په دې وروستیو کې مالیزیا ته په ډیر شمیر کې کډوال روان دی. د دغه کډوالو له امله نه یوازې دا چې مالیزیا د کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخ شوې، بلکې همداشان د دغه هیواد له پولې لېرې پروت د ګاونډي هیواد استرالیا حکومت یې هم ځانته ځیر کړې.

د استرالیا یوې ورځپاڼې د بیان ازادۍ د قانون لاندې د استرالیا د حکومت ځینې پټ اسناد خپاره کړي چې پکې لیدل کیږي د نورو هیوادونو په پرتله تر ټولو زیات د مالیزیا هیواد وګړي د استرالیا د مهاجرت په مخفي څارونکی لیست کې په نښه شوي.

ورځپاڼې لیکلي، د استرالیا حکومت ویره لري چې د مهاجرینو په جامه کې ښايي مالیزیا ته په ډیر شمیر کې نړیوال جنایت کاران او ترهګر راغلي وی او استرالیا ته د داخلیدو لپاره ممکن دغه کسان مالیزیا د دخولي دروازې په توګه وکاروي.

ورځپاڼې د اسنادو له مخې لیکلي، په وروستیو څو کلونو کې د استرالیا د مهاجرت په څارونکي مخفي لیست کې او همداشان د مشخصو وګړو د خبرداري په لیست کې د مالیزیا هیواد وګړي دا مهال د شمیر له مخې په سر کې ځای لري، آن تر دې چې ډیر نفوس لرونکي هیوادونه لکه هند او چین یې هم شاته پریښي.

د ورځپانې په حواله، د یادو لیستونو په هرو لسو کسانو کې یو د مالیزیا تابعیت لري چې په ټولیز ډول د دغه هیواد د وګړو شمیر د استرالیا د مهاجرت په دغه څارونکې لیستونو کې ۵۰ زرو تنو ته رسیږي، او د چین هیواد چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې وګړو په دغو لیستونو ډیر شمیر درلوده، اوس دویم ځای لری او د وګړو شمیر یې قابو ۴۷ زرو تنو ته رسیږي.