څرګنده خبره ده د هر کور، کلي، ولسوالۍ، ولايت او د پاچاهۍ لپاره د ټولټاکنو او له نورو لارو يو مشر ټاکل کېږي، ترڅو خپل کار په منظم ډول د خپلو تر لاس لاندې کسانو په وسيله د ملت لپاره مخ په وړاندې بوزي او موږ هم په دې ځای کې غواړو د ښو او بدو مشرانو، پياوړو او کمزورو مشرانو، هېوادپالو او هېواد پلورنکو مشرانو، خپلواکو او غلامو مشرانو په اړه بحث او رڼا واچو، ترڅو هېوادوال په دې خبره پوه شي، چې موږ هم مشران لرو او کولای شي ستونزې راته هوارې کړي.
څرنګه چې د ليکنې له سرليک څخه په ډاګه کېږي، ولې د ټاکنو پايلې تل زنډول کېږي، نوماندان را پورته کېږي، يو وايې زه نه منم، بل وايې زه نه منم او هوا عالم (نورستانۍ) غريبه هلته له ډاګې له ډاګې لګېږي، چې په پلار به مو هم ومنم په حقيقت کې ملت درې واړه (دوه کانديدان او يو د ټاکنو کميسيون) نه مني ځکه له دوی سره زموږ اقتصاد خراب شو، سياست کمزوری شو، ملي منافعې له خطر سره مخ دي، امنيتي ستونزې لس چنده شوې، لنډه دا که چېرته دوی د ملت په زړه کې ځای لري، نو دوی دې يوه ورځ په يوه ولايت کې پرته له باډي ګاردانو او امنيتي ځواکونو تېره کړي؟
دا اصلاً مشران نه دي، دوی د ټاکنو له لارې نه دي راغلي، ملت دې نور نه خفه کوي، د افغانستان سياسي حالات دې په نظر کې ونيسي، موږ په ملت غږ کوو، چې په دې دواړو نومادانو پسې خپلې پيسې رابډوهي، يو د لوګر په ولايت او بل د پنجشير په ولسوالۍ چې زه اوس هم ورته ولايت نه شم ويلی و سپاري ترڅو افغان ملت ترې دمه و وهي، دوی بايد سياست د قلم له لارې وکړي، نه چې په ولايتونو کې د رايو شمېرلو ته اجازه نه ورکوي، چې خپلې رايې د ټاکنو کميسيون حساب کړي.
بل د ټاکنو بېواکه کميسيون ته په کار ده، ژر تر ژره دې د ټاکنو پايلې نورې اعلان کړي، د پخواني ټاکنيز ټيم پياوړي مشر يوسف نورستاني معاملې دې په ټاکنو کې هوا عالم (نورستانۍ) چې د هغه خور ده نه کوي، ځکه ښاغلي يوسف نورستاني کوم د ګلو هار ملت ته په غاړه کې واچولو چې اوس به يې ښاغلې هواعالم (نورستانۍ) واچوي، ځکه هغه هم د امريکايانو په خوښه د ټاکنو پروسه پيل کړې وه، سرته يې ونه شوه رسولای، ټاکنې لاړې دوهم پړاوو ته له هغه نه وروسته يوځل بيا د امريکايانو او انګلستان د حکومت ترمنځ رايې حساب شوې، چې زه خپله شاهد وم او هغه وخت زما دنده هم د ټاکنو په بېواکه کميسيون کې وه له هغه وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير جانکيري راغی او حکومت د دواړو ډاکټرانو تر منځ و وېشلو چې پنځوس په سلو کې ستا او پنځوس په سلو زما ملت دې همداسې ګرځي.
لنډه دا چې ماته په دې ځای کې يوه ټوکه را په زړه شوه بخښنه غواړم، يو دوه پيشو ګانې وې، دوی له يو کور څخه پنېر غلا کړی وه، په وېشلو نه پوهېدې چې څرنګه په خپل منځ کې و وېشي، په مخه ورته د انګلستان يوه هوښياره شادي ورغلې هغې ته و ويل، چې دغه پنېر خو موږ ته و ويشه، موږ په وېشلو نه پوهېږو او دا يوه اونۍ کېږي، چې جګړه مو پرې ده، شادي ډېره هوښياره وه دوی ته و ويل ځۍ لاړې شۍ له پلاني کلي څخه يوه تله راوړۍ، چې زه درته و وېشم، پيشوګانې په منډه لاړې تله راوړه، شادي د پنېر په تللو پېل وکړ لږ د تلې په يوه کاسه کې واچوي هغه چې درنده شي نو خولې ته واچوي، په ځای د دې چې هغه بله تله کې واچوي خو درې څلور وارې دا کار تکرار کړ، په اخر کې پيشو ګانو ته و ويل ځۍ دا زما مزدوري، پيشو ګانې تش لاس پاتې شوې.
زموږ ملت لپاره په کار ده، چې په دې دوه نوماندانو سړی همداسې لغمان چل وکړي او نور يې و شړي چې بس ده تاسو حکومت نه شی کولای او په کور کېنۍ.
راځم بېرته اصلي موضوع ته د ټاکنو د بېواکه کميسيون لپاره په کار ده، يو پياوړی دريځ له ځانه اختيار کړي، هغه په دې معنی سره (هواجانه) چې د ټاکنو د پروسې اعلان نه شې کولای او د افغانستان له پېچلي سياست څخه خبره نه وه او په درانده خوب ويده وه بيا ضرور نه وو، چې د ټاکنو د رياست لپاره خپل ځان نوماند وو، له خپل ورور ښاغلي يوسف نورستاني څخه به يې دا تجربه تر لاسه کړې وه، چې هغه ونه شو کولای نو ته به يې په کوم استعداد سره چې يوه ښځه يې سرته و رسوې، ملت نور د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره له تا حساب غواړي او د افغان ملت د رايو د ورکېدو، د ګوتو د پرېکېدو مسؤله نن ټوله هواعالم نورستانۍ او د دې بې کفايته ټيم دی، چې سهار خپلو وياندويانو ته يو ډول معلومات په خوله کې ورکوي، چې د رسنيو له لارې خپاره کړي او مازيګر بيا له خپل دريځ او کړو ويناو څخه اوختي وي، نور بس ده، هر څه اندازه او سرحد لري، چې بايد ملت ته ښکاره ځواب ورکړل شي چې څوک په ټاکنو کې لاسوهنه کوي؟ که تاسو نه شی کولای دومره خو کولای شي چې د ټاکنو له بېواکه کميسيون څخه خپلې استعفاوې وکړئ او ملت ته يو خبر ورکړئ، چې هېڅ هم نه شته ځئ خپل کار مو وکړئ، خو ټول ملامت د ټاکنو بېواکه کميسيون دی، چې تل يې افغانان غولولي او دوی خپل ډبل ډالري معاشونه اخيستي او ښې پرېمانه درغلې په پارلماني ټاکنو کې هم وشوې.
هواجانې موږ ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له پاچا کېدو څخه د خپل ملت امنيت، اقتصاد، سياست او نور مثبت کارونه مهم دي، دوی که وي څه او که نه وي څه؟ د دوی په تېره دوره کې کومه ځانګړې فايده ملت نه په اقتصاد کې کړې او نه هم په سياست کې ځکه افغان ځوانان له هېواد څخه بهر لاړل او ځينې اوس په دې تلاش کې دي، چې خپل هېواد پرېږدي او لاړ شي، زه مسؤليت نن ټول په همدې دوه نوماندانو او په تا اچوم، چې دوی د خپلو کمپاينونو پرمهال به ويل موږ په دسترخوان کې مثبت بدلون راولو کوم بدلون؟ دا بدلون چې د پنځوس افغانۍ کريډيټ کارت ماليې ته لاس ونيسۍ نه دا نور د حل لار نه ده، نور له درانه خوبه را ويښه شه د ټاکنو پايله دې ملت ته اعلان کړه.
افغان ملت ته په کار ده، له دې خلکو نوره د واک لمن را ټوله کړي او پرې راټول شي او دواړه نور په کور کېنوي، ځکه دا کامياب سياستوال نه دي، ملت ته په درد نه خوړل کېږي، دا د بل چاه په خوښه په افغان ملت حکومت کوي، دوی کوم بنيادي پلان په خپل ذهن کې نه لري، دا دواړه ناروغان دي، تاسو خپله فکر وکړی، چې يو تل په غوسه کې وي او بل همېشه په اريشګاه کې ورک وي، دوی به کار کله وکړي، دلته نور کار په کار ده، که چېرته د افغانستان سياسي حالات خرابېږي بيا به له ټول ملت څخه دوی مخکې منډې وهي او په ځان پسې به يوځل بيا د سالنګ لوړ لوړ غرونه او تونلونه را غورځوي او امريکايانو ته به عزرونه کوي چې (غتې غتې) بمونه پرې واچوئ.
ښاغلی غني او عبدالله تاسو خدای (ج) نور خپله پرېکړه وکړئ، چې ستاسو سياست يو ناکام سياست دی که نه؟ له ارګ څخه بېرون تاسو له ملت څخه پوښتنه وکړئ، چې هغوی تاسو په تيږو ولي کنه؟
په هر صورت سره دا هېواد به ښاغلي غني، عبدالله او هواعالم (نورستانۍ) ته په ميراث نه وي پاتې، چې دوی خپلې ستونزې نه شي حل کولای، تاسو بايد په دې اتو کالو کې يو بل منلی وای او يو بل ته مو په خپل ذهن کې ځای ورکړی وای، ملت په دې ښه پوهېږي، چې تاسو په دې عمر کې خپله کابينه جوړه او پوره نه کړه، نو ملت ته به څرنګه کار وکړئ نور بس ده، تاسو بايد په خپلو ناکاميو اعتراف وکړئ او له خپل ملت څخه د خپلو کارونو د وروسته پاتې کېدو په اړه بخښنه و غواړئ او په پای کې خپل څادر په اوږه کړئ او يوه لويه او ملي جرګه را وغواړئ او د افغانستان واک نور هغوی ته وسپارۍ، چې هغوی کومه پرېکړه کوي، خپل واک او خپل اختيار، چې څه کوي ځکه جرګې زموږ پخواني دودونه او د هغې له لارې مو ښې لاس ته راوړنې درلودلې دي.