په خپله سورې نارې وهي چې کمونېزم مو مات، نړۍ، په تېره اسلامي هیوادونه مو د کمونیزم ځناور ښاماره وژغورل او د برلین دېوال مو ونړوه۔ دغه ادعاوې به څه ناڅه ریښتینې وي، خو همدې د کمونیزم فاتحانو خپل هېواد ته  څه وکړل؟

هېڅ په نامه جهادي رهبر نه غواړي چې دغه پوښتنه ځواب کړي، ځکه چې دوی د خپل هېواد زوی له پلار، لور له مور، ښځه له خاوند، ګاونډی له بل ګاونډي ، کلیوال له کیوال، پښتون له تاجک، تاجک له هزاره، هزاره له اوزبک او دا ټول یو ځل بیا له یو بل سره په جګړه کې ښکېل کړل۔
د برلین دېوال یې ونړوه، خو په خپلو کوڅو، کلیو، ښارونو او ولایتونو کې یې د برلین له دېوال څخه سل وارې کلک دېوالونه اوچت او د جګړې لومړۍ کرښې یې واچولې۔ پلار یې د خلقي، پرچمي، جمعیتي، حزبي، طالبي، اخوان او شعله یې په نومونو ووژه، زوی یې په مذهبي لندغرۍ او د توکمپالنې (قوم پرستۍ ) په جګړه کې راګیر کړ، خویندې او میندې یې د نېستۍ په اور کې وسېځلې او هغوی چې ځانونه یې نیم ژواندي واېستل، د هغوی مال، پت او عزت یې یرغمل کړ او د خویندو، میندو او لوڼو د وینځې کولو او جنسي خدمې ګرځولو فتواوې یې په زرګو زرګونو له جېبونو را و اېستلې۔

همدې په نامه جهادي امیرانو، مشرانو او قومندانانو خپل ټول مذهبي او کلتوري ارزښتونه تر پښتو لاندې کړل، شته هغوی یې په اور وسېځل، نوي پرمختګونه یې ان په ریښه کې خونسا کړل، خپل هېواد یې په ټوله واک او وس لولپه او خپل ولس یې د پردیو او شیطاني جګړو قرباني کړل۔ په خپله دوی او یا یې ماشومان په دوبۍ، کاناډا، انګلیستان، فرانسه او خلیجي هېوادونو کې مزې کوي۔ همدې جهادي مشرانو او امیرانو هرګوره یوازې او یوازې یو تاوان وکړ:
ولس یې په ځان پسې تل تر تله ونه شوای درولی۔ په ولس کې یې یو څو ریښتیني صادق او سپین زړي وغولول، او یو څو بې ضمیره کسان یې د روپیو او اولجې په وړاندې په ځان پسې ودرول، خو نه یې ټول ولس او نه یې هم ان شاالله د نن نسل په خپلو شیطاني دامونو کې راګیر کړلای شوی، هر ګوره تر یو څو پدرآزار او مادر ازار پرته۔ له همدې لامله یې اوس واک او ځواک، انډوخر او قتل قتال یې ورو۔۔ ورو ان شاالله پای مومي، مشري او رهبري یې له سخت ګواښ سره مخ او خپلو بچیانو ته یې د واک د لېږد موکه او شونتیا یو خیال ګرځېدلی دی۔

همدې په نامه جهادي امیرانو او مشرانو په داسې یو اکربکر (حالت) کې ولس یوازې او بې غږه پرېښووه چې لر او بر افغان ولس تر ټولو ډېر یوه داسې مشر ته اړ وو چې د مظلومیت غږ یې که اوچتولای نه شي، خو چې په ستوني کې یې ور وچ او بند نه کړي۔ ښه بېلګه یې دا دي څلوېښت کلن ناتار دی۔ په تېره په وروستیو شلو کلونو کې ټولو په نامه جهادي مشرانو دا زباد کړه چې دوی یوازې او یوازې د واک، روپیو، مجلسونو، ماڼیو او خوراکونو لیواله دي، خو په ولس چې هر څه تېرېږي، پروا یې نه لري۔

په تېرو کلونو کې چې په پښتونخوا کوم ظلمونه وشول، ساری نه لري۔ د "زړونو هبر" ښاغلي حکمتیار څخه نیولې تر لعنتي ګلمرجان او محقق پورې چا خوله خلاصه نه کړه، که څه هم چې شعار یې له مظلوم سره مرسته او له فرعون څخه د مظلوم ولس خلاصون او د ولس ښېرازي وه او ده۔ په پای کې د پښتون ژغورنې غږ د ځوان منظور پښتین له خوا په بشپړه اېمانداراۍ، شور او شرپ اوچت شو۔ د خلکو دردونه یې خپل وګڼل او په ټوله مانا سره یې احساس کړل، د هر شهید وینه یې د خپل زړه وینه وګڼله، هر بوره یې مور خپله مور وبلله او هر شهید یې تر خپل زوی، ورو او پلار لږ ونه ګڼلو۔ د قاتل پنجاب په ضد یې خپل غږ په داسې زوږ او شور اوچت کړ چې پنجاب یې په زغرده د زندۍ کولو زړه ونه شوای کړی، خو په پټه یې خپلې ترهګرۍ ته لا نور هم پایښت او وده ورکړه او خپل غلامان یې وهڅول چې نه یوازې د پښتین منظور غږ بدرګه نه کړي، بلکې د هغو مېړوښو یادونه هم ونه کړي چې پنجابي پوځ له وزیرستان څخه یرغمل او په کراچۍ کې خرڅلاو ته وړاندې کړلې۔

هو، له حکمتیار څخه نیولې، تر ابوجهل، طالب سړیخورو، ښاغلي سیاف، کزري او نورو په نامه د پښتنو دېموکرات مشرانو پورې، دومره زړور څوک پیدا نه شول چې د پنجابي ظلم پر وړاندې څوک غږ اوچت کړي۔
خو منظور پښتین خپل غږ اوچت کړ، خلک یې راټول کړ، د کونډو، رنډو، بورو او ورارو سلګۍ او زګېروي یې واورېدل او د پای لپاره یې مټې را ونغاړلې۔ خو زموږ په نامه جهادي مشرانو په منظور پښتین او د ده په چیغو باک را نه ووړ، ځکه چې یوخوا یې پنجابي بادار اجازه نه ورکوله او بلخوا یې خپله او د خپلو ماشومانو مشري په خطر کې ولیده، خپله رهبري، خپله په دروغو ولاړه لویي او عظمت  یې په خطر کې ولید، نو ځکه یې دا دي له پښتون ژغورنې غورځنګ سره خپله دوښمني اعلان کړه، له مظلوم سره له خواخوږۍ انکار او له ظالم او قاتل څخه د دفاع په موخه یې ځانونه وپړسول او خولې یې خلاصې کړې۔

دروغجنو دېمکراتانو او دروغجنو جهادي مشرانو خپل ټول سپېڅلې شعارونه د خلکو د غولولو لپاره کارول، خو مخونه یې تور شول۔  دا دي څو اوونۍ کېږي چې منظوم پشتین یې نیولی دی، خو یوه غلام خوله خلاصه نه کړه۔ د ګلبدین زوی چې  په چوټه حکمتیار مشهور دی، پر خپل فسبوک لیکلي ول چې ولې د منظور پشتین په نیولو سره خلکو سورې نارې پیل کړي دي، خو دلته د بهرنیو او کنورنیو عسکرو پر بمبار څوک غږ نه کوي۔

لومړی خو د کورنیو او بهرنیو پر بمباریو چا خوله نه ده پټه کړې، خو که چېرې چا دا کار هم کړی وي، په دې مانا نه چې حکمتیار دې هم په وزیرستان کې په روانو ناتارو او ظلمونو خوله پټه ونیسي، دا په دې مانا نه چې حکمتیار دې د ظالم پر دسترخوان ملي سرود ته ولاړ، خو په خپل وطن کې یې کفر وګڼي، دا په دې مانا نه چې حکمتیار دې اسلام داسې وکاروي لکه پنجابي مرتدان۔ حکمتیار باید د پښتین تر ناره مخکې دا نارې اوچتې کړې وای، حکمتیار باید تر پښتین وړاندې د واک له غوښتلو تېر او د پښتنو سلګۍ یې اورېدلې وای۔  حکمتیار باید وار له وړاندې نه یوازې د لر او بر افغان ژورې او پراخه غمیزې ته حل لټولای او پیدا کړی وای۔

که څه هم چې منظور پښتین د واک او قدرت چیغه هم نه ده اوچته کړې او نه به هم په ارګ کې څوک ځای ورکړي، خو حکمتیار او نورو د پښتنو په  نامه جهادي ډلو او اجړاګانو لکه انور الحق احدي، خپل سنتي واک په خطر کې ولید، د لر او بر پښتنو د مشرۍ خیال یې له سر والووت، نو ځکه یې پر خوله د بې ننګۍ پردې واچولې۔ ښه شوه چې د "زړونو رهبر" حکمتیار له ټاکنو وروسته خپله د ناکامۍ پارچه تر لاسه کړه او یو څه یې د خپل محبوبیت اندازه واخیسته۔

لر او بر افغانان په اوسني اکربکر (حالت) کې تر ولسمشر غني او منظور پښتین بل داسې مشر نه لري چې پر سیاسي او ټولنیز ډګر کې دا وړتیا ولري چې ولس راټول کړي، د ولس غږ واوري او پوښتنې یې ځواب کړي۔