د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې نن د کب په دويمه  د پژواک خبري اژانس په ګډون د افغاني ژورناليستانو له پنځه کسيزې ډلې سره د يوې ځانګړې ناستې پر مهال وکړې.

 ټاکل شوې چې سبا د کب مياشتې په ٣مه او ٤مه، د بلجيم په بروکسل ښار (د ناټو مقر) کې د ناټو په سرمشريزه ناسته کې د لېږد پروسې، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي او له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان د ناټو د نوي ماموريت په ګډون د افغانستان په وروستي حالت بحث کېږي.

دغه راز به د دغې ناستې په اوږدو کې روښانه شي، چې افغان ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته څه ډول تجهيزاتو او څه ډول ملاتړ ته اړتيا لري.

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزير بسم الله محمدي ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى يان کوبيش، په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ او د اروپايي کميسيون د بهرنيو اړيکو مشره کيتي اشټون هم ګډون کوي.

د ناټو سرمنشي افغان ژورنالستانو سره په دغه ناسته کې وويل چې نړيواله ټولنه په دې مقام کې نه ده چې د ښځو حقوق تضمين کړي ، دا د افغان حکومت , خلكو او سياسی مشرانو دنده چې د ورځي په پای کې د ښځو حقوق خوندي کړي .

هغه زیاته کړه : (( زه په دې باور يم چې  د افغانستان مشران بايد دا موضوع  په واضحه توګه درک کړي ، که چيرې تاسو په بشري حقونو او د ښځو حقونو په اړه په خپلو ژمنو و دريږی  نود  نړيوالې ټولنې په مرسته هم حساب وکړي ځکه دا په بن او توکيو ژمنه شوې ده .))

راسموسن ګواښ وکړو ، که چيرې افغان چارواکي  د بشري حقونو او ښځو حقونو ته احترام ونه کړي نو دا به ډیره سخته وي چې ناتو او نړیواله ټولنه  د افغانستان لپاره له خپلو خلکو مرسته وغواړي.

هغه زیاته کړه : (( موږ غواړو چې دا پیغام افغان مشرانو ته ورسول شي ځکه چې موږ په دې اړه اندیښنې لرو.))

خو د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې دوی په افغانستان کې د ښځو د حقوقو په برخه کې ډیرې لاسته راوړنې لري، په ملي شورا کې د ښځو ونډه ډیره ده، په ښوونه او روزنه کې ورته ډیره ونډه ورکړل شوې او اوس دې ته اړتیاده چې دغه لاسته راوړنې وساتل شي.

د راسموسن په وینا، د ښځو د حقوقو په برخه کې يواځې د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ حساب نه کیږي ، ترڅو چې پخپله افغانان په دې برخه کې لازم اقدامات ونه کړي.

نوموړي دناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په اړه وویل چې د ناټو ۲۸ او د ایساف ۲۲ هیوادونو دافغانستان ددفاع وزیر بسم الله خان محمدي په ګډون به د افغانستان پراوسني او راتلونکوحالاتو خبرې کوي.

هغه زیاته کړه ، دوه کاله مخکې چې افغان ځو اکونو د امنیتي مسوولیتونو دلیږد کومه پروسه پیل شوې وه، د ځینو ننګونو سره سره په ډیر بریالیتوب سره روانه ده.

راسموسن وویل چې دوه کاله مخکې افغان ځواکونو یواځې د کابل ښار دامنیت مسوولیت درلود، خواوس د افغانستان د ۸۷ سلنې خاورې دامنیت مسوولیت ددوی په غاړه دی او دروان کال تر پایه پورې به دټول افغانستان امنیت په غاړه واخلي.

د نوموړي په وینا، دتیرو دوو کلونو په پرتله د افغان ملی ځواکونو شمیره او وړتیا هم ډیره زیاته شوې ، دوی اوس ښه روزل او تجهیز شوي دي

هغه زیاته کړه چې دغه پرمختګ د ډیرو قربانیو له امله ترلاسه شوی او افغان ملي ځواکونو ددې قیمت ادا کړی دی .

د ناټو سرمنشي وایي چې دافغانستان د خلکو پر دښمنانو او مخالفینو به خپلو فشارونو ته ادامه ورکوي او دوی هڅه کوي چې افغانستان یوه پیاوي او خپلواک ملي ځواک ولري.

راسموسن تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموریت په اړه وویل چې دا به روزنه، مشوره او همکاري کول وي له افغان ځواکونو سره .

هغه زیاته کړه : (( موږ به له تاسو سره یو او هیڅکله به مو یواځې نه پریږدو.))

 د نوموړي په وینا، ناټو او نړیواله ټولنه به له افغانستان او افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي، خو افغانان هم باید د خپلې راتلونکې په اړه تصمیم ونیسي او خپل هیواد اباد کړي.

د افغانستان دسولې په پروسه کې د پاکستان رول په اړه دپژواک خبري اژانس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی پاکستان سره پخپلو وروستیو خبرو اترو او اړیکو کې پر دې موضوع خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د پاکستان له ملکي او نظامي چارواکو غوښتي دي چې پر ګډه پوله د ترهګرو او سخت دریځو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

د افغانستان دسولې پروسې او سیاسي هواري په اړه د ناټو سرمنشي ومنله چې پاکستان په دې برخه کې مهم ، مثبت او تعمیري رول لوبولی شي.

هغه زیاته کړه : (( څه موده مخکې مې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن حنا رباني کهر سره لیدلي  دي، هغوی غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې د ناټو جګړه ییز ماموریت پای ته رسیږي، دافغانستان د تلپاتې سولې لپاره هلې ځلې وکړي.  ))

راسموسن هیله څرګنده کړه، چې پاکستان به راتلونکو میاشتو او کلونو کې د افغانستان دسولې پروسه او سیاسي جوړ جاړي کې رغنده رول ولوبوي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د رول او نوي ماموریت په اړه د ناټو سرمنشي وویل چې دا به له اوسني ماموریت څخه جلا وي ، دا به روزنه او مشوره ورکول او افغان ځواکونو سره همکاري وي.

هغه زیاته کړه : (( د نوي ماموریت په اړه تر اوسه وروستۍ پریکړې نه دي شو، موږ اوس ددې پر پلانونو کار کوو.))

دا چې د ناټو په نوي مامریت  کې به د څو هیوادونو څومره سرتیري پاتې کیږي، راسموسن هیله څرګنده کړه، چې د ناټو ترڅنګ دایساف یو شمیر هیوادونه به په دې برخه کې همکاري وکړي.

نوموړی وویل چې د نوي ماموریت د روزونکو او سرتیرو د شمیرې په اړه پریکړه به د روان کال تر پایه پورې وشي.