سنګ سیمو کې له پولیسو او عسکرو سره درنه جګړه شوې او په پای کې یې دښمن له ماتې سره مخامخ شوی دی.

تر دې مخکې نن د افغانستان د حکومت او ناټو چارواکو ویلي و چې افغان او نړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږترلږه پنځه ویشت وسله وال طالبان وژلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د سې شنبې د ورځې په عملیاتو کې پنځلس وسله وال سخت دریځي ووژل شول.

د دغه وزارت په وینا په وژل شویو سخت دریځو کې د قاري الماس په نوم د طالبانو یو قومندان هم شامل دی.

په همدې حال کې ناټو وویل چې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لس وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د ناټو په وینا پنځه وسله وال مخالفان د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ ، درې په لوګر او دوه په هلمند ولایت کې وژل شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په لغمان کې د پنځلس طالبانو د وژلو خبره رد کړه، ویې ویل: وروسته له دې چې په سیمه کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه له ماتې سره مخامخ شول له امریکايي جنګي الوتکو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه چې د الوتکو په بمبارۍ کې دوه طالبان ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

ذبیح الله مجاهد دا ادعا وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې نور په جګړه کې د ناټو له هوايي ځواکه د مرستې غوښتنه ونه کړي. کرزي دا امر وروسته له دې وکړ چې په کونړ کې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې لس ملکیان ووژل شول.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو نوي عمومي قومندان هم وویل چې د ولسمشر کرزي امر به رعایت کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د لغمان په جګړه کې له هوايي قوې څخه د کار اخیستلو په اړه څه نه دي ویلي.