د برتانیا حکومت غواړي چې تر برګزېټ وروسته یعنی له اروپايي ټولنې تر جلا کیدو وروسته برتانیا کې د استرالیا د کډوالۍ سیستم په څیر یو داسې سیسټم جوړ کړي چې د مهاجرو د وړتیاوو پر بنسټ وي.

 

د برتاینا د لومړي وزیر بوریس جانسن په وینا، د یاد سیستم له مخې برتانیا ته د هغو بهرنیو وګړو هرکلی کیږي چې ډېرې وړتیاوې لري، لکه ساینسپوهان، او خلکو ته هم ډاډ ورکوي چې له اروپایي ټولنې څخه تر وتلو وروسته به د هغو کډوالو شمېر تر کنترول لاندې وي چې وړتیاوې نه لري.

 

د دې سیسټم له مخې د کډوالو انتخابول د ځینې معیارونو له مخې ترسره کېږي. د بېلګې په توګه، په استرالیا کې زده کړې، د ژبې کچه، کاري تجربه، عمر، کار او د ادغام ظرفیت هغه معیارونه دي چې له مخې یې چا ته د دغه هیواد بیلابیلې ویزې ورکول کېږي. همدا راز په دغه هیواد کې کې کډوال اړ دي چې د ویزې تر لاسه کولو مخکې د انګلیسي ژبې یوه سخته ازموینه هم ورکړي.

 

د استرالیا د کډوالۍ سیستم د برتانیا د حکومت لپاره تر بریګزیټ وروسته یوه ګټوره بیلګه ده چې غواړي برتانیا کې هم پلي کړي ځکه دغه سیستم د استرالیا لپاره خورا بریالې ثابت شوې.

 

د برتاینا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پټیل ویلي، ​​د مهاجرت مشورتي کمیټې ته یې لیک استولی، ترڅو په دې بیاکتنه وکړي چې ایا د آسټرالیا د وړټیاوو پر بنسټ د مهاجرت سیسټم به په انګلستان کې بریالی شي او که نه.