يو ماشوم په خپله ژبه تر پرېديو ژبو ښه زدكړه كولاسي، نو په كوټه كې هم د پښتو ادبي غورځنګ، كوټي له لوري د راسكو ادبي دېوان په مرسته، د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په مناسبت يوه غونډه ترسره سوه.

په دغه غونډه كې چې له لېري لېري ورته ډېرى كسان راغلي وو د سياسي په Q6ځانګړې توګه د پښتنو او د بلوڅ د ملتپالو ګوندونو ځايي مشرانو، ادبيانو، شاعرانو، ليكوالانو، د قلم خاوندانو، د بشري حقوقو پالونكيو، مينه والو او اولسي وګړيو په كې ګډون كړى وو.

په غونډه كې سياسي مشرانو او ليكوالانو د ژبي د پرمختګ او د هغې په اهميت ويناوې وكړې، دوى په خپله ژبه ماشومانو ته د زدكړې په وركولو ټينګار وكړ او ويې ويل بايد دولت تر لسم ټولګۍ پوري زدكړې په مورنيو بآندې اعلان كړي.

ډېرى وينا كوونكيو په رياست او ملتپالو ګوندونو باندې سخت ټګونه وكړل او ويې ويل: دې اړخ ته يې هيڅ پاملرنه نه ده كړې، د دوى په خبره: چې په دې كې د رياست او يادو ډلو خپلې ګټې په نظر كې نيولې دي.

كه څه هم په دغه غونډه كې ډېرى وينا والو په سياسي په ځانګړې توګه په ملتپالو ګوندونو باندې سختې نيوكې وكړې او ويې ويل چې دغه ګوندونو د مورنيو ژبو له پاره هيڅ ډول كار نه دى كړى، خو له غونډې څخه وروسته د پښتنو د ملتپال ګوند پښتونخوالي ملي عوامي ګوند يو مشر رضا محمد رضا خبريال ډاټ كام ته وويل: له بده مرغه چې بيا هم په دې حواله هيڅ كار نه دى سوى، هغه زياته كړه: دوى هم تر خپله وسه پوري خپل زيار كړى دى، هر ځاى يې د دغه شي غوښتنه كړې ده، د رضامحمدرضا په خبره: هغه كوو چې تر لسم ټولګۍ پوري په ښوونځيو كې په مورنيو ژبو باندې ماشومان خپل حق ترلاسه كړي.

خو د دې پوښتنې په ځواب كې چې دلته ډېرى مقررينو په خپلو ويناوو او مقالو كې مقررينو له سياسي ګوندونو په ځآنګړې توګه له ملتپالو ګوندونو څخه ګيله كوله چې هغوى د ژبې او د هغې د پرمختګ له پاره هيڅ د پام وړ كار نه دى كړى، د بلوڅو د يوې ملپتالې ډلې يو مشر اغاحسن بلوڅ وويل: دلته اولسونه په يو بد حالت كې ژوند كوي او دا چې دولت هم ورته چندان پام نه دى كړى: اغا حسن بلوڅ زياته كړه: دلته قام پرست او ملتپال ګوندونه هم په يو بد حالت كې راګير دي، د دوى ملګري شنګجه كېږي، وژل كېږي او ترى تم كېږي، نو له دې امله يې دغه ډول كارونو ته پاملرنه نه كېږي.

كه څه هم زموږ په سيمه كې ډېرى خلګ تر اوسه پوري د مورنيو ژبو د نړۍ والې ورځې يوويشتم فبروري په اهميت لا هم نه پوهېږي نو شاعر، ليكوال او د بلوڅي ژبې استاد اغازاهد خبريال ډاټ كام ته وويل: د دې لويه وجه دا ده چې: رياست نه غواړي چې خلګ د مورنيو ژبو په اهميت باندې خبر كړې، د ده په خبره: ملتپال ګوندونه هم په اولس كې دومره ژورې ريښې نه لري چې له رياست سره په ټكر كې سي نو كومه خبره چې رياست كوي هغه سياسي، مذهبي او ملتپال ګوندونه ورسره مني.

په دغه غونډه كې د بشري حقوقو د ټولني كسان هم راغلي وو، د دغې ادارې يو مشر شمس الملك مندوخېل خبريال ډاټ كام ته د غونډې په جريان كې وويل: ماشومانو ته په خپله ژبه زدكړې نه وركول دا د بشر په حقوقو باندې ښكاره تېرى دى، د ده په خبره: كه ماشوم په پرېدى ژبو باندې زدكړې كوي نو هغه له دوو دريو ستونځو سره مخامخ كېږي.