یوې اندونیزیايي ورځپاڼې لیکلي، استرالیا کې د مۍ میاشتې په فیدرالي ټاکنو کې د سکاټ موریسن په مشرتابه د لبرال او ملي ګوندونو ایتلاف له تمې لېرې بریالیتوب په دې معنا دی چې یو ځل بیا به د سیمې په کچه او په ځانګړي ډول په اندونیزیا کې کډوال او پناه غوښتونکي له نړیوال اغیزمن خوندیتوب څخه د اوږدې مودې لپاره بې برخې پاتې شي.

د یادې ورځپاڼې د لیکونکي په وینا، دا ځکه چې سکاټ موریسن د کډوالو په وړاندې سخت دریځ لري او دا دریځ یې تر پنځه کاله پخوا په پرتله کله چې هغه د استرالیا د مهاجرت او سرحدونو د ساتنې وزیر وه، اوس زیات سخت شوې او داسې نه ښکاري چې نوموړې به په نږدې راتلونکي کې پخپل دې دریځ کې کوم نرمښت راولي.

د رپوټ لیکونکي لیکلي، «کله چې پنځه کاله مخکې سکاټ موریسن د استرالیا د مهاجرت او سرحدونو د ساتنې وزیر وه، نوموړي د استرالیا د سرحدونو د ساتنې د تګلارو او قوانینو په سختولو کې مهم رول ولوبوه، چې په هغې کې د سمندر له لارې استرالیا ته د ورتلونکو کډوالو د کښتیو بیرته ستنول هم شامل وه، چې د نوموړي د دې کار له امله تراوسه د زرګونو په شمیر کډوال د اندونیزیا په شان ترانزیتي هیوادونو کې بند پاتې دي.»

ليکوال وايي، «موریسن داسې یو سیاستوال دی چې په خپلو دې لانجمنو او اختلافي کارونو ویاړي. نوموړي د خپل دفتر پر کاري میز د جایزې په توګه یوه کوچنۍ کښتۍ ایښې چې پرې لیکل شوي، (ناقانونه کډوال او کښتۍ ما ودرولې).»

د لیکوال په باور، اوس چې یو ځل بیا د ښاغلي موریسن ایتلاف ټاکنې ګټلي نو هغوی به د کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې ترپخوا هم زیات جدي دریځ غوره کړي او سختې پالیسۍ به جوړې کړي ترڅو هیڅ کډوال استرالیا ته د تلو لپاره زړه ښه نکړي.

لیکوال وايي، تر راتلونکو ۳ کلونو پورې چې موریسن او ملګري یې استرالیا کې د حکومت واک لري، نو د اندونیزیا په ګډون استرالیا ته په لاره پراته د کډوالو په ټولو ترانزیتي هیوادونو، لکه مالیزیا او تایلنډ کې به کډوال نور هم پسې له سختو شرایطو سره مخ شي او استرالیا ته د ځان رسولو تقریبآ صفر چانس به ولري.