پرځوانانو د مبایل استعمال اغیزې او وړاندیزونه
څیړونکي: Mudasir Khazer Rather او Shabir Ahmad RAther
ژباړه: عبدالصبور صادق
مبایل(ګرځنده ټیلیفون) په لومړي ځل په کال ۱۹۹۲ کال کې رامنځته شو، چې د خپلو ځانګړتیاوو لکه ځیرکتیا، په یو وخت کې د څو کارونو ترسره کول، چټکتیا، د اړیکې ښه وسیله او ډیرو سهولتونو لرلو له امله د ټکنالوژۍ په نړۍ کې یو لوی انقلاب رامنځته کړه، او نن سبا د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلې. په دې څیړنه کې پر ځوان نسل د ځیرک مبایلونو د استعمال اغیزو باندې بحث شوی:
د ځیرک مبایل د استعمال مثبتې اغیزې:
ځیرک مبایلونه هغه ټکنالوژي ده چې مختلف خدمات له ځان سره لري چې له امله یې خلک هم د راحت احساس کوي، یاده ټکنالوژي د ټولنیزو رسنیو د اپلیکیشنونو په لرلو سره ښه خدمات وړاندې کوي لکه: د خلکو سره د اړیکه نیول، د کاروبارونو زده کول او نور، دارنګه پر زده کړه، ټولنیز ژوند، تفریح او نور برخو کې هم ښه اغیزه کړې، د خلکو د ژوند په طرز کې ښایسته تغیرات رواستی، دوي د نورو سره د اړیکو نیولو برخه کې ځان راحت احساسوي ځکه دوي زیات شمیر اپلیکیشنونو ته اسانه لاسرسۍ لري، کولی شي ارایه شوو خدماتو ته اساسه لاس رسۍ ولري لکه: د مسایلو زده کړه، د شخصت د پرمختګ لارې چارې، په کاروبار کې کامیابیدلو څخه هم په کافي اندازه خوند اخلي، دارنګه دا هم په ګوته شوی چې ځیرک مبایل وخت سپموي، په زرګونه ډولونه اپلیکیشنونه وړاند کوي، وړیا خدمات، ایمیل، وړیا اړیکه غږیزې اړیکې، لیکنیزې اړیکې(پیغام)، وای فای او نور، دارنګه انټرنیټ ته لاسرۍ، ایمیلونو لیږل، ټولنیز سایټونه وړاندې کوي او په یو وخت کې مختلف کارونه ترسره کوي، د خلکو سره اړیکه کې پاتې کیدل، په انلاین ډول خریداري کول، پر وخت خبرونو او لوبو څخه خبریدل، دا نظر هم موجو دی چې ځیرک مبایلونه د ژوند طرز ته بدلون ورکړی، د خلکو د ژوند په پرمختګ کې پوره رول لرلی، او د مختلفو امکاناتو برابرولو سره د خلکو ژوند ته بهبود بخښې لکه: کله چې ځانته یاستی نو تاسو له یوازیتوب څخه ژغوري، له زلزلو مو خبروي، د داکتر دنده اجراء کوي، هر وخت په جریان کې مو ساتي، دارنګه د ناروغیو او کمزوریو په برخه کې لارښوونه کوي. په دې باور ولرئ چې ځیرک مبایلونه د ژوند یوه مهمه برخه کې ګرځیدلی، او پرته له مبایله تاسو د نیمګړیتا احساس کوئ، تاسو یو لړ په زړه پورې خدمات وړاندې کوي لکه د عکسونو اخیستل، لارښودنه(GPS)، د ملاقات لپاره وخت نیول، خلکو سره اړیکه نیول دارنګه په کاروبار کې پوره مرسته کوي، ویلی شو چې یاده ټکنالوژي د خلکو د ژوند په ټولو برخو او چارو کې انقلاب راوستی، د پرمختګ لپاره لاره پرانیستی، داسی امکانات یی برابر کړي چې له انفرادي ژوند څخه خوند واخلی.
دویم: د مبایل استعمال منفې اغیزې:
د څیړنې له مخې خلک په ورځنۍ شکل تر ۵ ساعتونو پورې خپل مبایل کې بوخت وي، دغه ذکر شوی وخت هغه مهال لا پسې غزیږي کله چې تاسو مختلف اپلیکشنونه په خپل کې کاروئ، دغه چاره عملاً پر ټولنیزو تعاملاتو، د مبایل اعتیاد، صحي مشکلاتو او نورو برخو ژوره منفي اغیزه پرې باسي، یوه بله څیړنه کې چې د پوهنتون د ښځینه زدکړیالانو په تړاو ترسره شوې دا اندیښنه ښودل شوې چې دوي په اوسط ډول دورځې لس ساعته مبایل کاروي، په یوه بله سروې کې ښول شوی چې د مبایل دهرو پنځو استعمالوونکو څخه درې تنه نشي کولی تر ۶۰ دقیقو زیات د خپل مبایلو له کتلو وخت تیر کړي، د فوبیا(phobia) یو نوی ډول پیژندل شوی چې د (NOM phobia) په نوم یادیږي،یعنی ( د مبایل د نه شتون څخه ویره) او د صحت مربوط یو لړ نور ستونزې لکه: عصبي ستونزې، د ملا تکلیف، اضطراب او ژور خپګان جدي ستونزې دي چې د مبایل د زیات استعمال له امله پیدا کیږي.
د پوهنتون زده کوونکو کې د مبایل د استعمال اعتیاد په تړاو ترسره شوې څیړنه ښيې چې ۳۵.۹ ٪ سلنه زده کړیالان د ورځې لخوا دستړتیا احساس کوي او ۳۸.۱ ٪ سلنه زده کړیالانو د خوب کیفیت خراب شوی، ځکه د شپې تر ناوخته پورې د مبایل د استعمال اعتیاد لري، دارنګه یو بله څیړنه څرګندوي چې د مبایل ډیر کارول(ډیر پیغام استول) کولی شي د ګوتو مفصلونه تخریب کړي، او عین وخت کې ځیرک مبایلونه آبي رنګه وړانګې خپروي چې روغتیایی خطرات لري لکه: عصبي دردونه، ملا درد او د اوږو درد.
د زده کړې لپاره په مبایل کې مطالعه کول د زده کوونکو لپاره یوه نا مناسبه لاره ګڼل شوی. په ځیرک مبایلونو کې د معلوماتو د زیات جریان له امله کاروونکي له ټولنیزو خوښیو محرومیږي، دارنګه د ماشومانو او والدینو ترمنځ اړیکه له منځه وړي. د مبایلو رامنځته کوونکي داسی سایټونه هم ایجاد کړي چې شخصي او مالي معلومات ته لاس رسۍ پیدا کوي چې دا په خپل نوبت یو لوی خطر دی، څیړنه ښيې چې د مبایل زیات کارونه کولی شي رواني او فزیکولوژیکي عوارض رامنځته کړي، څیړنه ښيې چې د مبایل څخه خپریدونکي وړانګې زمونږ د مغز سلولونه اغیزمن کوي او د مغز د سرطان لامل کیږي، د موټر چلونې به وخت کې مبایل ته پاملره کول د دې لامل شوی چې د ترافیکي پیښو شمیر لوړ شي. که چیرته ماشومان د ډیر وخت لپاره په پرلپسي ډول په ساعتونه مبایل کاروي دا چاره کولی شي مضرې پایلې ولري لکه: تومور( تشعشعي اغیزې)، د مغز د فعالیت اغیزمن کیدل، نامناسبو سایټونو کارول او د زده کړې جریان اغیزمن کیدل. د پورتني توضحیاتو په پایله کې ویلی شو چې پر مبایل اعتیاد نن سبا د ژوند یو نه بیلیدونکی برخه ګرځیدلی، د خلکو ژوند تر ډیره پر مبایل متکي ده، په ځانګړې ډول ځوان نسل فکر کوي چې پرته له مبایله ژوند ناممکن دی، چې له امله یې تر اوسه یو شمیر خطرناکې اغیزې تشخیص شوي چې په دې برخه کې لا نورو څیړنو ته اړیتا ده څو نور عوامل یې هم مشخص کړي.
پایله:
په پایله کې ویلی شو چې ځیرک مبایل فوق العاده وسیله د چې دیوې ګوتې کیکاږلو سره د معلوماتو یوه نړۍ درته خلاصوي، د خلکو په ژوند کې نوی بدلون راوستلی، خلک د دې سره چې ځیرک مبایلونه ورته د اړیکو مختلف سایټونه او اپلیکشنونه وړاندې کوی خوشحاله دي، او دا چې په نړۍ کې څه روان دي په اړوند یې له هرڅه، په هر وخت او هر ځای کې پرته له ځنډه خبریږي، د په زړه پورې امکانات په چمتو کولو سره یې انفرادي ژوند لا ښایسته او خوندور کړی، کول شی ستاسو د ژوند هر لحظه ثبت کړي او یادګار یې وساتي، سیلفي اخیستل خو نن سبا یو نوی فیشن ګرځیدلی، ځیرک مبایل فوق العاده ټکنالوژي چې د زده کړې ښه وسیله ده په ځانګړې ډول د ځوانانو لپاره.
دغه زیات کاریدونکی ټکنالوژی زمونږ ژوند را اسانه کړی، دارنګه د زده کړې، څیړنه، کاروبار، تجارت، تفریح، لوبه، ورزش او نورو برخو کې آسانتیاوې رامنځته کړي، د دې تر څنګ د ټولنیزو رسنیو او سایټونو سره په اړیکه کې ساتنه، په انلاین ډول خریداري، تازه خبرونو او لوبو څخه خبریدل، هم د دې ټکنالوژی له ښیګڼو څخه ده.
په هر صورت په سم ډول د نه استعمال په صورت کې منفې اثرات هم له ځان سره لري، په ځانکړې ډول تنکي ځوانان په زیاته کچه پرې اخته کیږي چې په دې صورت یو لړ ستونزې رامنځته کوی لکه صحي ستونزې( د سترګو ستونزه، د ملا او ورمیږ دردونه، د مغز تومور، یوازیتوب) دارنګه مالي ستونزې هم له ځان سره، د فوبیا(phobia) یو ډول کشف شوی چې د(NOMOPHOBIA) په نوم یادیږي(د مبایل د نه موجودیت ویره) یوه پراخه ستونزه ده چې د تنکیو ځوانانو ترمنځ تشخیص شوی، له دې ور هاخوا صحي مسایلو کې لکه عصبي ستونزې، ژورخپګان او اضطراب د اندیښنې وړ مسایل دي، له حده زیات د مبایل استعمال رواني او فزیولوژیکي منفي اغیزې هم له ځان سره لري.
په هر صورت که چیرته د مبایل په استعمال کې اعتدال وشي، د کارولو د ساعتونو برخه کې اعتدال وشي نو دا به ډیر ګټو وي، اخلاق به ورسره لوړ شي، شخصیت به لوړ شي او زده کړه به مو پراخه او پرمختللی شي.
هغه لارې چارې چې مبایل خطرات راکمولی شي:
 د امکان تر حده ماشومانو ته د مبایل له ورکړې ډډه وکړئ، ځکه د مبایل وړانګې ماشومان ته ډیر زیان رسونکې ده.
 باید ډیر احتیاط وشی چې کور یا هم د ماشومانو ښوونځی او مدرسه د مبایل له پایو څخه د امکان تر حده لیرې ووسي، ځکه د مبایل پایې څخه په زیاته کچه وړانګې خپریږي.
 خپل ماشومان مو ښوونځي او مدرسې ته د مبایل له وړلو منع کړی، د ښوونځي او مدرسې شمیره له ځان سره وساتی او خپله شمیره مو ښوونځي او مدرسې سره ثبت کړئ څو په اضطراري حالتونو کې سره اړیکه ولرئ.
 د شپې لخوا مو مبایلونه محفوظ وساتی، هم له خپل ځان او له خپلو ماشومانو څخه مو لیرې وساتی، ممکن ستاسو ماشومان په پټ ډول د شپې مبایلو ورکاروي.
 والدین باید دا وڅاری چې ماشومان یې په مبایلو کې کوم شیان کاروي او کوم مسایل ګوري، دارنګه باید خپلو ماشومانو ته د مبایل د استعمال د ګټو او زیانونو اړوند معلومات ورکړي او پوه یې کړي.
ماخذونه:
 Afaliq, A. (2013). Smartphone improvements: Positive and negative impact on society. Retrieved from https://sites.psu.edu/alwaleedafaliq/2013/09/19/smartphones-improvements-positive-andnegative-i
 Anderson, M, A. (2019). The Advantages of the smart phone. Retrieved from https://www.eukhost.com/forums/forum/general/technology-forum/17752-10-advantages
 Arora. M, (2018). Harmful effects of mobile phones on children. Retrieved from https://parenting.firstcry.com/articles/harmful-effects-of-mobile-phone-on-child/
 Bhalla, S. ( 2017). Advantages and disadvantages of mobile. Retrieved from: www.myeducorner.com/advantages-disadvantages-of-mobile-essay-speech-article/
 Boumosleh, M. and Doris, J. (2017) Depression, anxiety, and smartphone addiction in university students- A cross sectional study. PLoS ONE 12(8. DOI:10.1371/journal.pone.0182239.
 Butler, J. (2019). Disadvantages of smartphones. Retrieved from :https://itstillworks.com/disadvantages-smart-phones-1137.html
 Campbell, A. (2005). The impact of mobile phones on Young People’s’ social life. Retrieved from: https://www.researchgate.net/publication/27465354_The_impact_of_the_mobile_phone_on_y Felecia, (2019). The advantages and disadvantages of smartphones. Retrieved from https://www.technobezz.com/the-advantages-and-disadvantages-of-smartphones/
 Gothami, S. and Kumar, V, K. (2016). Impact of smartphone: A pilot study on positive and negative effects. International journal of scientific engineering and Applied Science. 2(3). Retrieved from: http//www.ijseas.com
 Hongnguyen, D (2015). Advantages and disadvantages of mobile phones in our daily lives. Retrieved from https://www.testbig.com/ielts-writing-task-ii-essays/advantages-and-disadvantages-mobilephones-our
 John, J. (2013). Positive Impact of smartphones on social society. Retrieved from https://www.trffcmedia.com/topics/positive-impacts-of-smartphones-on-social-society/
 Jung, B. (2019). What are the benefits of smartphone technology. Retrieved from https://smallbusiness.chron.com/benefits-smartphone-technology-57037.html
 Kelly, J. (2018). The Troubling side effects of smartphones. Retrieved from https://m.medicalxpress.com/news/2018-08-side-effects-smartphones.html
 Kendra, K. (2018). The effects of smartphones on the brain. Retrieved from https://www.verywellmind.com/how-do-smartphones-affect-the-brain-2794892
 Lenord, J. (2015). 16 Seriously damaging side effects of your smartphone addiction. Retrieved from :https://www.naturallivingideas.com/16-seriously-damaging-side-effects-of-yoursmartphone-addiction/
 Linsys, (2011). Advantages and disadvantages of having smartphone. Retrieved from https://www.eukhost.com/forums/forum/general/technology-forum/17752-10-advantagesand-disadvantages-of-having-smartphone
 Markley, A. (2019). Effect of mobile phones of Today’s Generation. Retrieved from https://www.streetdirectory.com/travel_guide/133886/cell_phones/e
 Miller,Y, A. (2017). Smartphones Negative effects: A summary of latest comprehensive Research. Retrieved from https://www.aish.com/ci/s/Smartphones-Negative-Effects-A-Summary-of-LatestComprehensive-Research.html
 Mojaherens, A. B. (2017). Smartphone effects on Academic performance: Literature Review. Retrieved from https://wordplay728.wordpress.com/2017/03/10/smartphone-effects-on-academicperformances/
 Mount, R. (2012). Advantages and disadvantages of smartphone technology. Retrieved from https://www.mobilecon2012.com/8-advantages-and-disadvantages-of-smartphonetechnology/
 Parasuraman, S., Sam, A., Yee,T., We, K., Chou and Ren, L,, (2017).Smartphone usage and increased risk of mobile phone addiction: A concurrent study. International journal of Pharmaceutical investigation. .DOI: 10.4103/jphi.JPHI_56_17. Retrieved from https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC5680647/
 Purewal, S, J. ( 2015). Ways Smartphone are making our lives better. Retrieved from.. https://www.greenbot.com/article/2908013/9-ways-smartphones-are-making-our-livesbetter.html
 Sarwar, M. and Soomro, T (2013). Impact of smartphones on society. European journal of scientific research. 98. Retrieved from: https://www.europeanjournalofscientificrrsesrch.com
 Smith, A. ( 2012). The impact of mobile phones on People’s life. Retrieved from https://www.pewinternet.org/2012/11/30/part-iii-the-impact-of-mobile-phones-on-peopleslives/
 Tavasalker, D. (2019). Advantages of smartphones over normal phones. Retrieved from http://www.engineersdream.com/advantages-of-smartphones-over-normal-phones/ The Yale
 Tribune. (2017). Understanding the positive and negative impacts of smartphone on our health. Retrieved from https://campuspress.yale.edu/tribune/understanding-the-positive-and-negative-impact-ofsmartphones-on-our-health/