169792.2
چارواکي وايې دوې غواړې په دغه ولايت کې ملي سوداګر وهڅوې تر څو په دغه ولايت کې پانګونه وکړې ترڅو له مخې يې د ملي شتمنيو د منځه وړلو او د قاچاق مخه ونيول سي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدې وايې د چاتراشو او ونو په قطع کولو لګيدلى بنديز يې تر اوسه پورې نه دې لرې کړې ، خو ولې د شته لرګيو څخه د پخو موادو په جوړولو او وړلو يې شته بنديز لرې کړى دى.

که څه د کنړت ولايت په ځنګلونو کې د ونو قطع کيدا مخکي پراخه ول او تر ډېره بريده په سيمه کې ميشتو وګړيو دغه وني وهلي او بيا يې ګاونډيو هېوادونو ته وړلي.

مسولين وايې چې په سيمه کې ميشتو او نورو کسانو په دغه وني په قاچاقي ډول وړل کيدي په داسې حال کې چې پر دي چاري د افغان دولت نظر هم وو.

په سيمه کې ميشت وګړي هم ددي پلوي نه دي چې چاتراش يې نورو هېوادونو ته وليږدول سي ولي وايې چې د دولت له لوري دي داسې تګلاره په کار واچول سي تر څو د ونو څخه سمه او ښه ګټه پورته کړل سي.

په کنړ ولايت کې چې ځنګلونه يې د هېواد په کچه زيات شهرت لري اوس مهال يې هغه وني او ښکلا نسته څنګه چې مخکي ول او په دي ځنګلونو کې د تېرو وچ کاليو او جګړو له امله ډېر زيان رسيدلى دى.

ولسمشر کرزي په دي وروستيو کې د ځنګلونو د وهلو او له منځه وړلو باندي بنديز لګولى و او د دا ډول کړنو تر سره کوونکو ته يې د سزا غوښتنه کړي ول.

افغانستان چې په وچه کې پروت هېواد دى تر ډېره يې سيمي ځنګلونه نه لري او که چېري هم وي په تېرو جګړو کې بشپړ او نيمه له منځه تللي دي.د کنړ ځنګل هم په وارو وارو اور ايخستى او ډېره خوا يې زيانمنه سوي ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د دغه ولايت څخه نور ولايتونو ته ، د کړکيو ، دروازو ، کټونو او تختونو په وړلو کلک بنديز لګيدلې وو.
ښاغلې وحيدي وايې دوى غواړې په دغه ولايت کې ملي سوداګر وهڅوې ترڅو په دغه ولايت کې پانګونه وکړې اوله مخې يې د ملي شتمنيو د منځه وړلو او د قاچاق مخه ونيول سي.

هغه څرګنده کړي چې پر چاتراشو وهلو بنديز ځنګلونو ته ګټه رسولي ده او دوى په دا بنديز دوامداره وساتي.
د يادولو وړ ده کونړ په ختيځ کې پروت يو سرحدې ولايت دې ، چې ډيره برخه يې غرونو او ځنګلونو نيولي ده .