خپرونکی اداره: بی بی سی اردو پاڼه
ژباړونکی: م - س احمدزی
دا موضوع د بی بی سی اردو پاڼی د روان زیږدیز کال ۲۰۲۳ د دسمبر د میاشټی پر دریمه نیټه نشر کړی وه او ما یواځی پښتو ژبی ته ژباړلی ده .
په لاس اوه ځلی د قرانکریم لیکونکی دینی عالم وایی چی په لمړیو وختونو کی د قلم نه شتون اړ کړ چی دا کار د ونو په کنډ باندی ترسره کړی:

د صومالیا هیواد پلازمینی موګادیشو اوسیدونکی دینی عالم شیخ محمد عبدالله د مسلمانانو د سپیڅلی کتاب قران عظیم الشان ۱۱۴ سورتونه په خپلو لاسونو اوه ځلی لیکلی دی د ډیر پام وړ خبره داده چی نوموړی دا ټوکونه ( جلدونه) په مودرن قلم او رنګ ندی ترسره کړی
که تاسی د نوموړی لیکل شوی نسخی په غور سره وګوری نو فکر به ونکړی چی دا په لاس لیکل شوی دی.
نوموړی له بی بی سی سره په خبرو کی وویل چی د خپل ژوند تیر ۳۴ کاله یی د قرانکریم په لیکلو تیر کړی دی، دوی وایی چی په راتلونکی کی هم ددی کار مخته وړلو اراده لری.
نوموړی په ۱۹۸۹ زیږدیز کال کی د قران لیکل پیل کړی و چی دده عمرپه دغه وخت کی شل کاله و ددوی په وینا دغه کلونو کی د قرانکریم نسخی په اسانی سره نه پیداکیدی.
محمد عبدالله په دغه وخت کی د قرانکریم حافظ و او خلکو دده د ځانکړی او خوندور تلاوت له مله دوی د آبی امره پنوم مشهور کړی و. په صومالیا کی د قرانکریم د زده کړو او حفظ کولوپه موخه ښونځیو ته د کوچنیانو د لیږلو رسم او رواج له ډیر پخوانه شتون لری .
شیخ محمد عبدالله له بی بی سی سره خبرو کی وویل چی په لمړی ځل نوموړی قرانکریم له ونو د بهیدونکی کنډ په مرسته لیکل پیل کړل دا پداسی حال کی وه چی نوموړی سره معاصر قلم هم شتون نه درلود او په یوه ځانګړی قلم یی لیکنه کوله .
نوموړی وایی چی کله ما د قرانکریم لیکل پیل کړل نو په دغه وخت کی عصری کتابونه شتون نه درلود کوم چی اوس هرچیرته پیداکیږی.
نوموړی وایی چی په ابتدا کی ما په صومالیا کی د کاغذ راټولول پیل کړل او بیا می په کیلوالو سیمو کی د شتو ونو نه پر بهیدونکی کنډ د قرانکریم لیکل آغاز کړل.
د نوموړی پر وینا دوی د قرانکریم لمړنی دری نسخی پر کنډ ولیکلی او پاتی څلور نوری یی بیا پر عصری قلم لیکلی دی.

د نوموړی پر وینا د قرانکریم د ټولو آیاتونو او سورتونو لیکل اسانه کار ندی او په دی کار کی د تیروتنو نه د ځان ساتل ډیر ستونزمن وی خو د نوموړی پر وینا د قرانکریم له لیکلو سره ددوی مینی او لیوالتیا دا کارپرته له کومی ستونزی بشپړول ورته اسانه کړ.
په دی اړه خبرو کی نوموړی وویل چی د قرانکریم ورستی نسخی لیکل ورته ډیر ستونزمن و چی دی کار نزدی آته میاشتی وخت ونیوه پداسی حال کی چی د نورو نسخو پر لیکلو یی یواځی دری یا څلور میاشتی وخت تیراوه ولی دا ځل می له ځانګړی پاملرنی کار واخست.
نوموړی د خپل ټبر او سیمی د خلکو په اړه وویل چی دا خلک دده لیکلی نسخی ډیری خوښوی او ډیر یی له ده نه دده لاسی لیکلو نسخو د اخستلو غوښتنه کوی .
نوموی وایی چی خلک ډیر خوشحالیږی کله چی وپوهیږی دا پر لاس لیکل شوی نسخی دی، نو ما ته مبارکی راکوی .
شیخ محمد وایی چی کله یی د قرانکریم لمړنی نسخه بشپړه کړه هغه یی له ځان سره هغه ښونځی ته یو وړه چیرته چی دوی د قرانکریم زدهکړی کولی او دویمه نسخه یی د موګادیشو د باکاره مارکیټ کی د اور لګیدنی له امله وسوځیده !
پاتی پنځه لاسی لیکل سوی نسخی یا له ده سره دی او یا یی هغه چاته ورکړی دی چی له ده یی د قرانکریم ددغو نسخو د لیکلو غوښتنه کړیوه .
د یادولو ده چی شیخ محمد عبد الله په ۱۹۷۰ زیږدیز کال د پلازمینی موګادیشو ښار کی زیږدلی دی
نوموړی د ختیخ شبیل سیمی د وارشیخ په ولسوالی کی د قران زدهکړی یوه مرکز کی د قرانکریم زده کړی پیل او بیا د موګادیشوښار د یوه بل قران زده کړو له ښونځی نه د فراغت سند ترلاسه کړ
نوموړی دوه ودونه کړی دی او اوه اولادونه لری نوموړی دا هوډ لری چی خپل کوچنیان هم پر دغه لار بوزی په کومه لار چی دی پخپله د قران زده کړو په بهیر کی را لوی شوی او ستر شوی دی
له کوچنیوالی بیا تر اوسه دده ټول عمر د مساجدو او قران زدهکړو په ښونځیو کی د دین او قران په ورزده کولو کی تیر شوی دی
نوموی غواړی ترڅو چی ژوندی دی د قران لیکلو دغه کارته دوام ورکړی
د شیخ محمد پر وینا د قرانکریم پر لاس لیکلو کار نوموړی ته د ژوند تر ټولو ارزښتمن کار دی کوم چی د دنیا او آخرت د بریاو ضامن دی او له همدی امله به زه د لیکلو دغه کار ته دوام ورکوم .