ايران په سيمه کې د ايډيالوژۍ، هويت او جغرافيې جګړه کوي، د منطقې د شيعه هلال داعيه لري، په دې هلال کې سوريه، عراق، لبنان، ايران، پاکستان او د افغانستان، سعودي او ترکيې ځينې سيمې شاملې دي، ايران د همدې جغرافيايي او سياسي هلال په تطبيقي اډانه کې د څو اکثريت لرونکي سني عربي هېوادونو واګې او پلازمېنې ولکه کړي، صنعا، دمشق، بغداد او بيروت د دوى د منطقوي پراختيا پراخېدونکي پولې دي، منځنۍ اسيا او افغانستان هم د دې پراختيا غوښتونکې اجنډا محوري برخې دي.

د منځنۍ اسيا هېوادونه په ځانګړي ډول تاجېکستان سره له دې چې يو مستبد سيکولار نظام په کې بې دادي کوي، خو د ايران د فرهنګي او ايډيالوژيکي پراختيا په وړاندې محکم درېدلى او حتى د ايرانيو ترمينالوژيو په مقابل کې يې تاجيکي ژبه او لهجه حتمي کړې ده.

افغانستان د دې پراختيا غوښتنې يو مظلومه جغرافيه ده، دلته دوى له تلوېزيونونو، ورځپاڼو راډيوګانو، سټراټيژيکو مرکزونو، پوهنتونونو، مدرسو، پارلماني استازو، زورواکانو او سياسي او مذهبي ګوندونو نيولې (په تېر کې) د ارګ تر تورو کڅوړو ريښې غځولي.

فاطميون نه يوازې په سوريه کې د شيعه او سني شخړو په فتنو کې د ايران د سپاه قدس په اډانه کې د افغانستان د شيعه وسله واله جګړه ماره ډله ده بلکه دا ډله په راتلونکي کې د افغانستان د هويتي مغلوبيت په پلانونې کې سټراټيژيک ارزښت لري.

 

ايران؛ د منطقې بې سياله ځواک!

ايران په سيمه کې په داسې حال کې د هويتي او ايډيالوژيکي جګړې بلندويي کوي، چې په مقابل مد کې يې په قاطع اکثره سني هېوادونو کې پر مذهب نه ولاړ سکولار او مستبد حکومتونه او سکولار شاهي کورنۍ له خپلو ملتونو سره په مغلوبه جنګونو اخته دي. ايران د خپلې نړيوالې اجنډا په مقابل کې اصلاً کوم هويتي او ايډيالوژيک سني مد نه لري.

د عربي هېوادونو او افغانستان په امريکايي جګړه کې امريکا په لويو قضيو کې ايران سره د پردې تر شا توافقات کړي او د دې جګړو لويې معاملې يې ورسره لرلي. همغه بن کې چې امريکا افغانستان لپاره حکومت جوړولو هملته زلمي خليلزاد له جواد ظريف سره چې هغه مهال د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړى چارواکى و د جګړې پر موضوعاتو خبرې اترې او هوکړې کړې وې، د خليلزاد کتاب "استازي" دا کيسه په لږ څه تفصيل ياده کړې ده.

 

سليماني او ددې هويتي جګړې ګټل!

قاسم سليماني له نوي يمې لسېزې له ايران نه بهر د ايران او شيعه هلال د منافعو او پراختيا جګړه کړې، کله چې په عراق کې امريکا ښکېل شوه، د دې جګړې تر ټولو لوى ګټونکى ايران و. قاسم سليماني چې د عراق او ايران په جګړه کې يې اثارالله جبهې مشري کوله نو د بغداد په امريکايي سقوط سره يې د صدام د جنګ عقدې راوسپړلې او تر ننه هلته سني عربان د دې عقدو په بټ کې ټسيږي.

ايران په داسې هېوادونو کې د خپل هلال د تطبيق جنګ کوي چې هلته اکثريت سنيان دي، د دې جنګ ګټل په دغسې هويتي لوى تفاوت کې اصلاً غير طبيعي دى، سمه ده چې سني ملتونه به د دې جګړى مغلوب لورى وي خو ايران هم د دې جنګ غالب او ګټونکى نه دى، په همدې عراق کې چې سني خط يې د عرب او کرد په ويش کې پر اقليت اړولى، هلته چې شيعه په کې فقط شيعه دي خو سنيان په کې کردان او عربان دي هملته د ايران د دغسې تسلط په مقابل کې د عراق د ولسونو ملي اراده راسپړل شوې او دا څو اونۍ کېږي چې د ايران د مداخلو پر ضد راپاڅېدلي، دا په دې مانا چې دا جګړه په دې ډول دا هلال نه شي ګټلى.

 

د ايران متوقع غبرګونونه!

د سيمې په دغسې پراختيا غوښتونکې جګړه کې چې د مقابلې په بل لوري کې يې صدام وژل کېږي، عبدالله صالح وژل کېږي، بسته حکومتنه په کې ړنګېږي، ملتونه په کې غرقيږي او هويتونه په کې بدلېږي، ايران بايد د قاسم سليماني وژنې ته ذهناً اماده وي.

د سليماني وژنه ښايي د ايران حکومت وارخطا نه کړي، کله چې د ايران مذهبي مشر خامنه يي سليماني ته د هغه پر ژوندانه ژوندى شهيد وايه، دا په دې معنى چې ايران په ذهني ډول د دومره لويې جګړې او سترې داعيې په سلسله کې دغسې تاوانونو ته اماده و.

ايران ښايي داسې احساساتي او جذباتي عملي قدم وانه خلي چې په سيمه کې پر نړيوالې جګړې منجر شي. ايران په دې پوهېږي چې امريکا دغسې منطقوي قدرتونه لکه د بغداد ډېر ژر راپرځولى شي، د قدرتونو پر دغسې پرتله ايران تر بل هر هېواد ښه پوهېږي.

ايران به د قاسم سليماني کسات داسې وانخلي چې د ايران انقلاب او مذهبي واکمني په کې په داو کېښودل شي، هغوى چې ښايي پر څه ډېر ترکيز وکړى دا به وي چې امريکا پر دولتي ترهګرۍ متهمه کړي او په دې اړه د روسيې او خپلو خواخوږو هېوادونو حمايه ترلاسه کړي او د امريکا په مقابل کې به قوي ډيپلماسي غوره کړي، د دې تبليغاتو تر څنګ به د خپلو نفوذ لرونکو هېوادونو په قلمرو کې احتجاجونه پلان کړي، په عراق کې به شيعه ځواکونه متحرک اوبسيج کړي، کېدلى شي ځېنې محدود هدفونه هم ولري خو ډېر امکان لري چې دغسې اهداف د ايران تر سرپرستۍ لاندې شيعه وسله والې ډلې په نښه کړي. دا هدفونه شايد هغومره پاروونکي نه وي چې د کابل لپاره د آى اس آى د مشهورې سټراټيژۍ په ژبه اوبه وخوټيږي او توى شي.

 

افغانستان لپاره څه په کار دي؟

د منطقې جنګ په هيڅ صورت د افغانانو په ګټه نه دى، هغه جګړه چې ايران او امريکا په کې سيالي کوي د عراق او نورې عربي نړۍ تر څنګ يې مونږ هم پر بټ ټسولي يو. دا جنګ که منطقوي يا نړيوال کېږي بيا به يې هم مونږ تر نورو ډېر قرباني يو.

افغانستان بايد د دې جنګ د درېدلو په محور کې وي، افغانستان بايد نه د امريکا د منطقوي جنګي سټراټيژۍ او نه د ايران د هويتي او دا مهال انتقامي جګړې ملګرى شي. افغانستان بايد له خپله اړخه د درېمګړي او بې پرې موقف غوره او وساتي.

په تاريخي لحاظ زمونږ د وطن سنيان او شيعه ګان په تسامح، انعطاف او ورورولۍ کې پاتې شوي، د ګډ ژوند دا تاريخي امتداد بايد د بيرونيو سياليو قرباني نه شي. له همدې امله افغانستان بايد په اوږده مهال کې په افغانستان کې د فرقه يي او مذهبي لاسوهنو او شخړو په مقابل کې د عدم انعطاف او پرېکون سټراټيژي غوره کړي، افغانستان بايد د فاطميون لوا په وړاندې موقف ونيسي او د افغانستان د راتلونکي هويتي بدلون دغه مقدمه همدلته وتړي.

د سعودي او ايران جګړه بايد زمونږ وطن ته پرېنښودل شي، سره له دې چې په افغانستان کې سعودي منفعل وجود لري خو په منطقوي سياليو کې له ايران سره په شخړه کې اخته دى، سره له دې چې سعودي په دې سيالۍ کې د پياوړي ايران سيال نه دى خو د امريکا او ايران په هر تقابل کې د امريکا څپېړه او ګوزار خپل ګوزار بولي او خپلو خلکو ته ځان د ايران د مذهبي پراختيا غوښتنې مقابل سيال معرفي کوي، خو خلک پوهېږي چې له امريکا پرته سعودي د ايران د پټکو تاب نه لري.

د ايران او سعودي شخړې د اسلام د ويشلو او زيان شخړې دي او دوى په کې د خپلو ګټو منداڼو وهي. سعودي او ايران د مذهبي سياليو نه خپله برخه ګټه وړي، او د دې شخړو بيه مسلمان ملتونه پرې کوي، هغه يمنيان چې د سعودي په بمونو شهيدانېږي او هغه عراقيان او سوريان چې د ايران په ډزو او جګړو کې شهيدانېږي دوى ټول د همدې شيعه او سني جنګي فتنې قربانيان دي. له همدې امله که دا شخړې زمونږ وطن ته راځي نو مانا دا چې زمونږ ملت به تر بلې پېړۍ د شيعه او سني فساداتو قرباني وي. نو د دې جنګ د مخنيوي لپاره بايد زمونږ د وطن پاليسي جوړونکي په خورا دقت پاملرنه وکړي او په وړاندې يې غوڅ ملي تصميمونه ونيسي.