ما د کونړ له سینده جار کړې - زما لالي به په کې مخ و ینځلی وینه
اوبه نه یواځې د هر ساکښ او نبات لومړنۍ اړتیا ده، بلکې هغه د جماد او د دې پراخه طبیعت ښکلا هم ده. اوبه زراعت دی، سیاست دی، اقتصاد دی او پرمختګ دی. له نن څخه ۷۳ کاله پخوا، یو کاناډایي پوهاند یوه تیوري وړاندې کړې وه چې د را روانې پیړۍ جنګونه به د تیلو پر ځای، د اوبو پر سر وي چې نښې یې ورو ورو څرګندیږي. د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون خبرداری ورکوي چې له ۲۰۲۵م کال وروسته به د نړۍ د هرو دریو تنو څخه یو تن په داسې هیواد کې ژوند کوي چې هلته به د اوبو کمښت وي. افغانستان د اوبو له بابته یو بسیا او بډایه هېواد دی چې د اوبو کلنی جریان یې ۷۵ میلیاردو مترو مکعبو ته رسي. د پرله پسې بهرنیو یرغلونو، کورنیو جګړو، د ځینو مغرضو او بدنیته ګاونډیانو لاسوهنو او د تخنیکي ظرفیتونو د کمي له امله، یوازې شل ملیارده مکعبه اوبه په هېواد کې مصرفیږي او پاتې یې په وړیا توګه د ګاونډیانو په لور بهیږي. افغانستان ټول ۱۳۰ لوی او کوچني سیندونه او روان خوړونه لري چې د کونړ سیند، له آمو او هلمند وروسته په دریم کتار کې ولاړ دی.
د کونړ لنډی یا د اسمار سیند چې لرغونې نوم یې راسا دی، د پامیر د څلور زره متره لوړې څوکې څخه د بروغل کوتل سره پیل او د هندوکش غر په ختیزه څنډه کې واخان له یارقند سره نښلوي. دغه سیند چې کله د چترال له لوري د ارنوۍ په برخه کې د ډیورنډ له کرښې را واوړي، نو د کونړ سیند نوم خپل کړي. د غرنیو ناوونو او کږلیچونو په اوږدو کې د پامير څخه رابهیدونکې د ګڼو کمکیو شیلو او خوړونو سره يوځاى او د اوبو کچه یې ورو ورو لوړیږي. د کونړ د سيند بله مهمه برخه د هندوکش له غرونو څخه د ۴۴۷۶ مترو له لوړې څوکې څخه رابهیدونکې اوبه دي چې د نورستان ولایت له باشګل، وايګل او پارون څخه راکوزیږي او د پیچ سیند جوړوي. دغه سیند د خپل مزل په ترڅ کې د شوړیک خوړ، د کوړنګل خوړ او د وټه پور په سیمه کې له غټو چینو څخه له راغلو اوبو سره یوځای او په اسعد آباد کې له لنډي سیند سره غاړه غړۍ کېږي.
د کونړ سیند ۱۱ ملیارده متر مکعبه اوبه لري او د ننګرهار ولایت په بهسودو کې د کابل له سیند سره ګډیږي. دغه سیند د غرونو له جګو څوکو تر ننګرهاره، اویا میله (۱۱۲کیلو متره) واټن لري. د کامې، ګوشتې، لعلپورې او نورو سيمو څخه تېرېږي او بیا د کوزې پښتونخوا په لور ځي چې له آباسین سره مل شي. د کونړ د سیند مجموعي اوږد والی‌، له‌ پیله تر پایه ۴۱۱ کیلو متره دی. له بده مرغه، نه کونړیانو او نه پاتې هیوادوالو له دې څپانده سيند څخه د کرهڼې، انرژۍ او بریښنا په برخو کې چندان ګټه نه اخلي. یواځې د کونړ د نوآباد، نرنګ، څوکۍ، نورګل، پشد، سرکاڼو او خاص کونړ په ولسوالیو کې ويالې تیرې شوې او په اسعد آباد کې یو وړوکې بریښنا بند جوړ شوې دی.
د کونړ پر سیند د بندونو د جوړیدو خبرې د شهید ولسمشر، محمد داود له وخته زمزمه کیږي. ارواښاد پلان درلود چې د اسمار د سور طاق د برېښنا پروژه په ۱۳۵۸هجري لمریز کال کې پیل کړي، خو د غوايي خونکارې کودتا هرڅه په همدغه سیند کې لاهو کړل. د کونړ سیند په ګرمیو کې ځوانان وړي او یا په ځنګلونو کې د وهل شوو نښترو ګرګې او شاوړي له دنګو غرونو څخه له ځان سره راکوزوي. د کونړ د اوبو د مهارولو په خاطر یو ترکې، یو هندې او یو جاپانې انجنیر د مرموزو لاسونو قرباني شوي؛ ولی د کونړ ولسونه به د هغوئ سرښندنې او پیرزونې هیڅکله له یاده ونه باسي.
اکرام ایمان، د سیندونو په هکله پخپل تحقیق کې کاږي: «زموږ د هيواد طبيعي جوړښت د بندونو جوړولو ته ښه سازګار دی او په کم لګښت کولاې شو ډیر بندونه وتړو. په دې سره به موږ د ګاونډيو هيوادونو له وارداتي بريښنا څخه خلاص او د خپلې انرژۍ څښتن شو. ګاونډیان بیا نه شي کولاې چې زموږ له مجبوريتونو څخه بده استفاده وکړي او موږ به د يو آزاد ملت په توګه، له دوئ سره د متقابلو اړيکو او ګټو پربنسټ چلند کوو. د اوبو د ښه کنټرول او مدیریت بله ګټه دا ده چې د کرنې سکتور مو پياوړی کوي، خپلې اړتياوې پوره کوو او د نړۍ مارکېټونو ته لاره مومو».
په جرمني کې میشت افغان انجنير، عبدالغفار ستارزوی د یوې څیړنیزې مقالې په ترڅ کې داسې یادونه کوي: « د افغانستان حکومت له ازبکستان څخه د خپلې بیړنۍ اړتیا له مخې بریښنا واردوي چې د شپږ سوه کیلومترو واټن وهي. د دغه برق انتقال او په ځانګړې توګه د پايو ساتنه په دې شراېطو کې ډېرې ستونزې لري. افغانستان اوس مهال هرکال له ازبکستان څخه زر میګا واټه بریښنا واردوي چې کلنۍ بیه یې ۱۲۰ملیونه ډالره ده. په هېواد کې د شته امکاناتو په کارولو سره، که د کونړ د سيند د پاسه د سور طاق، مناګي، کامې او ګمبيري پروژې سمې پلی او د برېښنا بندونه جوړ شي، نو د لومړۍ سروې له مخې ۱۳۰۰ مېګا واټه برق به ترلاسه شي. دا اندازه برق د کونړ له اړتیا زياته او کابل ته انتقال کیدلای شي».
د کونړ هوارې ځمکې ډیرې کمې دي؛ نو که چېرته په عصري سيستم سره بندونه، ويالې او استنادي دېوالونه پورته شي، تقريباً شپیته زره جريبه نوره ځمکه به د کرنې وړ وګرځي. د حامد کرزي د لومړۍ دورې په مهال، په پام کې وه چې د مره ورې ولسوالۍ د لاهور ډاګ ته څیرمه یو کانال وکیندل شي چې شل زره جريبه ځمکې خړوبه کړي. د مودیرا فرانسوۍ مؤسسه، په کونړ، نورستان، جلال آباد او لغمان کې ځینی پرمختيايي پروژې درلودلې او د دغه کانال د جوړیدو بودیجې ته چمتو وه. د یادې مؤسسې د ختیز زون مشر، انجنیر عبدالرحمان ستارزي ډیرې منډې ترړې وکړې، خو مخ ته یې ډبرې واچول شوې او پروژه تالاترغۍ شوه.
(افغان ولس د کونړ پرسیند د بریښنا د بندونونو جوړېدل غواړي!) دا جمله نن سبا یوځل بیا په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټک ټاک او ټویټر/ اکس کې د یو کمپاین شعار دی چې په خوند سره زمزمه کیږي. د کمپاین ګډونوال وايي چمتو دي چې د بریښنا د بندونو د جوړېدو په چاره کې د خپل وس په اندازه له واکمن نظام سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي. د رسنیو کاروونکي وايي: موږ د ملي احساس لرونکي په زرګونو ژمن مسلکي کدرونه لرو؛ په کار ده چې د بهر ته د تللو په ځای د دوئ له وړتیاوو څخه کار واخیستل شي. څارونکي هم باور لري چې د کونړ پرسیند د بندونو د جوړولو په اړه کمپاین ډیر ګټور او اغیزمند دی. مګر ستونزه دا ده چې ماړه حکومتونه او نړیوال مرستندویه بنسټونه ښایي دې برخې کې پانګونې ته زړه ښه نهکړي؛ ځکه هغوئ د اقتصادي ګټو په څنګ کې خپل سیاسي ابعاد هم سنجوي.
د کونړ پر سیند ۲۳ جوړ شوي پلونه:
د ارواښاد اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او شهید ولسمشر، محمد داود د واکمنۍ پر مهال د کونړ په سیند باندې یواځې درې پاخه پلونه وو. لومړی د کامې په برخه کې وو، دوهم د سرکاڼو او دریم په اسمار کې، خو اوس دغه شمیر ۲۳ پلونو ته رسیدلی دی. د تازه جوو شوو پلونو په لړ کې یو د زیړي بابا په سیمه کې دی چې بله غاړه یې ګاشکوټ او ګوریک دی. بل د سپین جومات او خاص کونړ ترمنځ دی چې پخوا به خلک دلته په جالو کې پورې وتل. ورپسې پل د څوکۍ او حکیم آباد په ساحه کې دی،‌ بیا د کوټکي او پشد ترمنځ، بیا د ډنډونو او بیلې ترمنځ کیبلي پل دی چې البته دا د موټرو لپاره نه دی.
د سرکاڼو او ډنډونو مشهور پل، د مره ورې او اسعد آباد ترمنځ پل او دوه نور د لاهور ډاګ او پلوڅې له ناو سره دي. د بیلې او شلتن ترمنځ کیبلي پل، د شلتن او اسمار ترمنځ د ډمبر پل، د شین کوړک په ساحه کې پل او د شیګل او شلتن ترمنځ پل. د اسمار نوی غټ پل، په دانګام کې دوه پلونه، د ناړۍ په سیمه کې کیبلي او د لرګیو پلونه او د دوکلام او بریکوټ ترمنځ ګڼ شمیر پلونه د یادونې وړ دي چې د خلکو په ورځني ژوند کې ډیرې ترانسپورټي اسانتیاوې رامنځ ته شوی دي. ولی ناخوالی اړخ یې دا دی چې د مفسدو ټیکه دارانو او نالایقه انجنیرانو د درغلیو له وجې، د یادو پلونو ځینې له کاره لویدلي او تشې پایې او کیبلونه یې د یادګار په ډول ځوړند دي. (ژمې به تیر شي، خو سکاره به همداسې تورمخي پاتې شي).