دغو عالمانو چي شمېر يې نژدې دوه سوه تنه وو د کندهار والي سره په ولايت مقام کي وکتل او هغه ته يې وويل چي د حالاتو له سمون سره دوى هم لېوال سوي چي په بېلا بيلو دولتي دفترونو کي کارونه وکړي.

هغوى زياته کړه چي د حج و اوقافو رياست، د پوهني رياست، اطلاعاتو فرهنګ رياست، د علماؤ او روحانينو شورا او ځيني نور هغه دولتي څانګي دي چي دوى هيله لري پکښي کارونه وکړي او يا هم د ځينو مشري ورته وسپارله سي.

د کندهار والي توريالي ويسا ددغه ولايت د ديني عالمانو او مشايخو دغه نيت وستايه او زياته يې کړه چي دولت دغه ډول حرکتونه پر نېک فال نيسي او هيله لري چي ټولنه به د نېکمرغيو لور ته ټېل وهي.

نوموړي زياته کړه چي ملا امامان د ټولني رهبري کوونکي دي او هغه ډله ده چي کولاى سي له هر ډول ستونزي او مشکل پرته د ټولني اوسېدونکي د ښو کارونو کولو ته دعوت کړي.

هغه زياته کړه چي دولت هم دغه کار ته ډېره لېوالتيا لري او همېشه يې هڅه کړې چي ديني مخورو ته د هغوى د مسلک سره په مساوي ساحو کي کارونه ورکړې او د هيواد په وده او پرمختګ کي د هغوى له وړتياوو هم استفاده وکړي.

هغه يادونه وکړه چي دديني عالمانو لخوا په ښوونځيو کي تدريس او نوو ځوانانو ته د اسلامي احکامو او ارشاداتو رسول هغه څه دي چي تر نورو ټولو دولت ورته زياته اړتيا لري او له ديني عالمانو غواړي چي په دغه برخه کي خپله اسلامي او انساني وجيبه په ښه توګه سره سرته ورسوي.