وايي ډاګټر نجیب ته وویل چې خوست او کونړ یې ونیول اوس به څه کېږي؟
نجیب ورته وویل: ټول وطن دې ونیسي، بېرته به یې ترې ونیسو خو چې یو متر ځای رانه ونه نیسي.
ورته ویې ویل دا یو متر ځای چېرته دی چې ته یې نیولو ته دومره اندېښمن یې؟
نجیب ورته وویل دا د جومات ممبر دی، که دغه ممبر د پنجابي لاس ته ورغی، بیا د وطن خیر نشته چې همداسې هم وشول.

زه پوره مطمین نه یم چې د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله ته دا منسبوبه کیسه او ډیالوګ به څومره کره او رښتینی وي، خو د افغانستان د خپلواکۍ له بېرته ترلاسه کېدو راهیسې لومړی د غازي امان الله خان خلاف او بیا د تېرو څلوېښتو کلنو د ناتار او ناخوالو په سنارویو کې د ممبر د پریکنده ارزښت په اړه زره شک هم نشته.

د تیرو کلونو د تاریخ په یادونو او تکرار باندې ډېر نه څرخم ځکه موږ تاسې ټولو ته جوته ده چې پاکستان (پنجاب) څرنګه د محمد ظاهر شاه د سوله ییزې واکمنۍ پر مهال افغانستان کې د ممبر پر اشغال کار وکړ او همدغه ممبر یې وروسته څنګه د خپلو ګټو لپاره لومړی افغانستان کې د کین اړخو حکومتونو، وروسته د کورنیو جګړو او ورپسې تېرو دوو لسیزو کې د جمهوریت خلاف وکاراوه.
پنجاب همدا ممبر او دین کشمیر کې د هند خلاف هم کارولی او آن په کور دننه هم خپل مخالفان او حق غوښتونکي د دین په نامه سپکوي او له صحنې وباسي.  

پنجابي په کور دننه په ټولو دا منلې چې (پاکستان کا مطلب کیا؟ لاالله ...)
یعنې که څوک د پاکستان یا په بله اصطلاح د پنجاب د ظالمې واکمنۍ خلاف غږ اوچتوي، نو الیعاذ بالله د کلمې خلاف یې غږ پورته کړی دی.

د پاکستان لخوا پر ممبر د کنټرول هڅه د دې لپاره نه ده چې ګوندې دا هېواد رښتیا هم د اسلام قلعه او د دین ساتونکی دی، بلکې دا هڅه یوازې د ځان د بقا او د خپلو ګټو د پاېښت لپاره ده. ځکه پنجاب پر دې پوهېږي چې له دین پرته بل داسې هېڅ شریک ټکی نشته چې پښتون، بلوڅ، سیندی، سرائکی او نور اقلیتونه دې د پاکستان په نامه دې جعلي جغرافیه کې د دوی تر مشرۍ لاندې سره راټول او یو ځای وساتي.
د اسیا په کچه د فحاشۍ تر ټولو ستر مرکز هیرا منډيي او د لارډ ميکالي قانون دا ښه ثابتوي چې دغه هېواد اسلام او دیني ارزښتونو ته څومره قایل دی.
هاغه په عامه اصطلاح پنجابي جرنیلانو له دین نه چاره جوړه کړې، نورو ته یې په خیټه منډي، ځان ته مڼې پرې سپینوي.

اوس راځو دې ته چې د پنجاب د واکمنۍ زوال او د پاکستان تجزیه همدې پورې تړلې چې ممبر ترې واخیستل شي.
 
له دغه کار پرته موږ د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې موږ د دې شاهدان یو چې نه د ملتپالو بلوڅانانو د بېلتونپالنې وسله والې مبارزې او نه هم د عدم تشدد د نظریې له مخې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د پښتنو ملتپالو هڅو نتیجه ورکړې.

تازه له پنجابه د اشغال کړي ممبر او د اسلام د ناحقه داعې د اخیستلو لپاره د هیلو یو څرک رالګېدلی دی.
د حق دا غږ د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) له لورې پورته شوی چې پنجاب یې هم ور خطا کړی دی.

دې ډلې تازه تازه تر ډېورنډ کرښې هاخوا پخوانیو قبایلي سیمو کې د پنجاب د واکمنۍ د چلوونکي پوځ، پولیسو، ای ایس ای او ملېشې پر ضد د البدر په نامه پسرلني عملیات اعلان کړي.
دا کټ مټ هغسې عملیات دي چې موږ یې تېر شل کاله افغانستان کې د واکمنو حکومتونو خلاف د اعلانېدو شاهدان وو.

په دې لړ کې هر ورځ د پښتونخوا له مختلفو سیمو د پنجاب د ګټو پر پالوونکو د بریدونو خبرونه ترلاسه کېږي چې تر ټولو ستر پکې د تېره اوونۍ د پښتونخوا په سویلي ټانک ضلعه کې د (ایف سي) ملېشې په یوه ستر مرکز برید و.

د ټي ټي پي یو مثبت ټکی دا دی چې مشران یې اوس له پنجاب څخه د اسلام ګټلو ترڅنګ د پښتنو د حقونو د ګټلو غږ هم بدرګه کوي.
د دوی د امیر مفتي نور ولي مسید وروستۍ ویناګانې که چا اورېدلې وي نو د میرزا علي خان (ایپي فقیر)، ملا پونده او د پښتونخوا د نورو مخکښو پښتنو مشرانو نومونه او د هغوی د لوی افغانستان د نظریو ملاتړ به یې حتما ترې اورېدلی وي.

هغه همدا راز په زغرده ډېورنډ کرښه د لروبر پښتنو پر ملا د تورې تېر شوی ګوزار بولي، وايي دا ټپ ناسور شوی او له ګنډلو پرته یې د رغېدو بله لار نشته.  

ډېرو سره پوښتنه د توندلاري اسلام جامه کې د پښتنو د راتلونکې، افراطیت او نړۍ سره راتلونکې کې د اړیکو د څرنګوالي وي.

د ځواب لپاره یې بېرته راګرځم د دې لیکنې د پیل خبرو ته.
د افغانستان پخوانی کیڼ اړخی ولسمشر ډاکتر نجیب الله یې د بې دینۍ په تور لومړی رانسکور او بیا په دار وخیژاوه.
هغه که څه هم د واک وروستیو کلونو کې وخت ناوخت ویناګانو کې ایتونه، حدیثونه او تفسیرونه ویل خو ټول به په دې کې راسره ډېر ملګري موافق وي چې هغه رښتیا دومره جدي دینپال او اسلام پال نه و چې د پنجاب لخوا دې د ممبر اشغال او نیول کېدو ته زړه وخوري.
هغه یو څه درک کړي وو.
ما هم د دې لینکې د لیکوال خپل ټول عمر او په ځانګړې توګه تېر شل کاله د جمهوريت د ارزښتونو دفاع او په دې لار کې کار کړی او تازه پر افغانستان د طالبانو لخوا د توندلاري اسلام د واکمنېدو له وېرې یوه لویدیځ هېواد ته راتښتېدلی یم.
خو زه له خپلې ماضۍ او فکر سره سره، ځان کې د پنجاب د شیطاني واکمنۍ خلاف د ټي ټي پي د لیدلوري، تګلارې او مبارزې د ملاتړ احساس ګورم.
وايي ګولۍ ترخې او د ستنو لګول سخت وي، خو چې د ناروغۍ پر بستر پرېوځې بله چاره نه وي.
 
ما ته دا د پنجاب او پښتنو وروستۍ جګړه ښکاري، دا مبارزه سخته ده - او له لسیزو راهیسې له هره اړخه له ځپل شویو پښتنو لا نوره قرباني غواړي خو د بریا څرک پکې څرګند ښکاري.
که دا جګړه ونه ګټل شي نو د لروبر پښتنو راتلونکې څو لسیزې او ان پېړۍ تیاره، نامالومه او له کړاوونو ډکه بوله.

د دې جګړې د بریالیتوب لپاره دا اړینه ده چې د پښتنو په لوی کور افغانستان کې دې هم د ټي ټي پي افکارو او لیدلورو ته ورته فکر واکمن وي ځکه د بر له خواخوږۍ او ملاتړ پرته د لر مبارزه ژر ټاکلې موخې او پایلې ته نه رسېږي.

تېرو دوو جهادونو (د شوروي او امریکا خلاف) او تر هغې ور وړاندې له انګریز ښکیلاګر څخه د ازادۍ لپاره بریالیو جګړو ښولې چې بر هم تل د لر نیم وجود او ورور په ملاتړ بریا ته رسېدلی دی.      
 خبره د لومړیتوب ده او پښتنو لپاره اوس تر بل څه مهمه دا ده چې په هره بیه کېږي، بیا وایم که په هره بیه او قیمت کېږي ځان د پنجاب له شیطاني منګولو خلاص کړي.
بلخوا پنجاب هم دمګړۍ له ډېرو نورو ناخوالو سره  هم لاس ګریوان دی او اوس دا جګړه په کمه بیه او لږه قربانۍ ترې ګټل کېدای شي.

وما علينا الا البلاغ