په ظاهره طالبان شعار ورکوي چې موږ د امریکا په وړاندې جهاد کوو او ترې کرکه لرو ، ځکه چې امریکایان یرغلګر دي او له افغانستان څخه يې محوه کوو.
د افغانستان د دولت او د طالبانو په جګړه کې ۹۹.۹۹سلنه افغانان شهدان شوي ، چې دلته نه بهرنی وژل شوی، او نه کوم یرغلګر.
ددوی جګړه په عمل کې د افغانانو سره ده ، د خپلې خاورې سره ده ، د خپلو خلکو سره ده ، د خپل پل او پلچک سره ده.
د بېلګې په ډول د کابل او هرات لويه لاره یادوو ، دا هغه سرک دی چې د خیرات په پيسو افغان دولت په ډېرو زحمتونو یې ورغاوه ، لاس يې اوږد کړ، او ددې سرک د پاره يې بودجه پیدا کړه ، د هرات تر کابله د پينځو ورځو سفر يې یوې ورځې ته را ټيټ کړ.طالبان را ولاړ شول ، ددې سرک په اوږدو کې يې په سلګونه پل ، او پلچک يې په بمونو ولوځول، د سرک امن یې خراب کړ او سرک يې بې څښتنه کړ.
ددې سرک د دواړو خواو خلک ېې د ژوند له طعبیي حق څخه محرومه کړل ، ښوونځي يې وروتړل ، کلینیکونه يې ور وسوځول،تجارت يې له بنیاده وویست، او د خلکو کلي یې د جکړې په لومړي خط بدل کړي.
اوس ګورو چې جهاد د چاسره شوی دی ؟
جهاد د يې د پلچک سره وکړ، جهاد يې له کلینیک سره وکړ، جهاد ېې له ښوونځي سره وکړ ، او په لویه کې يې جهاد د افغان او مسلمان ولس سره وکړ.
راځو دېته ده چې طالبانو د غزني په جګړه کې یې څه ترلاسه کړل؟
په سلکونه بېګناه اردو يې شهیدان کړل، ماشومان يې بې موره او بې پلاره کړل ، ښځې يې کونډې کړلې، میندې يې بورې کړلې، عم المنفعه بنسټونه يې وسوځول، بازارونو ته يې اور ورته کړ ، او د خلکو کورونه يې په توغندیو سوري سوري کړل، غزني ته يې اور ورته کړ، اوس څرګنديږي چې جهاد يې د
چاسره وکړ.
د افغان او مسلمان ولس ، افغان وطن، او غزني سره يې وکړ.
برعکس د خبرې بل مخ زموږ امنیتي ځواکونو خپل سرونه يې وښیندل، قربانۍ یې ورکړې، خو د خلکو او ولس د ژوند د ساتنې د پاره يې دغه اور ته راودانګل ، دغه د طالب په نوم پاکستانۍ ملیشیې يې له پښو وغورځولې،پزې يې په ځمکه وروکاږلې، ګونډه يې کړلې، او تور مخو پنجابیانو ملاوې يې ورماتې کړې .
راځو پایلې ته د طالب په نوم پاکستاني خوارج زموږ غزنی يې راوسوځاوه ، ولس يې خاورې کړ، خو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ددوی سترګې وباسلې، لاسونه يې ورلنډ کړل، او ولس يې ترې بې غمه کړ.
ځکه خو باید خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو، تر څنګ يې درېږو، او ملا يې وروتړو، ددوی د سرښيندنو مننه وکړو.
دوی دي چې موږ یو ـ او موږ یو چې دوی دي.