له طالبانو سره د سولې پر مهال جنګي جنايتونه له پامه ونه غورځوي او هغو كسانو ته سزا ور كړي چې د بې ګناه خلكو په وينو يې لاسونه سره دي.
د جنګي جرمونو د قربانيانو لپاره تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې طالبان او نورې هغه ډلې به چې د دوى ژوند يې نيمګړى كړى او يا يې د دوى د كورنۍ غړي وژلي دي، محاكمه شي او كه نه؟
په دې وروستيو كې د پاكستان حكومت او د دغه هېواد طالبانو چې په شمالي وزيرستان كې د يو بل پر وړاندې جنګيږي، د جګړې د ختمولو لپاره د سولې له خبرو اترو سره زړه راښكون ښودلى دى، په داسې حال كې چې د اټكل له مخې د يوولسم سپتمبر له پېښې راپدېخوا ۳۰۰۰۰ ملكي وګړي او ۴۰۰۰ پاكستاني امنيتي ځواكونه په ترهګريزو بريدونو كې وژل شوي چې د ډېرو پړه يې د طالبانو پر غاړه ده. 
كه څه په پاكستان كې د خلكو غږ لږ اورېدل كېږي، خو په دغه هېواد كې لا هم خلك په دې اړه يوه خوله نه دي چې ايا طالبان د دوى دښمنان دي او هوډ يې كړى چې پاكستان به ورانوي او كه نه هغوى د دوى وروڼه دي او له څو كلنې جګړې وروسته يې هم بايد هركلى وشي؟
اسوسيټيډ پرېس په پېښور، لاهور، كراچۍ، كوټه او قبايلي سيمو كې د ترهكريزو بريدونو له قربانيانو او د دوى له كورنيو سره خبرې كړې دي او ترې پوښتلې يې دي چې ايا دوى له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په اړه څه ډول احساس لري؟ 
حفيظ الله خان چې ښي پښه يې په يوه موټر بم بريد كې پرې شوې، د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا د پاكستان حكومت له طالبانو سره خبرې وكړي، كه نه، وويل: ((طالبان ژوندي وځړوئ او د بدن غوښې يې ټوټه ټوټه كړئ.))
هغه زياته كړې: ((زما ګناه څه وه چې هغوى زه د ټول ژوند لپاره معيوب كړم.))
د خان يوه بل ټولګيوال فاطمين افريدي چې په خيبر كې يې په همدغه بريد كې خپله چپه پښه له لاسه ور كړې، ويلي چې هغه له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته خوشال دى، خو په دې شرط چې هغو ته سزا ور كړل شي چې دى يې معيوب كړى دى: ((كه چېرې زه دوى پيدا كړم، نو په سور تنور كې به يې واچوم.))
خو په پاكستان كې د يوه روغتون مسوول چې خان او افريدى په كې تر درمنلې لاندې دي، وايي چې پاكستان د خپل پوځ لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه ځانګړى مهارت لري، په داسې حال كې چې له ملكي خلكو سره هېڅ ډول مرسته نه كوي.
دا په داسې حال كې دي چې په افغانستان كې هم له طالبانو سره د سولې په خبرو اترو كې د جنګي جنايتونو مساله يوه پېچلې خبره ده. 
خو يو شمېر سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او د جنګي جنايتونو قربانيانو له افغان دولت څخه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې پر مهال پر جنګي جنايتونو سترګې پټې نه شي.
كه څه هم افغان دولت په دې اړه ژمنې كړې دي، خو دا به څنګه تفكيك شي چې د سولې پر مهال له هغو كسانو سره خبرې اترې وشي چې په جنګي جنايتونو كې لاس نه لري؟
د بشري حقونو كارپوهان وايي، هغو خلكو چې جنګي جنايتونه كړي دي، بايد محاكمه شي او د خپلو اعمالو سزا وويني او دا بايد په يو وخت او يوې ډلې پورې محدود نه وي.
د بشري حقونو كارپوه نادر نادري د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا جنګي جنايتكاران به څنګه تفكيك شي، وويل چې د هغو پېښو تر سره كوونكي چې ملكي خلكو ته په كې مرګ ژوبله اوړي، جنګي جنايتكاران دي او هر هغه څوك چې ښوونځي، روغتونونه، پلونه او هر ډول عام المنفعه ځايونه ويجاړوي جنګي جنايتكاران بلل كېږي.
هغه زياته كړه، افغان دولت نړيوال جنګي قوانين لاسليك كړي دي او دا يو نړيوال اصل دى چې هيچا ته چې د بشر ضد جنګي جنايتونو كې لاس لري، بښنه مجاز نه ده: ((لوموړى بايد پخپله يو ملك دا كار وكړي، كه هغه دا كار نه كوي او يا يې نه شي كولاى، بيا بايد نړيوالې ادارې دا كار وكړي، خو په دې كې پخپله د هغه ملك مرسته ضروري ده چې جنګي جنايتونه په كې ترسره شوي وي.))
د هغه په خبره، كله كه يو جنګي مجرم بل ملك ته پناه وړي، هغه هېواد بيا كولاى شي چې هغه محاكمه كړي، د بېلګې په توګه زرداد په برېټانيا كې محاكمه شو او حسام الدين حسام چې د كمونستانو د واكمنۍ پر مهال يې جرمونه كړي وو، په هالنډ كې محاكمه شو.