ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې لومړی او اساسي کار دا وکړ چې په افغانستان یې د نړیوالو بایللی باور ډېر ژر او په لږ موده کې ترلاسه کړل او دوی یې دېته وهڅول چې له افغانستان سره خپلې ژمنې له سره تازه کړي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې ترڅنګ د افغانستان د انکشاف په برخه کې خپلو مرستو او ستراتیژیکې ملګرتیا ته ادامه ورکړي.
د دې ترڅنګ یې د پاکستان پر ضد لابي وکړه او په کره اسنادو یې ټولې نړۍ ته دا ثابته کړه چې پر افغانستان د تحمیل شوي جنګ تر لاس د پاکستان لاس دی، ځکه ترهګر په پاکستان کې پټ دي، په پاکستان کې پټنځایونه او ځالې لري، دوی ته امکانات برابرېږي، روزنې ورکول کېږي، جنګ ته لمسول کېږي، د جنګ پلان او نقشې ورته برابرېږي او د پاکستان دا کړنه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات پر وړاندې لوی تهدید او خطر دی او په ګډه باید له دې خطر او تهدید سره داسې مبارزه وشي، چې افغانستان، سیمه او نړۍ خوندي شي.
د ولسمشر غني د همدغې نړیوالې لابي په اساس پاکستان په نړیواله کچه هم منزوي شو، هم یې شهرت ته زیان واوښت او ټوله نړۍ ورته د تروریزم د تولیدونکي هیواد په سترګه ګوري او همدارنګه یې د دې ترڅنګ پر پاکستان د افغانستان اتکا خصوصا د ټرانزیټ له پلوه پر پاکستان کمه کړه، ځکه چې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره یې لارې او بندرونه پرانیستل، چابهار او لاجورد لارې هم په دې برخه کې د افغانستان ترانزیتي خپلواکي او ځان بسیاینه تامین کړه.
همدارنګه د فساد ضد مبارزه یې وکړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکې یې له فساد څخه پاکې کړې، قراردادونو کې شفافیت راغی، امنیتي او دفاعي ځواکونه یې تمول او تجهیز کړل، د دوی په محاربوي او نورو ظرفیتونو او وړتیاو کې یې پام وړ ښه والی راوست او همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په خاطر پاملرنه زیاته کړه.
افغانستان د مفسدو هیوادونو له کتاره شاته ولاړ، افغانستان ادارې ځوانې شوې، د زورواکانو زور اوبه شو، مفسدین له ادارو وشړل شو، حتی له قرارداد اخیستلو محروم شول، له غاصبانو څخه غصب شوې ځمکې را وګرځول شوې او په دې برخه کې لا هم جدي هڅې روانې دي.
کورني عواید لوړ شول، په بهرنیو مرستو اتکا کمه شوه، میراثي او انحصاري څوکۍ له زورواکو او نورو څخه واخیستل شوې، د څو محدودو کورنیو او څو محدودو اشخاصو پرځای په ولس اتکا زیاته شوه، د قوانینو برخه کې ډېر زیات ان درې سوه په خواو شا کې قوانین تصویب او توشیح شول. همدارنګه د کانکور پروسه شفافه شوه، د افغانستان محصولات او صادرات نړیوالو بازارونو ته ولېږدول شول، هوایي دهلېزونه پرانیستل شول. په جنګ کې وسله وال طالبان او نورې تروریستي ډلې ماتې شوې.
حکومت باندې د خلکو باور او اتکا زیاته شوه، د افغانستان بقا تامین او تضمین شوه، په راتلونکو د خلکو هیله مندي زیاته شوه، د اوبو د مهارولو برخه کې اساسي کارونه ترسره او د ځینو سروې ګانې او تخنیکي مطالعات لا هم ادامه لري او که خدای کول افغانستان به ډېر ژر د پرمختګ اوثبات په لور خپل ګامونه نور هم چټک کړي.