نړۍ له ټکنالوژي سره هره ورځ مخکې روانه ده او د انسانانو ژوند هم د ټکنالوژي په راتلو سره هره ورځ تغیر کوي ، په جګړو ځپلو هېوادونو کې چې تر اوسه پکی د ژوند ګڼ امکانات نشته مکلف دي د نړۍ سره د قدم وهلو لپاره هره ورځ یوه نوې برخه او نوی پړاو پیل کړي.
که چېرته هره ورځ ووایو چې دغه چاره به سبا ترسره کړي یوه ورځ که یوه میاشت وروسته یې ترسره کړي یوه میاشت او که کلونه نیسي نو کلونه به د نړۍ له پرمختګه وروسته پاتي وي .
د الکترونیکي تذکرو اړتیا زیاته ده یو خو افغانستان کې تر اوسه د دقیق او متوازن پرمختګ لپاره هغه سروې چې ددې ملت حق ده او له مخې یې ددوۍ لپاره دژوند امکانات دحکومت له لوري برابریږي.
منظم ډول باندې نه ویشل کیږي نو اړینه ده چې دیوې سیمې دقیق او منظم معلومات پیدا او له مخې یې د هغې سیمې لپاره د ژوند لومړیتوبونه وټاکل شي ځکه د ملي بودیجې په برخه کې چې څومره امکانات یوه ولایت ولسوالۍ او سیمې ته ورکول کیږي د هغې سیمې د نفوسو په تناسب ورکول کیږي .
په وروسته پاتې هېوادونو کې یو نفر بیخی تذکره نه لري خو بل نفر له څو تذکرو څخه په ګټه اخیستنه کولای شي جرمونه هم ترسره کړي چې دغه بیا په سیمه کې د ناامنۍ لامل کیږي متعددې تذکرې کولای شي سړی څو ځل او ځایه له امتیازه برخمن شي چې له مخې یې د نورو خلکو حقوق پایمال او یو تن کولای شي د څو تنو حقوق خپل کړي .
د ګڼ شمېر تحصیلي اسنادو په لرلو سره کولای شي په څو نومونو سره پردی اسناد هم په خپل نامه سره استفاده کړي او هغه اسناد هم استفاده کړي چې په ډیټابیس کې ثبت نه وي چې په تېرو وختونو کې موږ ولیدل چې په قصه خوانۍ کې جوړ اسنادو څخه هم ګڼو د امتیاز اخیستو لپاره استفاده وکړه .
د الکترونیکي تذکرې په لرلو سره یو تن نه شي کولای څو ځایه دولتی دندې واخلي چې هم د شغل مخه نیسي او خلکو څخه امتیاز هماغه یو نفر ته ورځي .
دغه راز افغانان چې تل په ټاکنو کې له تقلب ویره لري او سر ټکوي د الکترونیکي تذکرو په لرلو سره د تقلب مخه نیول کیږي او دغه مخنیوی کولای شي د ټاکنو پایلې د ولس په اراده ترسره شي او هغه څوک وټاکي چې ولس او د ډېرو رایو په بدل کې راغلی وي .
الکترونیکي تذکرو په شتون کې د خیالي پولیسو او خیالي ښوونکو او مامورینو مخه نیول کیږي چې په دې سره به په هیواد کې د سمون او بدلو نوی پړاو پیل شي نه به خیالي معاشونه د خاینینو لاسونو او جیبونو ته ورشي دغه چاره هغه څه دي چې په دې سره په هېواد کې د کارونو د زیاتېدو او په کورنو کې چې وړ او مناسب دي ددندو پرمهال دنفقې خاوندان شي .
د جرمونو د کمښت په برخه کي هغه چې جرمونه ترسره کوي یا د حکومت مخالفین دي هم اړ کیږي چې د هویت د څرګندولو لپاره تذکره واخلي که چیرته تذکره اخیستل غواړي نو باید له مسلح مخالفته لاس واخلي او که یې نه اخلي نشي کولای سفرونه وکړي یا پاسپورټ ترلاسه کړي .

نو په پورته ټولو دلایلو سره تذکره د یوه ملت لومړنۍ اړتیا ده نو موږ مکلف یو ، چې د الکترونیکي تذکرو په وړاندې خنډونه له منځه یوسو او هر هغه څوک چې د تذکرو په وړاندې ستونزې جوړوي د سپر په شکل یې مخ ته ودریږو او دغه ملي پروسه د بریالیتوب تر سرحده ورسوو .