شانګهای د همکاريو سازمان Shanghai Cooperation Organization د څو اړخيزو اقتصادي، سياسي، امنيتي همکاريو په موخه په ۱۹۹۶ کې (شانګهای ۵) په نامه د چين، روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، او تاجکستان هېوادونو لخوا په سيمه کې د امريکا د نفوذ پر وړاندې د موازنې د جوړولو او د پخواني شوروي اتحاد او چين د پولو د امنيت په هدف رامنځ ته شوی و، له دې نېټې لږ وروسته ازبکستان هم ددې سازمان غړی شو او نوم یې رسما (شانګهای د همکاريو سازمان) ته واوښت.
پر اصلي غړو هېوادونو سربېره په لومړيو کې په ۲۰۰۴ کې منګوليا، او يو کال وروسته ايران، پاکستان، هند، او افغانستان او وروسته بلاروس د ناظرو غړو په توګه دې سازمان ته ومنل شول.
په ۲۰۱۵ کې د شانګهای د همکاريو سازمان د هندوستان او پاکستان پر دايمي او بشپړغړيتوب ورکولو باندې هوکړه وکړه او له دوو کلونو څخه په کمه موده کې دې دواړو هېوادونو د سازمان شرايط پوره کړل او په ۲۰۱۷ زېږدي کال کې ددې سازمان د قزاقستان د استانې په غونډه کې د دوی دايمي غړيتوب ومنل شو. د ۲۰۲۱ زېږديز کال په سپتمبر کې د ايران د دايمي غړيتوب لپاره هم ټول غړي سره توافق ته ورسېدل او د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي ته چې په غونډه کې یې ګډون کړی و خبر ورکړل شو خو ايران حکومت بايد د خپل هېواد د پارلمان تاييد هم تر لاسه کړی وای چې بالاخره د پارلمان غړو یې په مطلق اکثريت سره په دې سازمان کې د خپل هېواد غړيتوب ته اجازه ورکړه. او د ۲۰۲۲ د سپتمبر له ۱۷ مې څخه ايران رسماً د شانګهای د همکاريو د سازمان غړی هېواد شو. دا سازمان له بنسټ اېښودلو څخه تر اوسه د پراختيا په حال کې دی او غواړي په سيمه او اسيا کې خپل حضور پراخ او پياوړیکړي او د اقتصادي، سياسي او امنيتي ګټو په چوکاټ کې غړي هېوادونه خپلمنځي همکاريو ته راوبولي. نو د ايران په ګډون سره د شانګهای د همکاريو سازمان رسمي او دايمي غړي: روسیه، چین، قزاقستان، قرغيزيستان، تاجیکستان، ازبکستان، پاکستان، هند او ایران دي.
ناظر هېوادونه: افغانستان، منګوليا او بلاروس.
د بحث او خبرو اترو شريک هېوادونه: ارمنستان،سعودي ، آذربایجان، کمبوديا، نيپال، ترکیه او سریلانکا دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان خپله د تماس ډله له افغانستان سره د اړيکو او راتلونکو پلانونو ، دوه اړخيزو ګټو ، وړانديزونو او همکاريو په اړه د پراختیا په هدف په ۲۰۰۵ کال کې رامنځته کړه. د لومړیتوب په کارونو کې له کابل سره د مشورتي خبرو اترو ټینګول وو، په سیمه کې د امنیت پر وړاندې له ننګونو او ګواښونو سره مبارزه او د یوه سوله ییز، باثباته، بې پرې او له اقتصادي پلوه د سوکاله افغانستان د بیا رغولو په هڅو کې د شانګهای د سازمان شاملول وو.
په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان د شانګهای سازمان د څارونکي حیثیت ترلاسه کړ، خو د سازمان غړو په متفقه توګه پریکړه وکړه چې د تماس ډلې فعالیتونه به په بشپړ شکل دوام ولري او له يو بل سره به د ګټو او اقتصادي ، سياسي همکاريو پر بنسټ کار ته ادامه ورکړي. په ۲۰۱۹ کې په افغانستان کې د سولې، امنیت او اقتصادي بیارغونې د تضمین لپاره د سیمه ییزو همکاریو د ساحو د پراخولو په ګډون، د عملي ګامونو د اوچتولو لپاره د یوې لار نقشې په جوړولو موافقه وشوه. د دغې ډلې وروستۍ غونډه د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې ترسره شوه، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو امارت واک ته ورسېد، او له همدې امله له افغانستان سره د شانګهای د همکاريو سازمان د تماس ډلې فعالیتونه وځنډول شول.
نو په اوس وخت کې د سیمې د هېوادونو او د کابل د نوي رژيم ترمنځ د ترانسپورت، انرژي، سوداګري، پانګونې او بشري اړیکو په برخو کې د همکاريو د ټینګښت لپاره د شانګهای همکاريو سازمان ( له افغانستان سره د تماس د ډلې) فعالیتونه بیا پیلول اړین دي. او د تخنیکي او ساینسي ظرفیت پراختیا. په طالبانو باندې د لګول شویو بندیزونو په شرایطو کې د نرمښت، له اوسني رژيم سره د اړیکو بیا پیل کول به ګډونوالوهېوادونو ته اجازه ورکړي چې پر افغانستان د نړیوالو فشارونو مخه يو څه ونیسي، او له طالبانو سره به مرسته وکړي چې د دوی د په رسميت پیژندلو لپاره شرایط يو څه اسانه کړي.