د مالیزیا د مهاجرت ادارې مشر جنرال مصطفی علي وایي، په مالیزیا کې ډیری کارګمارونکي په خپلو کارونو کې د ناقانونه کډوالو ګمارلو ته ترجیح ورکوي، ځکه هغوی په کم معاش او لګښت سختو کارونو ته زړه ښه کوي.

نوموړی وایي، د روان کال له پیله تراوسه د مهاجرت ادارې په دغه تور لږترلږه ۵۶۶ تنه کارګمارونکي او هټۍ وال نیولي.

نوموړی وایي، همداراز په یاده موده کې د مهاجرت ادارې څه کم ۲۰ زره ناقانونه کډوال هم نبولي چې ډیری یې اندونیزیايي او بنګله دیشي اتباع دي.

هغه وایي، یاد کسان په بیلا بیلو جرمونو نیول شوي. ډیری یې مالیزیا ته په غیرقانانوني ډول راغلي، یا د خپلو ویزو تر ټاکلو وختونو زیات په مالیزیا کې تم شوي او یا هم هغوی د کار جوازونه نه درلوده.

"که په لنډو ټکو یې ووایم نو یادو کسانو په یو نه یو ډول د مالیزیا قانون مات کړی."

همداراز نوموړي زیاته کړه، ګڼ شمیر نیول شوي کډوال یې وخته بیرته خپلو هیوادونه ستانه کړي او هغه چې تراوسه پاتې دي، هغوی به هم د قانوني پروسي تر بشپړولو وروسته ستانه کړي.