ثبات مين ملت دی، له بلې خوا يې د تاريخ په اوږد کې له بې اتفاقۍ، د يو او بل له نه زغم، په واحد محور له نه راټولېدو او يو لړ نورو ستونزو او تېروتنو هم سترګې پټېدای نه شي، چې دغو ناخوالو په ټولېز ډول د يوې باثباته ټولنې او هېواد د رامنځته کېدو مخه ډپ او بنده کړې ده.

06.05.2015 09:52    |   افغان ملي غورځنګ د ايراني يرغل پر وړاندې ملي غبرګون

درنو افغانانو، ايران مو نه مني! هويت مو نه مني، جغرافيه مو نه مني، تاريخ مو نه مني، فرهنګ مو نه مني او بالاخره زموږ وجود نه مني!

29.04.2015 10:37    |   اکرام الله اکرام د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴۶ غونډې ګزارش‏

ډرامه څه ده ؟ څو ډولونه لري؟ ستېژ ډرامه کومې ته ویل کیږي ؟ حماسي ډرامه د څه لپاره لیکل کیږي ؟د راډیوي او تلویزیوني ډرامو ترمنځ کوم توپیرونه موجود دي او تعلیمې ډارمه د کوم دهدف لپاره لیکل کیږي.

28.04.2015 10:23    |   شاولی ارین په دنمارک کی دافغانانود یوې ګډی غونډی پریکړه لیک

پورتنی غونډه چې په دنمارک کې دافغانستان ملی یو والی ګوند په نوښت دثورنظامی پاڅون اوپه افغانستان کې دروانی غمیزی څخه دهیواد اوولس دژغورلوپه لار کې دسیاسی ګوندونو،ټولنیزو نهادونو، مدنی ټولنواونورو ملی دموکرات شخصیتونود رول په هکله جوړه شوی وه دیوشمیراروپایې هیوادوڅخه افغانانوهم په کې ګډون کړی وو.

27.04.2015 10:15    |   بسمل دمیرویس نیکه جامع جومات دمشرتابه هیئت ټاکنې په خوښي او بریالیتوب سره ترسره شوې

نن داپریل میاشتې په شپږویشتمه نېټه دجرمني دبایرن آیالت په مونشن ښارکې بایرن مېشتو افغانانود میرویس نیکه په جامع جومات کې ټاکنې ترسره کړې.

22.04.2015 23:04    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه مهاجرتونو په وړاندې طرحه تصویب شوه

د اپريل په شلمه د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحاديي د بهرنيو چارو وزيران په لوګزامبورګ کې بيرنې غونډه درلوده او په دې غونډه کې يي د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه لس ماده ییزه طرحه تصویب کړه.

20.04.2015 20:29    |   د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د خپرونه څانګه غندنلیک

تیرو درې درېنیمو لسیزو پېښو، جګړو،وژنو،نیونو، رټنو ،شړلو او همدارنګه په افغانستان کښې د سیاسي، کولتوري، اقتصادي او ټولنیزو بنسټونو ویجاړونکو نښو نښانو وښودله، چې د پښتون ملت او اسلام دښمنانو او په ځانګړي توګه ګاونډیو هیوادونو دپردۍ جکړې اور زمونږ په خاوره بل ساتلی دی او په دې سره د پښتنو دځپلو ناوړه کړنې، پلانونه او پروګرامونه پرمخه بیائې.

19.04.2015 11:04    |   نجیب منلی په کابل کې د کتابونو نندارتون

د کتاب د نړۍوالې ورځې د هرکلي په پلمه نن په کتاب ښار کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو. د پرانستې په مراسمو کې د افغان ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر، دولتي مسوولینو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه.

16.04.2015 10:13    |   اتحادیه مهاجرین اعلامیه اتحادیه مهاجرین جوان افغان در اتریش

اخیرا یک عده عناصر متعصب وقومگرا تحت نظرآقای غوث میر که همه چیز را تنها ازعینکهای تنگ نظرانه قومی و زبانی خویش دیده محفلی را در گرامی داشت از یک دزد و رهزن مشهور به حبیب الله کلکانی که دشمنی وی با فرهنگ، معارف و هرگونه اثار پیشرفت و تمدن در کشورما ازهیچ کسی پوشیده نیست در شهر ویانا دایرتا بدینوسیله عقده های درونی خویشرا با جلوه دادن یک دزد ورهزن بنام عیار و قهرمان تسکین داده باشند ،البته این باراول نیست که یک عده عناصر قومگرا ی کشور ما منافع قومی وسمتی خویشرا بر منافع ملی و اجتماعی ترجیع داده صرف بنا برملحوضات قومی و منطقوی یک دزد و قطاع الطریق را قهرمان معرفی میدارند،چندی قبل هموطنان ما شاهد بودند که یک عده مجرم و جنایتکاری را بنام حبیب استالف که بجرم غارت قتل و اختطاف ده ها هموطن ما مجرم شناخته شده از طرف محکمه به اعدام محکوم گردیده بود با گلها مشایعت و جنازه وی را چون یک قهرمان بخاک سپردند,.

15.04.2015 20:41    |   رضوان الله شپون د وينې ورکړې پر ليکه بانک

ننګرهار پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی (پوهنیار حاجی ګل وهاج)

15.04.2015 10:01    |   اکرام الله اکرام د ختیځ ادبي بهیر د ۱۴۴ مې غونډې ګزارش

د روان ۱۳۹۴ کال د حمل په ۲۱ مه نیټه د جمعې په ورځ د ختیځ ادبي بهیر ۱۴۴ غونډه د ننګرهار میدوتیک په انګړ کې د شاعر او لیکوال صفت ځواک په مشرۍ ترسره شوه، د مشر میلمه په توګه نجیب اکرامي او د کوربنو په توګه ورسره شریف الله ناصري او بخت جمال کریمي د ستیج ترڅنګ څوکیو ته وغوښتل شول. ناسته د د انیس حلیم په ویندويي او له معمول سره سم د فرید الله ملاتړ په تلاوت پیل شوه.

15.04.2015 09:51    |   محمد واصل وصال د ميلون جام د نن ورځې دوه سيالۍ

د ميلون جام د نن ورځې دوه سيالۍ ایروبازانو او ان اف سي ټایګرز بریاوې:
نهمه لوبه: داوي اتلان/ اېن اېف سي ټايګر
د ميلون ليګ په نهمه لوبه کې چې د سه شنبې په سهار په کابل نړيوال لوبغالي کې ترسره شوه اېن اېف سي لوبډلې خپلې سيالې داوي اتلان لوبډلې ته په 120 منډو ستره ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې ټاس د داوي اتلانو لوبډلې لوبډلمشر محب الله اورياخېل وګټله او د لومړۍ توپ وهنې بلنه يې د اېن ايف سي لوبډلې ته ورکړه.
د اېن اېف سي لوبډلې په ټاکلو شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو سره 197 منډې وکړې او 198 منډې يې هدف وټاکه، د اېن اېف سي لوبډلې لخوا ګلبدين نايب 79، محمد شهزاد محمدي 41 او وحيد الله شفق 36 منډې وکړې.
خو ورکړل شوی هدف د داوي اتلان لوبډلې لخوا پوره نشو او ټوله لوبډله يې په پينځلسم اور کې د 77 منډو په جوړولو وسوزېده او لوبه يې په 120 منډو وبايلله، د اېن اېف سي لوبډلې لخوا طارق ستانکزي

12.04.2015 14:02    |   دوکتور حمید الکوزی د سولی او ملی یوالی لپاره عملی گامونو اړتیا

گرانو هیوادوالو معززو دینی علمای کرامو د پارلمان محترمو وکیل صاحبانو د مدنی ټولنی غړیو او د محترمو سیاسی احزابو مشرانو خوندو وړنو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو.

24.03.2015 09:50    |   شمشاد زهير ستاسو په خدمت كى ، انټرنيټي خدمات

شمشاد ټيك ! تاسو ته لاندى خدمتونه وړاندى كوي

20.03.2015 19:30    |   پوهندوی آصف بهاند هغه اور، هغه شمال آ وژل او دا هم کال

سبا د ۱۳۹۴ کال د حمل لومړۍ نیټه ده او د افغان ژورنالست سردار احمد او د هغه د کورنۍ د وژلو لومړی تلین دی. دا دی د دې ګلانو په رژولو او سو ځولو باندې یو کال واوښت. تیر کال مې د دوی د وژل کیدو د ویر په خاطر د اوښکو په څپو کې له یوه یاد داشت سره د ګران دوست او زما د خوښې وړ شاعر ښاغلي لطف الرحمن خاموش یو شعر«اور او شمال» خپور کړی و.

13.03.2015 10:55    |   یوسف هیواددوست ( وفا ) په پېښور کې د افغان مهاجرو مطبوعاتو ستوری

په سلګونو کلونه کیږي چې افغانان د خپلمنځي ،او د نورو لخوا د تپل شویو جګړو له امله ، او یا هم د نورو د سیمو د راخپلولو لپاره هم په کور دننه او هم له هېواد بهر شا او خوا او د نړۍ لرې هېوادو ته په کډه شوي او د مهاجرت ستونزمن ژوند یې غوره کړی .خو په وروستیو څلویښت کالو کې چې کوم مهاجرتونه شوي ، له هغو تېرو سره یې توپیر دا دی چې دا ځل افغانان په نورو هیوادو کې په کرار نه دي ناست او لکه د غوریانو ، لودیانو ، درانیانو،هوتکیانو او یا څه نا څه د ایوب خان او یا شاه امان الله په شان په نورو هېوادو کې ورک او مزمحل شوي نه دي .دا ځل دوي په هېواددوستۍ ژوند کړی ، خپل هېواد ، تاریخ او کلچر یې

12.03.2015 11:04    |   بریالی هلمند په مناسبت په بست کلا کي غونډه‏

نن د تاریخي او لرغونو میراثو د ساتني د نړیوالي ورځي په مناسبت د هلمند د اطلاعاتو اوفرهنګ ریاست ، مدني او فرهنګي بنسټونو په بست تاریخي کلا کي د یوې غونډي پر مهال د ملي یوالي د حکومت څخه د هلمند د لرغونو میراثونو په ځانګړې توګه د بست د ستري تاریخي کلا د رغوني غوښتنه وکړه .

10.03.2015 21:16    |   انجینر محمود صافی په اتریش کې د ارواښاد میرزا عبدالطیف صافی فاتحه

په کاناډا کی عبدالظاهر صافی ، عبدالصبور صافی ، همایون بیدار صافی ځامن . په انګلسنان کی علی احمد صافی ، وحید صافی وریرونه. په اطریش کی انجینر محمود صافی ورور ، نښتر صافی ، شمشاد صافی ، کمین صافی وریرونه . په جرمنی کی دوکتور عبدالمتین صافی ، دوکتور حمیداله زړور صافی ، دوکتور ګلرحیم صافی ، په اطریش کی ، عبدالبشیر صافی ، صمیم صافی ، او منصور صافی دخور ځامن . انجینر مکمل صافی ، صلاالدین ارغوان ، انجینر عبدالخالق صافی دتره ځامن .