امنیت او اقتصاد
( د څو خوشحالی بخښونکو خبرونو د هرکلي په پار)

غواړم چارواکي، ملی پانګوال، دشرکتونو او مالی موسساتو مدیران، دکاروبارونو خاوندان او ګران داقتصاد محصلان یو- دووټکیو ته ځیر او خپل عرایض وړاندې کړم:
ډېر د خوشحالي ځای دی چې جنګونه ودرېدل. هغه بدې ورځې تېرې شوې چی دځوانانو جنازې به کورنو ته راتلې. د ړندو بمباریو، انفجارونو او چاودنو ډېرې بدې ورځې مو تیرې کړی. د سولې په فضا کې به نه یواځې دا چې دسر خطر له منځه ولاړ شي، بلکې د خوشحالۍ خبره دا ده چې ولس به روحاً ارام شي. هیله ده چې نور نو دایمی ثبات ته ورسیږو او هیواد دپوهې، تعلیم، اقتصادی ترقی، نړیوال کلی کې د لازم دریځ خپلولو، فرهنګی، هنری، حقوقی، ټولنیزو او سیاسی برخو کې مخ په ترقی روان شو.
د دغې لنډې یادونې څخه وروسته خاصتاً د اقتصاد او امنیت بحث رااخلم.
دا څو ورځې کیږي چې ځوانان مو یو څو اقتصادی خبرونه او زیري په خوشحالۍ سره یو بل ته استوي. سره له دې چې لا هم ډیر زیات کار ته اړتیا ده، خو ان شاالله دا به یې پیل وي. اقتصاد دوه ډوله امنیت ته خامخا اړتیا لري:

• فزيکې امنيت
• احساسي امنيت
په اقتصاد کې یو واحد تصدۍ، بل، کورنۍ او بل دولت او بل یې خارج دی. تېر شل کلن دور کې دی څلورو انفسونو څخه یو هم په ډاډ کار نشو کولای او دا څلور واړه یوبل سره کلک تړلي دي. تصدی ته له کورنۍ څخه کارګر، مدیر او متخصص راځي، له محل څخه ورته خام مواد راځي، تولیدیې باید مارکیت ته ولیږدل شي. کله چې امنیت نه وي، دا یو هم امکان نه لري. تېرو شلو کلونو کې تصدۍ او کارخانې ځکه په ټپه ولاړې وې، چې دفعالیت فضا نه وه، څلور انفنسونو نه سره تړل کیدل. تر دې هم مهمه دا چې پانګوال خپله پانګه خطر کې نه اچوله.
په پانګه اچونه کې احساسی امنیت لومړیتوب لري. که د پانګوال فزیکی او ځاني امنیت ډاډمن هم وي، خو د خپلې پانګې د ګټې، موثریت، مثمریت او بی خطره په محصول د عامل دبدلیدو ډاډ نه وی، پانګوال( داخلی او خارجی یوهم) پانګونه نه کوي. په احساسی امنیت کې د ثابتو قوانیو، شفافواداری پروسیجرونو، حمایه او ملاتړ، دمشتری وضعیت، دبازار تقاضا او نور مسایل هم شامل دي. د فزیکی امنیت ترڅنګ، احساسی امنیت دکاربنسټ جوړوی یوسوداګر دفزیکې امنیت له پلوه په ډېروبدوحالاتوکې هم کارکولای شي، خوپه دې شرط چې نورشرایط ورته چمتو وي، جنګی وضعیت کې به په ډیرو قربانیو او لوړ نظامی مصرف فزیکی محدود امنیت رامنځته شي، مګر احساسی امنیت بشپړ نشي رامنځته کیدای.
خصوصاً په تولیدی ډګر کې د پانګوال لپاره (چې له خپلې پانګې د ګټې توقع لري) بازار ، دتقاضا شته والی اومناسبه بیه لومړیتوب لري. مثلاً ځو ورځې مخکې خبر نشر شو چې نساجی یوځل بیا په کار پیل وکړ او زموږ یو ملی بااحساسه پانګوال خپله پانګه د هیواد دننه راوړه او چهار اسیاب کی یې یو کارځای فعال کړ. د کورنۍ پانګونې برعلاوه؛ بهرنۍ پانګونې ته هم امنیت همدومره مهم دی .
زموږ د پانګوالو لپاره یوه ناامیدی او ستونزه دا هم ده چې تېرو جنګونو زیربنا( ترانسپورت، لویی لارې، بریښنا، هوایی ډګرونه، ګدامونه،...) له منځه وړي دي. په داسې حالت کې ممکن دسوداګر او پانګوال لګښتونه دزیربنا د ډېری خرابی له امله ډېرلوړ تمام شي. په دی حالت کې سوداګر دیوی کمی اندازی ګټی لپاره هیڅ وخت خپله پانګه په کارنه اچوي. بل بد خبر دا دی چې ملی ماهرین، کورنی متخصصان او زموږ خپل داخلی فنی کادر له هیواده وتلی دی، بهرنی متخصص ډیرې پېسې غواړی او شرایطو سره بلد ندی، نو ترګټې یې زیان زیاتیږی . احساسی امنیت دقوانینو موجودیت ته هم اړتیا لري. اوس چې قوانین یا ملغی شوی یا د شک دایره کې دي، له نیکه مرغه زموږ عنعنوی ټولنه دعَرف په واسطه څه ناڅه دا خلا ډکولای شي، اما دفنی او مسلکی باتجربه ماهر تشه نشی ډکیدلای. یعنې درسمی قانون په نشتوالی کې دسیمی اوټولنی دود – دستور اودټولنی صنعتی اخلاق کولای شی مهم رول ترسره کړي، خو د ملی متخصص ځای څوک نشی ډکولای. د امنیت په ر اوستو باید دا خلاوې ډکې شي، په تیره بیا پېسې /پانګه مهمه ده .
اقتصاد پوهانو مبالغه نده کړی چې وایی: پېسې تر انسان هم ډارن شی دی!
ممکن تاسو به وایاست چی سر نه وی، مال څه په کار؟ خو ځوان اقتصاد پوهان او زموږ ګران محصلین دی دا راسره ومني چې انسان دې ته حاضر دی چې لومړی خپل مال خوندي کړي، بیا دځان غم وخوري. د دې د اثبات لپاره به دوه په زړه پورې کیسی درته ولیکم:
د کابل د جګړو په ورځوکې به چې کله یوې سیمې ته دټوپکمارو د راتګ خطر احساس شو، خلکو به خېلې پیسې، ګاڼې، غالۍ او نور شیان امن سیمو ته وړل او خپله به بېرته په ډاډه زړه خپل تش کورته راغلل او د کور دساتنی په خاطر به بی ټغر او بی لمڅي کوټو کې کیناستل. نو له دې څخه ښکاري چې له سیمې څخه اول شتمني وتله او بیا به که امنیت نور هم خراب شو، خلک به دوهم قدم کې ووتل. بله کیسه داسې ده:
قدیم وخت کې زموږ کلی(سیاجوی) ته د چهاراسیاب له بازاره دوه لارې تللی وې، دواړه به وروسته تر ماښامه خطرناکه وې. یوه لار خو یې بیخی له یوه غاښې تېریده. زموږ یو مشر چې ورباندې ناوخته شوې وه، نو کله چی دغه غاښي ته نږدې شوی و، له جیب څخه یې پېسې را کښلی او د اخبار یوه کاغذ کې یې پیچلی وې. سم چې د غاښي سرته رسیدلی، غلو ورباندی غږ کړی او دلاسو د پورته کولو یې ورته ویلی دي، مشر زښت زیات ویریدلی و. ده ورو د پیسو غوټه لږ وړاندی له لاری لری غورځولی او وروسته ښه زړور غلو ته دریدلی و. غله را وړاندې شوي، پوره یې لټولی دی. چې څه ورسره نه و، ورڅخه تللي او ژوندی یې رخصت کړی. که یې پېسې ورڅخه ترلاسه کړ ی وای، خدای خبر که یې ژوندی پریښی وای، ځکه غله دافشا کیدو له ویرې د مال خاوند وژني. په هغه سبا کله چی رڼایی شوی ، نو مشر هماغه ځای ته ځان رسولی ، شاخوا یی لټولی ، خپلې هغه پېسې یې بیرته ترلاسه کړی چې بیګا یی تیاره کی د غلو له ویرې غورځولې وې، نو ترهغو چې ده سره یې پېسې وې، په ویره کې و، خو چې پیسې یی وغورځولی ویره یی کمه شوه. په حقیقیت کې پیسې ویریدې، نه دی.
نو ځوان اقتصاد پوه دې په دې وپوهیږي چې د جنګ ورځو کې ولې اقتصادی فعالیتونه او پانګونه نه وه؟ آن ښارونو او امن ځایو کې هم اقتصادی فعالیتونه په ټپه ولاړ وو. دوی باید وپوهیږي چې ولې د افغانانو پانګه دوبی، کراچۍ، ترکیه.... او آن بنکاک ته تللې(تښتېدلی)؟ راځئ چې بیرته یې راوړو، خو دا هغه وخت چې پیسې له امنیت څخه ډاډمنې شي.
پانګوال غواړی د فزیکی امنیت تر څنګ د قانون، پولیس، محکمې، مشتری او بازار، بیمې، کوپراتیف، بانکی روغ سیستم او نورو څخه ډاډمن اوسي.
د افغانستان اوسنیو شرایطو کې د اقتصاد له دوو برخو؛ یعنی د خدماتو په پرتله د جنس تولید ډیر ضرور دی. تر تجارتی پانګې صنعتی پانګه را ته مهمه ده. په یوه سیمه کې دقوی فزیکې امنیت سره سره داحساسی امنیت دنشتوالی له امله په نوموړی سیمه کې پانګه اچونه لږترسترګوکېده. باید په یاد وساتل شی چې دفزیکې امنیت دخرابوالی په صورت کې لومړی صنعتی پانګه تښتی یاهم ځان له صنعتی پانګی څخه په سوداګريزه پانګه اړوي. ممکن دا وضعیت تریوه وخته پورې دوام وکړي. چې وضعیت ښه شو، بیرته تجارتی پانګه په صنعتی اوړي، ځکه صعنتی پانګه کې (خصوصاً زموږ هیواد کې)ګټه ډیره ده. زمونږدهیواد وضعیت همدااوس په همدې بڼه دی اوپه دې برخه کې دایوه ښه بیلګه کېدای شی . دجګړو پرمهال، ډیرو پانګوالو خپله پانګه او کاروبارونه بهر ولیږدول، کوم چې پاتې وو، هغوی خپله شتمنی په تجارت کې لګولی وه اودصنعتی اوتجارتی پانګی اچونی ترمنځ تناسب دسوداګريزی پانګه اچونی خواته زیات شو ی و، لکه هغسی چی د تولید په پرتله خدماتو ته پام ډیر شوی و. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې د تولید او خدماتو( goods:services) او صنعتی او تجارتی، بهرنۍ او کورنې پانګونې تر منځ تعادل ته د نویو شرایطو له مخې کتنه وکړو.