د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبرتياوې او بېلابېل

12.07.2015 18:59    |   سيدجان کارواني د کوچني اختر د مبارکۍ پيغام - او د اختر د لمانځه خبرتيا!

ه بريتانيا کې د مېشتو افغانانو ټولنه، د سپېڅلي روژې په پای کې ددې مبارک کوچني اختر په مناسبت، تاسو ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو

11.07.2015 12:53    |   اتحادیه استادان پوهنتون های افغانستان اعلاميه اتحاديه استادان پوهنتون های افغانستان در مورد نياز بر تداوم پوهنځی امادگی

وزارت تحصیلات عالی نسبت نادیده گرفتن فرمان رییس جمهور قانون را نقض کرد و پوهنځی امادگی را که در چوکات وزارت تحصیلات عالی برای مناطق کم انکشاف یافته، ناامن و محروم ایجاد شده بود به روی اولاد این مناطق بسته است متاسفانه در نتایج شاملین امسال برای تحصیلات عالی نیز میان ولایات تفاوت موجود بود، که نشانگر سیستم ناکارآمد، غیر شفاف، معارف غیرمتوازن و مداخله زورمندان میباشد. 
با وجود پیشرفت های که در بخش معارف و تحصیلات عالی صورت گرفته هنوز هم بعضی مناطق کشور ازین فرصت ها محروم اند. لذا ایجاب موجودیت پوهنځی اماده گی کانکور دیده میشود تا مناطق محروم و مظلوم ازین حالت نجات داده شوند.

08.07.2015 10:11    |   یاسر الهاشمی له انګلستان څخه د کډوالو د بيرته ليږلو نوی دريځ

که چيرې د کور خاوند پرته له دې چې د کرايه نيونکی او اجاره اخيستونکی اسناد چک کړي هغوی ته کور په کرايه ورکړي، هغه هم پداسې حال کې چې کرايه نيونکی د کرايه نيونی او اجاره اخيستونکي د اجاره اخيستنی حق و نلري په دې صورت کې د کور مالک د کرايې په صورت کې په (۱۰۰۰) پونډه او د اجارې په صورت کې (۸۰) پونډه نغدي جريمې باندې محکوميږي.

07.07.2015 10:05    |   یاسر الهاشمی د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې د انګلستان او فرانسې ګډه مبارزه

((په کالايس کې د کډوالو موضوع ته رسيده ګې د دواړه هيوادونو ګډ مسووليت دی او انګلستان بايد د فرانسې سره د کالایس د کډوالو په برخه کې جدې همکاري وکړي.)).

06.07.2015 22:49    |   شیر ساپی په مونشن کې د پوهاند سرزمین کیمور د جنازې اوفاتحې خبرتېا

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړی چې د کابل پوهنتون پخوانی استاد پوهاند ډاکټر سرزمین کیمور د آلمان په مونشن ښارکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق رسېدلی دی.

06.07.2015 10:06    |   یاسر الهاشمی د انګلستان د کډوالۍ نوی اصول

ټول هغه بهرنی اوسيدونکی چې په انګلستان کې دنده لري، مکلف دي چې هر کال (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي. که چيرې بهرنی کارګر په انګلستان کې و نه توانيږي په يوه کال کې (۳۵۰۰۰) پونډه وګټي، نشي کولای چې د انګلستان له محیط سره ځان عيار کړي.

05.07.2015 18:10    |   د سبا فکر سولې پر وړاندي پراته خنډونه او سولې ته د رسيدو لار

د سبا فکر د بحثونو په لړۍ کې سولې ته د رسېدو او د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه غونډه وشوه (د چنګاښ لسمه ۱۳۹۴ ز کال ) . په دغه غونډه کې ګڼ شمېر ليکوالانو، پوهانو، د پوهنتون استادانو او ژورنالېستانو ګډون درلود. د غونډې ويناوال اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت پخوانی سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د سولې شورا غړی او پارلمان وکيل مولوي شهزاده شاهد وو . د غونډې معرفي لیکوال او ژورنالسټ برهان عثمان او پرانستونکې وينا نظر محمد مطمئن وکړه ، له هغه وروسته د ولسي جرګې وکيل او سولې شورا غړي مولوي شهزاده شاهد افغانستان کې د سولې پر وړاندې د خنډونو په اړه رڼا واچوله. د شاهد په خبره، د سولې پر وړاندې ستر خنډونه د ګډحکومت مشرانو نا همغږي، بهرني عسکر او یو شمېر

05.07.2015 18:07    |   مجيد ژړاند کليوال ملګري ټولنې نهه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه

دروان کال دچنګاښ دمياشتې په ۱۳مه نېټه کليوال ملګري خپله پرله پسې نهه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه. دغونډې پيل پيل دسپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره وشو، چې عبدالباري حميدي تلاوت کړل، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې بشپړ راپور دغونډې برخه والو ته وړاندې شو، په راپور بجث وشو او د ګډونوالو له لورې وستايل شو. وروسته ښاغلي قاضي حبیب الله حبيبي دروژې د احکامو، فضايلو او ګټو په اړه ښايسته لکچر دغونډې برخه والو ته وړاندې کړل.

28.06.2015 12:15    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري اونيزه اته دېرشمه ناسته وکړه

د روان کال د چنګاښ د مياشتې په شپږمه نېټه کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه ناسته تر سره کړه. د نور کله په څېر لومړی دسپېڅلی کلام په مبارکو ايتونو سره غونډه پيل شوه، چې داجمل جلالزي له لورې تلاوت شول. ددريځ چارې مجيد ژړاند په غاړه وې، لومړی يې داونيزې ناستې مشر قدرت الله نرميوال دمشرتابه چوکۍ ته ور وبلل، ورپسې يې دتېرې ناستې بشپړ راپور دغونډې ګډونوالو ته وړاندې کړ.

24.06.2015 10:32    |   یاسر الهاشمی ډيويډ کامرون يو ځلې بيا د کډوالو د شميره د راټيټولو ژمنه وکړه.

(( د بهرنيو کارګرانو د شميرې په ټيټيدو سره به زموږ خلک د کار مارکيټ ته لاره پيدا کړي، د کار په بدل کې به مزد لاسته راوړي او په پای کې تخصص او مهارت هم پيدا کړي.))

21.06.2015 11:57    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې اووه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه

دروان کال دغبرګولي دمياشتې په دېرشمه نېټه؛ کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو ناستو په دوام خپله پرله پسې اووه دېرشمه اونيزه ناسته وکړه.

16.06.2015 10:02    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات کارکوونکو لخوا د وینې ورکولو کمپاین په لاره واچول شو

د وینې ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اتصالات د کارکوونکو لخوا د وینې د ورکولو دوهم پړاو د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۵ مه نیټه د اتصالات په مرکزي دفتر کې پیل شو، د وینې د ورکولو څخه وړاندې لومړی د هغوی وینه کتل کیږي، ترڅو معلومه کړي چې وینه ورکوونکي په کومه ناروغۍ اخته نه دی او یا هم خپله د وینې کمبود نه لري.

15.06.2015 10:07    |   بسمل دمـیرویس نیکــه د جامع جومات خبرتیـــا

دجرمني د بایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې زموږداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جامع جومات)مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوته د مباره کې روژې د رارسېدو له کبله مباره کي وايي

14.06.2015 11:58    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې ويډيو کنفرانس اونيزه غونډه تر سره کړه

کليوال ادبي ملګري ټولنې پر له پسې شپږ دېرشمه اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه تر سره کړه، دغونډې دنظامت چارې دجميل وقار په غاړه وې.

12.06.2015 11:59    |   سید رحمان عابد دلغمان نوي والي خپلې چارې نن رسماً پيل کړي

د لغمان نوي والي عبدالجبار نعیمي نن د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال عبدالمالک صدیقي له لوري د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ولایتي ادارې چارواکو او ولسونو ته ور وپیژندل شو. هغه غونډه چې په همدې موخه نن د ولایت په مقر کې جوړه شوې وه جهادي شخصیت او قومي مخور حاجي دین محمد، د غزني، کابل، زابل، کندهار، هلمند، میدان وردګ، پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ژورنالیستانو او د لغمان ولایت د ملکي او نظامي ادارې مسولینو، جهادي قوماندانانو او قومي مخورو په کې برخه درلوده. پیل کې د ولایت مرستیال جمعیت الله حمیدي د ښه راغلاست تر څنګ د لغمان ولایت د اداري واحدونو او لغمان په اړه لنډ معلومات ورکړل او تر څنګ یې وړاندیز وکړ چې امنیتي ارګانونو ترمنځ باید همغږي لا نوره پیاوړې شي.

08.06.2015 10:13    |   یاسر الهاشمی اروپايي ټولنې د انساني قاچاقبرانو پر وړاندې نظامي عمليات تصویب کړل

د مديترانې په سمندرګۍ کې د اروپايي ټولنې لخوا نظامي عمليات به په دريوو پړاونو کې ترسره شي.

07.06.2015 10:58    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري ټولنې خپله اونيزه ناسته وکړه

اونيزه پرله پسې پنځه دېر شمه اونيزه ناسته دمعمول په څېر دروان کال دغبرګولي په شپاړلسمه نېټه دقاضي محمدا مين له لورې دسپېڅلي کلام په ښکلو ايتونو سره پيل شوه. دغونډې دنظامت چارې انعام الله ګوهر په غاړه وې، دغونډې دمېلمه په چوکۍ اسدالله ځير کېناست، ورپسې دتېرې اونيزې ناستې راپور واورول شو.

05.06.2015 22:36    |   شین افغانستان د چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت

د ډېرو نورو ستونزو او غميزو تر څنګ د چاپېريال ککړتيا يوه بله لويه ننګونه ده چې زموږ ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، خو له بده مرغه دغې ستونزې ته تر اوسه جدي پام نه دی اړول شوی. د نړيوالو ادارو د څېړنو له مخې زموږ د هېواد په فضا کې د زهرجنو ګازاتو کچه د نورو هېوادونو په پرتله اوه ځلې لوړه ده. همدا اوس د کابل هوا زهرجنه شوې او نږدې ده چې اوبه يې هم زهرجنې شي. ۸۰٪ ناروغان چې روغتونو ته مراجعه کوي، د ناروغۍ اصلي لامل يې دهوا ککړتيا ده. که په ځير وکتل شي زموږ د هېوادوالو په مړينه کې د چاپېريال ککړتيا تر جګړې زيات لاس لري، خو توپير دومره دی چې د چاپېریال ککړتیا مو په تدريجي او نامرئي ډول وژني. د چاپېریال په ککړتيا کې هم د عامه پوهاوي د ټيټې کچې تر څنګ فساد تر ټولو مهم لامل دی، چې بايد پر وړاندې يې کلکه مبارزه وشي.

02.06.2015 22:47    |   نعمت الله ظفرزی د اتصالات لخوا د قران د حسن تلاوت اتمه کلنۍ سیالي پیل شوه

د اتصالات د قران کریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالۍ ته د غوره کولو لومړی پړاو د روان کال د مي میاشتې په ۲۸مه نیټه د هیواد په ۵ زونونو کې پیل او د درې ورځو لپاره یې دوام وکړ. پدې پړاو کې ۵۰ تنه په کابل کې د کیدونکي سیالي په بل پړاو کې د ګډون لپاره وټاکل شول.

27.05.2015 09:50    |   جاوید حیدرزی د آغلي خاطرې فیضي (موږ د یو بل زړه ته نه یو رسیدلي ) شعري ټولګه چاپ شوه

(موږ د یو بل زړونو ته نه یو رسیدلي) د هېواد د تکړه شاعرې خاطرې فیضي شعري ټولګه ده چې په ښه کاغذ کې په 100 مخونو کې تازه له چاپه راوتلې او د هېواد تګړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی غفور لیوال سریزه لیکلې ده. خاطره خورکۍ د هلمند ولایت اوسېدونکي ده چې اوس د حقوق پوهنځۍ د لومړي کال زده کړیاله ده او څه د پاسه یو کال کیږي چې شعر او شاعرۍ ته یې مخه کړې او دا دي لومړی کتاب یې چاپ شو.

25.05.2015 13:25    |   حضرت الله رحیمي د فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د داخلو لارښود

فیصل اباد کرهنیز پوهنتون د QS نړیوال درجه کې ۸۵ ، NTU نړیواله درجه کې ۹۷، اسلامي نړۍ او د پاکستان په پوهنتونونو کې لومړی مقام لري. په ۱۹۰۹ز کال کې د لائلپور زرعي کالج په نوم چې په ۱۹۶۱ز کې ورته د پوهنتون درجه ورکړل شوه او لائلپور زرعي پوهنتون په رسمي نوم ونمول شوچی اوس دفیصل اباد کرهنیزپوهنتون په نوم سره یادیږي. له نیکمرغه افغان محصلینو ته په بېلابېلو پوهنځیو کې داخلي ورکوي . له نوموړي پوهنتون نه ډیر زیات افغان محصلین فارغ شوي، چې د ګران هېواد افغانستان په بیارغونه کې ستر رول لوبوي. اوس محال نږدې دوه شپیته افغان محصلین په بېلابېلو پوهنځو کې په درسونو بوخت دي .

25.05.2015 13:22    |   د افغانستان ملي تحريک د افغانستان ملي تحريک اعلاميه

څو موده وړاندې د افغانستان د ملي امنيت ادارې او د پاکستان د څارګرې ادارې (ای، اس، ای) ترمنځ د څارګريزو معلوماتو د تبادلې او نورو همکاريو په باب يو هوکړه ليک لاسليک شوی دی، دا هوکړه ليک په خپل متن کې داسې محتويات لري چې په څرګند ډول د افغانستان ملي حاکميت ته زيان اړوي او د پاکستان تر اشغال لاندې زموږ د پښتنو او بلوڅو وروڼو ازادي غوښتونکې روحيه له منځه وړي او په لويه کې موږ د لوی افغانستان له اصلي داعيې او ارمان څخه محروموي. څرنګه چې د هوکړه ليک متن د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا ترتيب شوی، نو هغوی خپلې ګټې او ارمانونه په کې ځای کړي او دا هوکړه ليک يې د ډيورنډ د کرغېړنې

25.05.2015 00:02    |   یاسر الهاشمی اوه ناقانونه افغان کډوال د قاچاقي سفر قرباني شول

د روان زږديز کال د می د مياشتې په دولسمه نيټه، اوه تنه افغان کډوال هغه مهال ووژل شول چې د ايران پولي ته څیرمه د ترکيي په وان سرحدي ښار کې د واور له ورښت سره مخامخ شول. دغو کډوالو غوښتل چې د ايران او ترکيي له لارې اروپا ته په غير قانوني ډول ولاړ شي.

24.05.2015 12:46    |   مجيد ژړاند کليوال ادبي ملګري اونيزه ويډيو کنفرانس غونډه وکړه

کليوال ادبي ملګري ټولنې داونيزو غونډو په درشل کې خپله درې دېرشمه اونيزه ناسته دلېنکن په ښوونيز مرکز کې تر سره کړه. کليوال ادبي ملګري ټولنې دغبرګولي په درېيمه نېټه خپله پرله پسې درې دېرشمه او ويډيو کنفرانس لومړۍ غونډه وکړه. په دغه غونډه کې چې دشعر او ادب مينه والو پکې ګډون کړی و، دماسپښين په دوه نيمو بجو پيل شوه، عبدالمتين افغانمل دريځ ته راغی دسپېڅلي کلام په ايتونو سره يې غونډه پيل کړه.

22.05.2015 10:09    |   حبيب الرحمن تاثير کليوال ادبي ملګري ټولنې اونيزه دوه دېرشمه ناسته وکړه

ملګرتيا که څو رندان راسره وکړي دا حــرم به يوه لـــويه ميکده کړم