هند کې د پولیسو ځینو چارواکو دا تایید کړې چې خپل د پلټونکو افسرانو یوه ډله به ډیر ژر استرالیا او نیوزیلینډ ته واستوي ترڅو د هغه کښتۍ په هکله مالومات لاسته راوړي چې یو کال مخکې یې له هند څخه حرکت کړی وه او تراوسه ورکه ده.

د رپوټونو په حواله، دغه کښتۍ چې ۲۴۰ هندي کډوال پکې سپاره ول، د تیر ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۱۲مه یې د هند له (کیرلا) ایالت څخه حرکت کړی وه.

رپوټونه وايي، په دغه کښتۍ کې ډيری سپاره کسان د دهلي د مدانګیر سیمې مربوط تامیل وګړي وه. د دغې سیمې هغه کورنۍ چې په یاده کښتۍ کې یې د فامیل ځینو غړو سفر کولو، وايي، د کښتۍ د لادرکه کیدو یو کال پوره شوی خو تراوسه یې په هکله هیڅ مالومات پولیسو له دوی سره نه دي شریک کړي.

دوی مخکې له دې هم له پولیسو څخه غوښتنه کړې وه چې د دې قضیې په اړه دې جدي اقدام وکړي او که د یادې کښتۍ د ډوبیدو په هکله مالومات لري، نو له کورنیو سره دې شریک کړي.

خو د دهلي د پولیسو په وینا، یادې کښتۍ په هکله له دوی سره داسې کره مالومات نشته چې له کورنیو سره یې باید دوی شریک کړي. پولیس وايي، کښتۍ د هند له (کیرلا) ایالت څخه د اندونیزیا په لور حرکت کړی وه او ممکن له هغه ځایه د استرالیا یا نیوزیلینډ په لور تللي وي.

د پولیسو په خبره، لکه څنګه چې دغه سمندري لارې خورا خطرناکې او طوفاني دي، نو امکان شته چې له امله يې دغه کښتۍ ډوبه شوي وي.

خو پولیس همداراز وايي چې د کښتۍ د ډوبیدو په پایلې سل په سلو باوري نه دي، ځکه له اندونیزیا څخه استرالیا او یا نیوزیلینډ ته د دې کښتۍ د روانیدو په اړه له دوی سره هيڅ مالومات نشته، او امکان شته چې یاده کښتۍ اندونیزیا ته له رسیدو وروسته هيڅ لور ته نه وي تللي.